No-IMG

مهم ترین های امروز یکشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: مرکزي بانک: ‏۱۴۰۰ د سلواغې ۳ مه-  افغانستان ته د بشري مرستو په لړ کې د ۳۲ میلیونه امریکایي ډالرو نغدي مرسته نن کابل ته را ورسېده.

د افغانستان بانک چې د هېواد د بانکي نظام څارونکی او مرکزي بانک دی د کابل له هوایي ډګره تر د افغانستان نړیوال بانک پورې د یادو نغدو پیسو د لېږد چارې تر سره کړې.

‏د افغانستان بانک د هر هغه خوځښت او ګام څخه چې هېواد ته د اسعارو د راتګ او د ټولنې له اړمنو کسانو سره د مرستې لامل کېږي، ستاینه کوي او په دې برخه کې تل خپلې هڅی جاري ساتلې دي.

: ‏د افغانستان په اړه د اوسلو ناسته پیل شوې ده.

دا ناسته د اوسلو په یوه مشهور هوټل «سوریا موریا» کې همدا ګړۍ روانه ده.

د امیرخان متقي په مشرۍ د اسلامي امارت پلاوی، یو شمېر افغان سیاستوال، مدني فعالان او د امریکا او اروپا استازي په دې ناسته کې ګډون لري.

: ‏د افغانستان تر ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې په نړیوال جام کې تېر ماښام زیمبابوې ته د ۱۰۹ منډو په توپیر ماته ورکړه او په دې سره یې د روانو لوبو کوارټر فاینل یا منځلوبو ته لار ومونده.

افغانستان په روانو سیالیو کې دوې لوبې ګټلې، یوه یې بایللې، بله لوبه د پنجشنبې په ورځ له سریلانکا سره ده.

: ‏د سالنگ لویه لار چې د سختو واورو د ورېدو له کبله بنده شوې وه، بېرته د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه.

د سالنګونو د ساتنې او څارنې مسول عبیدالله عبید وايي، د سالنګ لویې لارې د خلاصولو پر مهال یې ګڼ هغه مسافر هم ژغورلي چې ددې لارې په اوږدو کې بند پاتې وو.

: ‏د سوداګرۍ او پانګه‌ونې خونه وايي، دمګړۍ یوازې چین ته هوايي دهلیز فعال دی چې تر دې مهاله شاوخوا ۱۵۰۰ ټنه جلغوزي له همدې لارې دې هېواد ته لېږدول شوي.

: ‏په هرات کې یوې چاودنې اووه کسه وژلي دي. د راپورونو له مخې تېره ورځ ماښام مهال په هرات ښار کې پر یوه ټونس ډوله موټر چاودنه شوې چې له امله یې اووه کسه وژل شوي دي. په وژل شوو کې څلور یې ښځې دي.

: ‏اوکراین ته د امریکا د نظامي مرستو لړۍ پيل شوه. د راپورونو له مخې امریکا د ۲۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت ۹۰ ټنه وسلې او مهمات اوکراین ته لېږلي او وایي دا د جګړې په لومړۍ کرښه کې پرتو عسکرو ته ورکول کېږي.

: ‏په شل کلن ماموریت کې افغانستان ته تللي هېوادونه باید د بشري ناورین په ختمولو کې مرسته وکړي. د برېټانیا پخواني لومړي وزیر ګورډن براون یو لوی کمپاین پیل کړی او غواړي چې د افغانستان لپاره پراخې بشردوستانه مرستې راټولې کړي.

: ‏د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې بهرنیو رسنیو ته ویلي چې ناروې په پلازمینه اوسلو کې به له افغان لوري سره مذاکرات کېږي چې په دې کې د فرانسې، برېټانیا، اروپايي ټولنې، جرمني، ایټالیا او امریکا استازي هم ګډون کوي.

: ‏بزنیس انسایډر راپور ورکړی دی چې تر  اوسه پورې ۴۰ امریکایي قانون جوړونکو په افغانستان کې د بشري او اقتصادي بحران د مخنیوي لپاره له بایډن څخه د دغه هېواد د مالي شتمنۍ د ازادېدو غوښتنه کړې ده خو بایډن تر اوسه پورې په دې برخه کې عملي اقدام نه دی کړی.

: ‏بریتانیا پر روسیې تور پورې کړی دی او ویلي یې دي چې کرملین غواړي په اوکراین کې خپل پلویان واک ته ورسوي. بریتانیا ټینګار کړی دی چې پر اوکراین د روسیې د برید احتمال لرې نه دی.

: ‏د بریتانیا د لومړي وزیر مرستیال ډومنیک راب ویلي چې دوی به له اوکراین سره اوږه په اوږه ولاړ وي خو دغه هېواد ته د پوځیانو د استولو پرېکړه له امکانه لرې ده.

: ‏د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د نیوزیلنډ لومړۍ وزیرې جاسینډا ارډرن په خپل هېواد کې د کرونا نوې بڼې «اومېکرون» د خپرېدو له کبله د خپل واده مراسم لغوه کړل.

: ‏د ټایمز‌اف‌انډیا ورځپاڼې خبر ورکړی، چې هند او پاکستان، افغانستان ته د واګه بندر لارې د ۵۰ زره ټنه غنمو د لېږدولو پر سر هوکړې ته رسیدلي دي.

دغه هندي رسنۍ وايي، په پام کې ده، د مرسته شویو غنمو لومړۍ جوپه د راتلونکې میلادي میاشتې په دوهمه اوونۍ کې افغانستان ته انتقال شي.

: ‏ایران افغانستان ته د ۳ میاشتو لپاره د تیلو او ګازو د صادرېدو اعلان وکړ.

د افغانستان لپاره د ايران د ولسمشر ځانګړي استازي کاظمي قمي ويلي، چې هېواد یې له خپل قلمرو څخه د افغان ګازو او نفتو د ترانزیت درې مياشتينۍ اجازه ورکړې ده.

: ‏د متحده عربي اماراتو حکومت په دغه هېواد کې د بې پیلوټه الوتکو پر الوت بندیز ولګاوه.

دا بندیز د  متحده عربي اماراتو په نفتي تأسیساتو او هوايي ډګر د یمن د حوثي جګړه مارو تر بریدونو وروسته لګول شوی دی.

: ‏کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمدخان د ایران له سفیر بهادر امینیان سره لیدلي دي.

په دې لیدنه کې دواړو خواوو په افغانستان کې د دایمي ثبات لپاره په سیمه ییز اتصال او اقتصادي همکاریو ټینګار کړی دی.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک