مهم ترین های امروز سه شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د افغانستان برښنا شرکت وايي، د منځنۍ اسیا د برښنا په سیستم کې د تخنیکي ستونزې له امله افغانستان ته د ازبیکستان وارداتي برېښنا پرې شوې ده.
برښنا شرکت وايي، د منځنۍ اسیا د برښنا په سیستم کې تخنیکي ستونزه ددې سبب شوه چې افغانستان ته د ازبیکستان وارداتي برښنا هم پرې شي.
✒: اسلامي امارت د عشر او زکات راټولولو لپاره اداره جوړوي.
د اسلامي امارت کابینې پرون دوشنبه په خپله شلمه غونډه کې د عشر او زکات راټولولو د ادارې د تاسیس او د بشري مرستو په برخه کې د شفافیت په اړه پرېکړې او بحثونه کړي دي.
✒: ناروې کې د افغان سیاسي مشرانو او مدني فعالانو مجلسونه تمام شوي دي.
رسنۍ وایي په پام کې ده نن یوازې د اسلامي امارت پلاوی له امریکايي لوري سره اوږده مجلسونه ولري او په پای کې به د ناروې هیواد د بهرنیو چارو وزارت معیین او استازو سره ملاقات وکړي.
✒: پخواني ولسمشر حامد کرزي له سي اېن اېن ټلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې په راتلونکي پسرلي کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو پر پرانیستل کېدو ټینګار کړی دی او ویلي یې دي چې ټولو نجونو ته دې اجازه ورکړل شي، څو بېرته ښوونځیو ته ور وګرځي.
حامد کرزي همداراز ویلي، دی او عبدالله عبدالله په حکومت کې واک نه غواړي او نه به په دې اړه کوم وړاندیز ومني ځکه چې په خبره یې دوی په کافي اندازه په حکومت کې کار کړی او ښه به وي چې نویو او اغېزمنو څېرو ته فرصت برابر کړل شي.
✒: مرکزي بانک: ۱۴۰۰ د سلواغې ۵ مه- افغانستان ته د بشري مرستو په لړ کې نن د ۳۲ میلیونه امریکایي ډالرو نغدي مرستې بله کڅوړه هېواد ته را ورسېده.
د افغانستان بانک هېواد ته د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو هر کلی او په دې برخه کې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه کوي.
✒: د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان مقتي نن اوسلو کې د سوېلي اسیا او اوقیانوسیې لپاره د فرانسې له استازو سره ولیدل.
د دغه وزارت ویاند وايي چې دغې لیدنه کې له افغانستان سره د فرانسې بشرپاله مرستو دوام، د اسلامي امارت او فرانسې ترمنځ تعامل او د دواړ لوریو ترمنځ پر همکارۍ خبرې.
✒: امیرخان متقی، سرپرست وزارت خارجه امروز با توماس نیکلاسون، نماینده ویژه اتحادیه اروپا برای افغانستان در اسلو دیدار کرد. وزارت خارجه میگوید که آقای نیکلاسون گفت که اتحادیه اروپا کمک انسان دوستانهاش را به افغانستان ادامه میدهد، و آقای متقی بر همکاری و روابط مثبت تأکید کرد.
✒:امیرخان متقی، سرپرست وزارت خارجه در گفتوگو با خبرنگاران در اسلو گفت که امارت اسلامی در باره ناپدید شدن زنان معترض در کابل تحقیق میکند. آقای متقی گفت: «ما کوشش میکنیم، میپرسیم که این چطور یک واقعه است.»
✒: د افغانستان او پاکستان لپاره د المان ځانګړي استازي جاسپر ویک په اوسلو کې د اسلامي امارت له پلاوي سره وکتل. ویک په ټوېټر لیکلي، په دې لیدنه کې یې له افغانستان نه دغه هېواد د پاتو اتباعو په خوندي وتلو، زده کړو ته د نجونو لاسرسی او روغتیايي خدمتونو خبرې کړې.
✒: ذبیح الله مجاهد ویلي، چې پرون په بلخ کې ۴۰ تنه له هوا څخه د "ناقانونه" الوتنې په تور نیول شوي دي. د مجاهد په وينا، دوى د پوښتنو ګروېږنو لپاره نيول شوي او یو شمېر یې بېرته خوشې شوي هم دي، خو هغه ښځې چې خپلوان يې نه دي پیدا شوي تر اوسه د ښځو په بند خونه کې ساتل کېږي.
✒: تیدروس ادانوم، رئیس سازمان جهانی صحت میگوید که اومیکرون آخرین نوع ویروس کرونا نیست، بلکه این ویروس در حال خطرناکتر شدن است.
ادانوم میگوید اینکه چه زمانی کرونا پایان مییابد دشوار است، اما میگوید این همهگیری میتواند خطرناک و غیرقابل پیشبینی باشد.
✒: ایران برای مذاکره مستقیم با آمریکا شرط گذاشت.
دبیر شورای عالی امنیت ملی ایران اعلام کرد تهران تنها در صورتی از روشهای دیگر برای مذاکره با واشنگتن استفاده خواهد کرد که توافق خوب در دسترس باشد.
✒: د ټرمپ د واکمنۍ پر مهال د امریکا د ملي امنیت مرستیال مک فارلنډ ویلي، نړۍ ټول هغه څه ولیدل چې امریکا په افغانستان کې ترسره کړل. دده په وینا له کومو پېښو سره چې امریکا په افغانستان کې مخ شوه، په نړیواله کچه یې د واشنګټن سیالان او حریفان زړه ور کړي دي.
✒: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس ویلي چې واشنګټن له ایران سره مستقیمو خبرو اترو ته چمتو دی. هغه زیاته کړې چې دوی تل له ایران سره پر تعامل ټینګار کړی دی او تل یې ویلي چې که چېرته ایران چمتو وي دوی ورسره فوري مذاکراې ته چمتووالی لري.
✒: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن ویلي چې د امریکایي ځواکونو د وتلو پرېکړه له تېرې ادارې څخه دوی ته په میراث پاتې وه او دوی یوازې یو بل انتخاب لاره چې هغه اوږدمهاله جګړه وه، نو پر همدې بنسټ له دغه هېواد څخه په بشپړه توګه د ځواکونو ایستل په ګټه و.
✒: د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلېنکن په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې د قطر د بهرنيو چارو له وزير محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره يې د افغانستان او دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو په اړه خبرې کړې دي.
✒: ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا سبا چهارشنبه د افغانستان په اړه یوه غونډه وکړي.
یوناما وايي، په دې ناسته کې به د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش، د یوناما مشره دیبورا لاینز او د ناروې د بهرنیو چارو وزیره انیکین هویټفیلډ امنیت شورا ته معلومات ورکړي.
✒: د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان وايي، هېواد یې په افغانستان کې یوازې یو ټولشموله حکومت په رسمیت پېژني او په تهران کې به د افغانستان سفارت هم یوه ټولشموله حکومت ته تسلیم کړي.
