مهم ترین های امروز شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په مشرۍ د اسلامي امارت پلاوی د اوسلو په ناسته کې د ګډون په هدف نن په یوه رسمي سفر ناروې ته روان شو.
✒: د فاریاب د دولت آباد ولسوالۍ په جنګل سیمه کې په یوه ترافیکي پېښه کې د دغه ولایت د احصائیې د رئیس په ګډون پنځه تنه وژل شوي او نهه نور ټپیان شوي دي.
عیني شاهدانو ویلي چې دا پېښه د یوه کرولا ډوله او یوه فیلډر موټر د ټکر له امله را منځته شوې ده.
✒: د هرات ـ بادغیس لویه لار د ډېرو واورو د ورېدو له کبله د سبزک په کوتل کې د ترافیکو پر مخ تړل شوې او د ملکي خلکو لس سراچه ډول موټر په واورو کې بند پاتې دي.
د بادغیس د فواید عامې ریاست د مسافرو د ژغورلو لپاره د هوايي ځواکونو مرسته غوښتې ده.
✒: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې ادارې یا اوچا ویلي، د دوی موندنې ښيي، چې د بادغیس په قادس ولسوالۍ کې د څو ورځې وړاندې زلزلې له کبله شاوخوا ۱۰۰۰ کورونه ویجاړ او یا هم زیانمن شوي دي.
یاد دفتر وایي، زلزلې د اوبو سرچینو ته هم زیان اړولی دی.
✒: کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یوناما د ښځو حقونو د دوو فعالانو تمنا زریاب پریاني او پروانې ابراهیم خېل پر تري تم کېدو اندېښنه ښودلې او له اسلامي امارت یې غوښتي چې د دغو دوو مېرمنو د ځای ځایګي په اړه معلومات ورکړي.
اسلامي امارت د تمنازریاب نیول کېدل رد کړي دي.
✒: د کابل ـ جلال اباد لویه لار بېرته د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه.
د لغمان د ترافیکو مدیر مولوي حبیب الله مبارز وايي، د کابل ـ جلال اباد لویه لار چې تېره شپه په سروبي ولسوالۍ کې د غرښویېدنې له کبله تړل شوې وه، د اړوندو ادارو په هڅو نن بېرته د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه.
✒: وزارت دولت در امور رسیدگی به حوادث میگوید که در نتیجه سیلابها و زمین لرزه از ۱۳ جدی تا اکنون در بیش از ده ولایت کشور، ۳۸ تن جانه باختهاند و ۵۴ تن دیگر زخم برداشتهاند. این وزارت میافزاید آنان برای خانوادههای جان باختهگان ۵۰ هزار و برای زخمیان ۲۵ هزار افغانی کمک کرده است.
✒: د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پرون په خپله لومړۍ پنځوس اوریزه لوبه کې د هالنډ لوبډلې ته په ۳۶ منډو ماتې ورکړه. د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې دغه لوبې په قطر کې روانې دي او د افغانستان او هالنډ لوبډلې به دوه نورې لوبې هم وکړي.
✒: د کورنیو چارو وزارت وایي چې د تېر حکومت تر سقوط وروسته په کابل او هغو ولایتونو کې چې امنیتي کمرې غیر فعالې شوې وې اوس بېرته فعالې شوې دي.
✒: د سالنګ لویه لار د سختو ورښتونو له امله د تګ راتګ پرمخ تړل شوې ده. د سالنګونو د ساتنې او مراقبت مسوولینو ویلي چې په شمالي سالنګ کې د سخت توپان او په جنوبي سالنګ کې د سختو ورښتونو له امله له تېرې شپې راهیسې دغه لویه لار د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.
✒: یو سند چي تازه په ټولنیزو رسنیو کي خپور شوی د ملي مصالحې عالي شورا د آشپزخانې د دوه میاشتو د سبزۍ قرارداد دی. دې قرارداد کې ښکاري چې یوازې د دوومیاشو په موده کې دغې ادارې د دوه میلیونه، درې سوه اته اتیا زره او نه سوه شپیته افغانيو( ۲۳۸۸۹۶۰) سبزي قرارداد کړی دی.
✒: کمیته حمایت از خبرنگاران فلسطینی طی بیانیهای اعلام کرد که 17 تن از روزنامهنگاران فلسطینی در زندانهای اسرائیل اسیر هستند.
در این بیانیه همچنین آمده است: بازداشت روزنامهنگاران، به تعویق انداختن جلسه دادگاه و نگه داشتن آنها در بازداشتگاهها قابل قبول نیست. همچنین نیروهای اشغالگر هنگام بازداشت فلسطینیان قوانین بین المللی و حقوق بشر را نقض میکنند.
نظامیان اسرائیل همه روزه به بهانههای مختلف به خانههای فلسطینیان در قدس اشغالی و کرانه باختری یورش برده و آنان را بازداشت میکنند.
✒: لسګونه امریکایي ډموکراټ سناتورانو د دغه هېواد ولسمشر جوبایدن ته د یوه لیک په استولو سره یو ځل بیا له هغه غوښتي چې افغانستان کې د بشري او اقتصادي ناورین د مخنیوي لپاه د افغانستان د کنګل شوېو پیسو ډېره برخه خوشې کړي.
✒: هند وايي راتلونکې میاشت ښایي افغانستان ته د پاکستان له لارې د هندي غنمو لېږدول پيل شي. هندي چارواکو ویلي، هند افغانستان ته له ژمنې سره سم پنځوس زره ټنه غنم لېږي خو له میاشتو راهیسې دغه غنم د پاکستاني حکومت له لوري درول شوي او د تېرېدو اجازه نه ورکوي.
✒: امریکا په یمن کې د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه کړې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د حوثي یاغیانو او سعودي په مشرۍ ایتلاف ترمنځ وروستۍ نښتې د جدي اندېښنې وړ دي.
✒: د ناروې د وسله والو ځواکونو قومندان جنرال ایریک کریسټوفرسن وایي چې افغانان د ښه ژوند حق لري او هغوی د دې وړ دي چې له هره اړخه پرمختللی ژوند وکړي.
✒: د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد په ستر ښار بمبئ کې په یوه اورلګېدنه کې ۲۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د هندو ورځپاڼې راپور ورکړی دی چې دا پېښه د بمبئ په مرکز تاردیو سیمه کې رامنځته شوې ده چې په نتیجه کې یې اووه کسان مړه او ۱۵ نور ټپيان شوي دي.
✒: د سعودي عربستان دولتي ټلویزیون هغه راپورونه رد کړي دي چې ویل کېدل د سعودي په مشرۍ ایتلاف په یمن کې د صعده ښار پر مرکزي زندان برید کړی دی. راپورونه وایي چې په دې برید کې ۷۰ کسان وژل شوي او ۱۳۸ نور ټپيان شوي دي.
✒: اسټرالیا د ۴ کلونو په موده کې پنځلس زره افغانانو ته په دې هېواد کې د مېشت کېدو ویزې ورکوي.
اسټرالیايي چارواکي وايي، دا ویزې د اقلیتونو اړوند کسانو، هغو ښځو او نجونو ته چې له خطر سره مخ دي او دغه راز هغو کسانو ته چې له اسټرالیايي ځواکونو سره یې په افغانستان کې کار کړی، ورکول کیږي.
