ورور حکمتيار د هېواد له علماؤ، فرهنگي او نظامي شخصيتونو سره وليدل
دوشنبه؛ د ۱۴۰۰ھش کال د دلوې ۴مه:
د حزب اسلامي افغانستان قدرمن امير نن له غرمې مخکې په څو جلا-جلا کتنو کې د ننګرهار ولايت له جيد ديني عالم مولوي عبدالسلام حقاني او ورسره مل-پلاوي، دغه راز د بغلان ولايت له مشهور فرهنګي شخصيت استاد سيد عمر اعزامي او د کابل ولايت له مشهور نظامي جنرال ښاغلي شعورګل خان سره وکتل.
په دغو کتنو کې د هېواد په موجوده سياسي وضعيت، فعلي پرمختګونو او ننګونو تفصيلې خبرې او بحثونه وشول.
ښاغلي حکمتيار د اوسني وضعيت په اړه وويل:
که څه هم اندېښنې شته، مات شوی دښمن بياځل په تياريو بوخت دی، غواړي ستونزې راوټوکوي، د همدې له پاره يې د غربي رسنيو پر مټ پراخ منفي تبليغات پيل کړي او هڅه کوي چې نړيوالو ته وضعيت غيرنورمال وښيي، د إقتصادي حصار کړۍ ورځ تر بلې راتنګېږي، او...
له دې ننګوونکي وضعيت د وتو له پاره مو ټولو ورونو ته مشوره او سپارښتنه داده چې له دولت سره ټينګه رابطه ولري او راتلونکو خطراتو ته يې متوجې کړي.
نوموړي همدا راز وويل:
دولت ته هم په کار دي چې د وضعيت د بهبود له پاره ټول اسلامخوښي او ذيدخل جهتونه په يو صف کې راغونډ کړي، د سياسي قضاياءو په رابطه ورسره مشورې وکړي، هغوی ته غوږ ونيسي او د همغو مشورو په رڼا کې د هېواد او نړۍ په کچه خپل سياسي خطو سير معلوم کړي.
د حزب اسلامي افغانستان قدرمن امير وويل: لوی لوی آرمانونه مو ترسره شوي، امريکايان مات شول، هغه چې دلته يې د راتلو پر وخت چا د ماتې تصور هم نهشو کولای. له دې فرصت بايد أعظمي إستفاده وشي اود تېرو ناکامو تجربو د تکرار پلمې حتیّ الامکان بايد منتفي شي.
د نوموړي پر وينا؛ د فعلي تجربې ناکامي د ټولو اسلامپالو ناکامي ده، خدای مه کړه! که دا تجربه ناکامه شوه، بياځلې يې د تکرار فرصت نه شو موندلی، د همدې له پاره حکومت ته ضرور ده چې يوه داسې باوري او اصلاحي مرجع رامنځ ته کړي چې د ستونزو، خرابيو او تېروتنو پر وخت رجوع ورته اسانه وي او د اصلاح له پاره پر وخت او عملي ګامونه واخلي.
د حزب اسلامي افغانستان د امير دفتر، مطبوعاتي څانګه.
