مهم ترین های امروز دوشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د حاا د امير دفتر، مطبوعاتي څانګه: د حاا قدرمن امير نن له غرمې مخکې په څو جلا-جلا کتنو کې د ننګرهار ولايت له جيد ديني عالم مولوي عبدالسلام حقاني او ورسره مل-پلاوي، دغه راز د بغلان ولايت له مشهور فرهنګي شخصيت استاد سيد عمر اعزامي او د کابل ولايت له مشهور نظامي جنرال ښاغلي شعورګل خان سره وکتل.
په دغو کتنو کې د هېواد په موجوده سياسي وضعيت، فعلي پرمختګونو او ننګونو تفصيلې خبرې او بحثونه وشول.
✒: د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په مشرۍ افغان پلاوي اوسلو کې د امريکا، بریتانيا، ناروې، جرمني، ایټالیا، قطر، فرانسې او اروپايي ټولنې خاصو استازو سره کتلي دي.
بهرنیو چارو وزارت وایي، چې په دې لیدنه کې د اقتصاد، بشري مرستو، امنيت، د افغانستان بانک فعاليت، روغتیا او نورو اړوندو مسايلو په اړه بحثونه وشول.
✒: حامد کرزی رئیس جمهور پیشین افغانستان از نشست نمایندگان حکومت سرپرست و شماری از شخصیت های افغان و اعضای جامعه مدنی در اسلو پایتخت ناروی استقبال کرد.
در اعلامیه که از سوی دفتر مطبوعاتی رئیس جمهور پیشین افغانستان به نشر رسیده آمده است که حامد کرزی این نشست را یک گام مثبت برای بیرون رفت از مشکلات موجود دانسته و تفاهم بین الافغانی را که منتج به تمثیل اراده مردم افغانستان شود، یگانه راه رسیدن به صلح و ثبات در کشور میداند.
✒: د نیمروز ولایت سیمهییز چارواکي وايي، د کمال خان بند کاسه له پرانېستل کېدو لس میاشتې وروسته په لومړي ځل له اوبو ډکه شوه.
د دوی په وینا، د دې بند اوبه ګاونډیو هېوادونو ته نه بهېږي او هڅه کوي چې د نیمروز کرنیزو ځمکو ته اوبه ورسوي.
✒: د بلخ امنیې قومندانۍ ویاند محمد اصف وزیري وايي، تېر ماښام د مزارشریف ښار لسمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د وسلهوالو غلو او اسلامي امارت ځواکونو تر منځ د نښتې پر مهال د اسلامي امارت یو سرتېری وژل شوی او بل ټپي دی.
د وزیري په خبره، غلو غوښتل یو کرولا ډوله موټر وتښتوي، خو د اسلامي امارت ځواکونو لاس ته ولوېده.
✒: د افغانستان د معترضو مېرمنو استازې هدا خموش د ناروې په ناسته کې د وینا پر مهال چې یوه برخه یې پر فېسبوک هم خپره شوې، ویلي، افغان مېرمنې برابر حقونه غواړي. نوموړې همداراز له ټولو سیاسي اړخونه غوښتي چې د ستونزو د حل لپاره دې په یوې نوې لار نقشې د خبرو اترو له لارې جوړجاړی وکړي.
✒: د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د اسلو ګډې اعلامیې په اړه لیکلي، ګډونوالو په دې ناسته کې د هېواد په روان وضعیت خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او ټول به د هېواد سیاسي، اقتصادي او امنیتي ښېرازۍ لپاره په ګډه کار کوي.
د نوموړي په خپله ټویټر پاڼه زیاته کړې، د دې ناستې ټولو ګډونوالو د افغانستان د ټولو ستونزو یوازېنۍ حل لاره تفاهم او ګډه همکاري وبللـه او ټولو په یوه خوله دا ډول ناستې د هېواد په ګټه وبللې.
✒: خالد ځدراڼ د کابل امنیه قوماندانۍ د نوي ویاند په توګه ټاکل شوی دی.
شخصي رسنیو ته یوې سرچینې ویلي، چې د امنیه قوماندانۍ پخوانی ویاند جنرال مبین له دندې لرې شوی او پرځای یې ټولې چارې خالد ځدراڼ ته سپارل شوې دي.
✒: په داسې حال کې چې یو شمېر ناتایید شوي راپورونه وایي چې د رییس الوزرا مرستیال ملا برادر اخند او د دفاع وزارت سرپرست وزیر ملا یعقوب اخند روسیې ته تللي دي، باختر اژانس راپور ورکړی دی چې د دفاع وزارت سرپرست وزیر کندز ولایت ته د سفر په ترڅ کې له ۲۱۷ عمري قول اردو څخه لیدنه کړې ده.
✒: افغان لوبغاړو په دویمه لوبه کې نیدرلنډ ته په ماتې ورکولو سره نړیوال جام ته د لارموندنې سیالیو په جدول کې له هند هم مخکې شو او اووم مقام ته پورته شو. تر اوسه د دې سیالیو په جدول کې افغانستان د هند ترڅنګ پاکستان، سویلي افریقا، نیوزیلنډ، زمبابوې او نیدرلنډ شاته پرېښودل.
✒: طاهر خان: د پاکستان د کورنو چارو وزير شیخ رشید د سينټ غونډي ته ويلي افغان حکومت ورته ويلي چې پاکستاني طالبانو دوي سره په ګډه شل کلنه جګړه کړې او دوي به يې د پاکستان پولي څخه ليري انتقال او اباد کړي۔ ښاغلي رشيد وويل افغان طالبانو ورته دا هم ويلي دې چې پاکستاني طالبانو ته به افغان خاوره د استعمال اجازه ورنه کړي.هغه وويل اوس پاکستاني طالبانو سره مذاکرات نه کيږي۔"موږ طالبانو ته ويلي که څوک د ائين او قانون د لاندي واپس راتلل او پاکستان کې ژوند تيرول غواړي نو د هغوي خبره اوريدو ته تيار يو او که څوک سختي غوښتني کوي او د ټکر تګلاره څپلوي نو هغوي سره به ټکر وهل کيږي".
✒: رئیس جمهور بورکینافاسو توسط گروهی از نظامیان بازداشت شده است.
رئیس جمهور بورکینافاسو پس از شنیده شدن صدای تیراندازی در مراکز نظامی این کشور توسط گروهی از نظامیان بازداشت شده است.
✒: خطیبزاده: به دنبال یک توافق پایدار در وین هستیم.
خطیبزاده: توافق موقت در وین یا چیزهای شبیه این هیچگاه در دستورکار ما نبوده و ایران به دنبال توافق پایدار است.
✒: ناتو اعلام کرد که هواپیما و ناوهای جنگی بیشتری به کشورهای متحد در شرق اروپا اعزام خواهد کرد.
✒: انگلیس کارمندان سفارت خود را از اوکراین خارج میکند.
✒: اتحادیه اروپا: دیپلماتهایمان را از اوکراین خارج نمیکنیم.
✒: دفتر نخست وزیری انگلستان با انتشار اطلاعیهای اعلام کرد که، تحقیقات درباره ادعاهای مرتبط با علت برکناری نصرت غنی، وزیر مشاور سابق در امور حمل و نقل این کشور آغاز شده است.
در این اطلاعیه آمده است: نخست وزیر خواستار آغاز تحقیقات دولت درباره ادعاهای مطرح شده از سوی نصرت غنی نماینده پارلمان شده است.
نصرت غنی نیز با انتشار توئیتی در اینباره نوشت: تنها خواست من از نخست وزیر همانگونه که دیشب نیز به وی گفتم، جدیت در اینباره و تحقیق در این رابطه است. از تصمیم اتخاذ شده استقبال میکنم.
گفتنی است نصرت غنی، وزیر مشاور سابق در امور حمل و نقل هوایی و دریایی انگلستان پیشتر مدعی برکناری خود از این سمت تنها به دلیل مسلمان بودن شده بود.
✒: اوکراین: از پیشنهاد میانجیگری ترکیه استقبال میکنیم.
سفیر اوکراین در آنکارا اعلام کرد که از پیشنهاد ترکیه برای میانجیگری در بحران میان کییف و مسکو استقبال میکنند.
✒: د متحده عربي اماراتو د دفاع وزارت وایي چې تازه حوثي یاغیانو پر ابوظبي د بالستیک توغندیو د برید هڅه وکړه، خو دوی بریالي شول چې دغه برید شنډ کړي.
✒: د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په یوه تلویزیوني وینا کې ویلي، چې مخالف ګوندونه یې له رامنځ ته شوي وضعیت دده پر ضد استفاده کوي او هڅه کوي دی له واک لرې کړي. خو مخالف ګوندونه یې دی د پاکستان د اوسني وضعیت مسوول بولي.
✒: د امریکا بهرنیو چارو وزارت په اوکراین کې خپلو ډيپلوماټانو ته له یاد هېواد څخه د وتلو امر کړی دی. په ورته وخت کې سپینې ماڼې ویلي چې دوی په شرقي اروپا کې د نظامي حضور د پیاوړتیا په هڅه کې دي څو وکولی شي پر اوکراین د روسیې د ممکنه برید مخنیوی وکړي.
✒: رسانههای روسی به نقل از ضمیر کابلوف، نماینده ویژه روسیه برای افغانستان گزارش کرده اند که مسکو برنامهیی برای میزبانی از نمایندهگان امارت اسلامی و توماس وست، نماینده ویژه امریکا برای افغانستان، پس از گفتوگوهای اسلو ندارد.
✒: د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي ټوماس ویسټ په ناروې کې د افغان شخصیتونو او د ا.ا. ترمنځ د خبرو هرکلی وکړ او د دغو خبرو د کوربتوب لپاره یې له ناروې هیواد څخه مننه وکړه.
ویسټ وایي چې امريکا او متحدين يې په ګډه په افغانستان کې د بشري بحران د مخنيوي لپاره هڅې کوي او په ټول شموله افغانستان کې د خپلو تل پاتې ګټو په اړه خپلې ډیپلوماسۍ ته دوام ورکوي.
✒: د بشري حقونو،افغان ښځو او نجونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د ناروې ناسته په افغانستان کې د بشري حقونو په تېره د مېرمنو او نجونو په حقونو باندې د خبرو لپاره ښه فرصت بللی.
نوموړې وايي، د ا.ا او د ښځینه فعالانو اومدني ټولنو ترمنځ ورته ناستې دې په افغانستان کې د ننه وشي.
✒: د بښنې نړیوال سازمان له اسلامي امارت غوښتي چې د ښوونځیو دروازې د نجونو پر مخ پرانیزي.
یاد سازمان همداراز وايي، چې افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د ثانوي دورې له تړل کېدو ۱۲۹ ورځې تیريږي او په وینا یې په کار ده چې اسلامي امارت ژر تر ژره نجونو ته، ښوونځیو ته د تګ اجازه ورکړي.
✒: عایشې ملک د پاکستان د سترې محکمې د لومړۍ ښځینه قاضي په توګه لوړه وکړه.
نوموړې پخوا د لاهور په محکمه کې قاضۍ وه، چې د پاکستان ستره محکمه کې یې دا ټاکنه تاريخ کې بې مخينه بلل کېږي.
