مهم ترین های امروز پنجشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: طالبانو ویلي چې نن یې په زابل کې ۲۰، په فراه کې ۱۷، نیمروز کې ۷، هرات کې شل او په غور ولایت کې ۱۲ تنه حکومتي زندانیان خوشي کړي دي. د یادې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې دوی نن د ټولو حکومتي زندانیانو په خوشې کولو سره د زندانیانو د خلاصون پروسه بشپړه کړې ده.
✒: بررسیهای لوی سارنوالی دربارۀ پروندۀ حاجی رسا هنوز تکمیل نشدهاست.
با گذشت بیشتر از یکسال از متهمشدن حاجی رسا یکی از پیمانکاران پیشین وزارت داخله، به اختلاس میلیونی درپیمانهای گوشت این وزارت هنوز لوی سارنوالی بررسیهایش را دربارۀ پروندۀ او کامل نکرده.
✒: وزارت صحت میگوید که در ۲۴ساعت گذشته ۶۵ رویداد تازۀ مثبت ویروس کرونا در کشور، ثبت شدهاند. با ثبت این رویدادها، شمار مجموعی بیماران کوویدنزده در افغانستان به۳۶۵۳۸ تن رسید.
در یکشبانه روز گذشته، ۱۰ بیمار جان باخته و ۱۵۵ بیمار دیگر بهبود یافتهاند.
✒: تفنگداران ناشناس برادر رییس معارف ولایت کاپیسا را تیرباران کردند.
منابع امنیتی در کاپیسا میگویند که جسد بیجان فهیم شب گذشته از روستای کیشِکتان ولسوالی حصه دوم این ولایت پیدا شد که در آن نشانههای از شلیک گلوله دیده میشود.
فهیم ۲۳ ساله بود و تا هنوز انگیزۀ قتل او روشن نیست.
✒: شرکت برشنا میگوید که در نتیجه درگیریها دو لین برق وارداتی در مسیر سمنگان - بغلان، قطع شدهاند.
این شرکت میافزاید که تیمهای تخنیکی برشنا آماده هستند که "با عادی شدن وضعیت، لینهای قطع شده را دوباره وصل کنند."
شرکت برشنا ناوقت عصر امروز اعلان کرد که تیم تخنیکی به ساحه رسیده است تا لین های قطع شده را به زود ترین فرصت ترمیم و وصل نمایند.
✒: رییس جمهور غنی با زلمی خلیلزاد نماینده ویژه امریکا برای صلح افغانستان دیدار کرد.
درخبرنامه ریاست جمهوری آمده است که دراین دیدار در باره کار روی تمدید آتش بس و یا کاهش خشونت، آغاز مذاکرات مستقیم میان دولت جمهوری اسلامی افغانستان وطالبان وتبادله زندانیان، بحث شد.
✒: عبدالله عبدالله، رییس شورای عالی مصالحه ملی با زلمی خلیلزاد، نمایندهی ویژه امریکا برای صلح افغانستان دیدار کرد.
درخبرنامه دفتر آقای عبدالله آمدهاست که دراین نشست دو طرف درباره نهایی سازی تبادله زندانیان، کاهش خشونتها، آغاز و ادامه مذاکرات بینالافغانی و آتش بس بحث کردند.
✒: د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله د اختر په مناسبت د شوي درې ورځني اوربند هرکلی کړی دی او زیاته کړې یې ده چې افغانان تر بل هر وخت ډېر د سولې خبرو لومړني پړاو ته نږدې شوي او دوی هڅه کوي د سولې خبرو پر وړاندې پرتې ستونزې ژر تر ژره حل کړي.
✒: د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي چې د تل پاتې سولې ټینګښت لپاره کوښښونه په پوره شدت سره روان دي.د کرزي له مطبوعاتي دفتره د اختر مبارکي په مناسبت خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، وروستیو کې عمداً د سولې پروسې پر وړاندې خنډونه جوړېږي خو دغه منفي هڅې ناکامه دي او سوله به هرو مرو راځي.
✒: د ایران سفیر بهادر امینیان ویلي پنځه کمېټې د افغانستان-ایران د همکاریو د سند پر جوړېدو او تیارولو بحث کوي. د ده په خبره درې کمېټې د اوبو او فرهنګي همکاریو پر څپرکي کار کوي. نوموړی وایي ددې تر څنګ په دې سند کې پر اقتصادي، سیاسي، ترانزیتي، امنیتي او دفاعي مسایلو هم بحثونه کېږي.
✒: یوې استرالیايي رسنۍ په افغانستان کې د مېشتو استرالیايي ځواکونو له لوړپوړو چارواکو سره خبرې کړې دي او د افغانستان د وضعیت په اړه یې نظر ترې غوښتی. دوی ویلي خوښ دي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې پيلېدونکې دي او اوربند رامنځ ته شوی دی.
✒: یوه نوې څېړنه ښيي چې له لسیزو راهیسې په اسمان څکالو کې انسان ته لېږدېدونکی کرونا وېروس موجود و. په نیچر ماکروبیولوژي مجله کې خپره شوې څېړنه کې ویل شوي، کرونا ته ورته وېروسونه په اسمان څکالو کې ۴۰ او ۷۰ کاله پخوا موجود و.
✒: امریکایي استخباراتو په پټه روسیې ته له طالبانو د ملاتړ په تړاو خبرداری ورکړی دی. یو شمېر بهرنۍ رسنۍ لیکي سره له دې چې ټرمپ د روسیې له لوري طالبانو ته د انعام ورکولو پر مسئله ځان ناخبره ښيي خو د امریکا استخباراتي ادارو په پټه روسیې ته پر همدې مسئله خبرداری ورکړی دی.
✒: پاکستان کې د دوه تابیعته چارواکو پر ضد ټولنیزو رسنیو کې، تر تاوده کمپاین وروسته د لومړي وزیر عمران خان دوه تنه دوه تابیعته ستر سلاکاران دندې پریښودو ته اړ شول،پاکستان کې پر دوه تابیعته چارواکو تور دی چې یوازې حکومتي شتمنۍ لوټ کوي او له پاکستان خپل دویم هیواد ته تورې پیسې لیږدوي.
✒: د امریکا په تګزاس ایالت کې د طبعي ګازو په تاسیساتو کې درنې چاودنې شوې دي. د رسنیو د راپورونو له مخې پېښه د تګزاس ایالت په مونت بلویو ښار کې شوې ده. راپورونه وایي چې لومړی درنې چاودنې شوې دي او تر هغه وروسته اورلګېدنه رامنځ ته شوې ده چې ښایي درانه تلفات یې اړولي وي.
✒: ټرمپ له المان د سرتېرو د ایستلو په تړاو له خپلې پرېکړې دفاع کړې ده. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي المان هر کال میلیاردونه ډالر د انرژۍ د تامین لپاره روسیې ته ورکوي نو امریکا یې ولې امنیت ونیسي.
✒: په امریکا کې ۳۰ میلیونه وګړي د خوړو له کمښت سره مخ دي. بلومبرګ نشریه د امریکايي ادارو له قوله وایي چې تازه په امریکا کې د خوړو د وضعیت په اړه نظرپوښتنه شوې ده. په دې نظرپوښتنه کې له ۲۴۹ میلیونه کسانو سره خبرې شوې او له دې ډلې ۳۰ میلیونه وګړو ویلي چې کافي خواړه نه لري.
✒: امریکايي سناتوره الزابټ وارن وایي، ټرمپ ته د امریکایانو تر ژوند د روسیې ګټې مهمې دي. هغې ویلي، استخباراتو راپور ورکړی چې روسیې په افغانستان کې د امریکایي وګړو د وژنې پر سر طالبانو ته پیسې ورکړې خو ټرمپ ته دا موضوع دومره بې ارزښته ده چې حتی په دې اړه له پوتین سره خبرې لا نه کوي.
✒: پاکستان د هند له لوري له فرانسې څخه د نظامي تجهیزاتو پر اخیستو اندېښنه څرګنده کړې ده. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې عایشې فاروقي ویلي، د هند له لوري د نظامي تجهیزاتو پېرلو سیالي به سیمه نوره هم ناکراره کړي.
✒: د ایران په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي براین هوک ویلي، ایران هڅه کوي یمن د تل لپاره د جګړې په اور کې وسوځي. هغه زیاته کړې، پر ایران د اروپایي ټولنې لګول شوي بندیزونه چې په ۲۰۲۳ کال کې ختمېږي کافي نه دي او په خبره یې، غوره ده چې بندیزونه تمدید او لا سخت کړل شي.
✒: راس ویلسن، شارژدافیر سفارت امریکا در کابل به مناسبت روز جهانی مبارزه با قاچاق انسان، از حکومت افغانستان خواسته است که به پدیدهی بچه بازی و کار اجباری به ویژه کودکان پایان دهد و عاملان آنرا حسابده قرار داده و یک "میکانیزم" نیرومند را برای پشتیبانی از قربانیان قاچاق ایجاد کند.
✒: سايه افغانستان بر امريكا افتاد!
ترامپ گفته است كه انتخابات با تقلب به همراه خواهد بود و اين تقلب سبب خجالت خواهد شد و بايد انتخابات به تعويق افتد.
✒: مقامهای امریکایی روز چهارشنبه گفتهاند که این کشور ۱۲ هزار نیروی نظامی خود را از آلمان بهدستور رییسجمهور ترمپ، بیرون میکند.
مقامهای امریکایی افزودهاند که قرار است که این نیروها در بلجیم، جا بهجا شوند.
✒: وانگ یو، سفیر چین در کابل در پیامی در صحفۀ تویترش نگاشتهاست که او در چهارمین نشست مقامهای بلندپایه در کابل گفتگو کرد و افزود که چین با همکاران بینالمللی از بهر مبارزه با ویروس کرونا آمادهاست و از جامعۀ جهانی خواست که از افغانستان در روند صلح و مصالحه، پیشتیبانی کنند.
✒: دانلد ترمپ، رییسجمهور امریکا در گفتگوهای با وبسایت خبری "آکسیوس" گفتهاست که برای او دربارۀ انعام روسیه به طالبان دربارۀ کشتن نظامیان امریکایی در افغانستان، چیزی گفته نشده بود، زیرا سازمان استخباراتی این کشور فکر نمیکرد که این "اطلاعات، واقعی باشد."
ترمپ افزود: "هیچ روی میز من نرسید." او افزودهاست که از همینرو، این موضوع را با ولادیمیر پوتین، رییسجمهور روسیه، در میان نگذاشتهاست.
✒: نړۍ کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر له ۱۷ میلیونو واوښت.
د جان هاپکنس پوهنتون د شمېرو له مخې تر اوسه د کوویډ۱۹ ناروغۍ له کبله ټوله نړۍ کې ۶۷۷زره او ۲۱۸ کسان مړه شوي هم دي.
