د لوګر مرکز پل علم ښار کې ولایت مقام ته نږدې یوه درنه چاودنه وشوه
د لوګر مرکز پل علم ښار کې ولایت مقام ته نږدې یوه درنه چاودنه وشوه د لوګر امنیه قوماندانۍ وایي، نن ماښام اووه نیمې بجې د لوګر مرکز پل علم ښار په ښاروال څلور لارې کې هغه وخت چاودنه وشوه چي امنیتي ځواکونه د ښار د امنیت پر ټینګښت بوخت و، د قومندانۍ ویاند زیاتوي چې تر اوسه د چاودنې نوعیت چې موټر بم دی که پلی ځانمرګی، معلوم نه دی. سرچینې وایي چې د چاودنې له کبله ۴۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او یو سیمه ییز خبریال هم ټپي شوی دی
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
