مهم ترین های امروز چهارشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: در اوج خشونتها در افغانستان و اعلام آتش بس از سوی طالبان در سه روز عید زلمی خلیلزاد، نمایندۀ ویژه امریکا برای صلح افغانستان روزچهارشنبه (۸اسد) به کابل آمد و با مقامهای حکومت افغانستان نیز دیدارهایی داشته است.
شورای عالی مصالحه ملی میگوید که هدف از این سفر خلیلزاد، آماده گیها برای گفتوگوهای میان افغانان، چگونگی رهایی زندانیان طالبان و جستوجوی راهها برای عملی شدن توافقنامه صلح میان امریکا و طالبان از هدفهای مهم این سفر آقای خلیلزاد به کابل گفته شده است.
✒: محمدآگل مجاهد، رییس محبس کندهار جان باخت. او دریک حملهیی مسلحانه نزدیک به یک ونیم ماه پیش در شهر کندهار، زخمی شده بود و در شفاخانه زیر درمان بود.
او روز گذشته، در نتیجۀ شدت زخمها، جان باخت.
✒: د ارزګان والي ویاند، زړګی عبادي وايي نن له غرمې مخکې د ارزګان د مرکز ترينکوټ ښار په "نيچين" سيمه کي د افغان ځواکونو پر موټر د سړک غاړي ماين چاودنه شوې او په ترڅ کې یې ۳ سرتېرو ژوند بایللی او یو تن ټپي شوی دی.
✒: وزارت صحت میگوید که در ۲۴ساعت گذشته ۱۰۵رویداد تازۀ مثبت ویروس کرونا در کشور ثبت شدهاند. با ثبت این رویدادها، شمار مجموعی بیماران کوویدنزده در افغانستان به۳۶۴۷۳ تن رسید.
در یکشبانه روز گذشته، یک بیمار جان باخته و ۳۱ بیمار دیگر بهبود یافتهاند.
✒: نمایندهگی اتحادیه اروپا در افغانستان اعلام آتشبس سه روزه از سوی طالبان و حکومت را فرصتی نه تنها برای کاهش خشونتها بل برای آغاز گفتگوهای میان افغانان گفتهاست.
این نهاد افزودهاست که "دو طرف باید نماد معنی دار را به یک فرصت تاریخی مبدل کنند."
✒: دفتر هیات معاونت سازمان ملل در افغانستان (یوناما) از اعلام آتشبس سه روزه از سوی طالبان و حکومت افغانستان، استقبال کرده و گفتهاست که رهایی زندانیان و کاهش در خشونتها راه را برای آغاز گفتگوهای میان افغان ها باز خواهند کرد.
✒: د افغانستان بانک ته د یو مجرم ورتګ د خلکو له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دی. عبدالغفار داوي چې د کابل بانک پوروړی و او په نهه کاله بند محکوم شوی و د افغانستان بانک له سرپرست اجمل احمدي سره یې په یاد بانک کې لیده کاته کړي دي.
✒: د افغانستان اهل هنود او سیک وګړي وایي چې له افغانستان څخه له وتو پرته بله چاره نه لري. دوی وایي چې ولسمشر غني ورسره ګڼې ژمنې وکړې خو یوه یې هم عملي نه کړه. هغوی زیاته کړې، هېواد ورته سور اور ګرځېدلی دی او غوره ګڼي چې له افغانستانه ووځي.
✒: بهرنیو چارو وزارت وایي چې د ترکیې په وان سیند کې د ډوبې شوې کښتۍ پېښې د ۱۷ قربانیانو جسدونه کابل ته راوړل شوي.ګران هېواد وایي،۶ نور جسدونه به نن او شپږ هغه به سبا کابل ته را ولېږدول شي.د هېواد په خبره،د ۵ قربانیانو مړي د هغوی د کورنیو په غوښتنه په ترکیه کې خاورو ته سپارل شوي دي.
✒: د روغتیا وزارت سرپرست احمد جواد عثماني وایي چې په افغانستان او نړۍ کې د کرونا وبا پراختیا ګواښ لا هم موجود دی نو اړینه ده چې خلک روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.
✒: د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او پخواني ولسمشر حامد کرزي هم،د ځانګړو اعلامیو په خپرولو سره د طالبانو له لوري د اوربند اعلانیدو هرکلی کړی دی. د طالبانو دغه اقدام یې د سولې او په ځانګړې توګه د بین الافغاني مذاکراتو پیلیدو لپاره یو غوره ګام بللی دی.
✒: پاکستان وایي له افغانستان سره به د سوداګرۍ په برخه کې لا ډېرې اسانتیاوې رامنځ ته شي. د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي دمګړی په پنځو بندرونو کې له افغانستان سره تګ راتګ پيل شوی دی او سوداګري پرې روانه ده.
✒: . د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې په تهران کې د افغانستان سفیر د ایران د کورنیو چارو وزارت له چارواکو سره لیدلي دي. په دې لیدنه کې دواړو لورو پر دې بحثونه کړي چې د توافقاتو پر بنسټ باید په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو د ثبت او راجستر پروسه پيل شي.
✒: د امریکا او روسیې ترمنځ د اټومي وسلو د کنټرول په تړاو درې ورځنۍ خبرې پيل شوې دي. د راپورونو له مخې د دواړو هېوادونو استازي به پر هغه تړون بحثونه کوي چې په ۲۰۱۰ز کال کې یې لاسلیک کړی دی.
✒: د امریکا ان پي آر راډیو په یوه تبصره کې پر افغان ولسمشر غني انتقاد کړی او ویلي یې چې افغانستان کې د زرګونه بې ګناه انسانانو یو قاتل او پر یوه سپین ږیري جنسي تیری کوونکی جنرال دوستم ددې پر ځای چې محاکمه او زندان ته تللی وی ولې مارشالي ورکړل شوې ده.
✒: هندوستاني پوځ ویلي چې له فرانسې څخه اخیستل شوې پنځه رافیل جنګي الوتکې نوي ډیلي ته رسېدلې دي. د پوځ په وینا، دا الوتکې د هند او فرانسې ترمنځ د ۳۶ جنګي الوتکو د هغه قرارداد برخه ده چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شوی دی.
✒: د خیبرپښتونخوا په باجوړ ایجنسۍ کې د یو برید پر مهال دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي او دوه نور سخت ټپیان دي. د ځایي پولیسو مشر ویلي چې دا برید هغه مهال شوی دی چې پوځیان په یاده سیمه کې په ګزمه بوخت وو.
✒: ټرمپ: افغانستان له شوروي؛
روسیه جوړه کړه ښه ده چې بیا ځان دخیل نه کړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه تازه مرکه کې ویلي، ده هیڅکله له خپل روسي سیال سره د نیویارک ټایمز د هغې ادعا په اړه خبرې نه دي کړې چې ویلي یې وو روسیې په افغانستان کې د امریکایي وګړو د وژنې پر سر طالبانو ته پیسې ورکړې دي. هغه له اکسیوس خبري شبکې سره په مرکه کې زیاته کړې، له دې امله یې له پوتین سره پر یاده موضوع خبرې ونه کړې چې شوې ادعا بې بنسټه وه او په اړه یې هیڅ ډول شواهد موجود نه وو.
✒: د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې وایي، د چین او امریکا ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا د نړیوالې ټولنې اندېښنې راپارولې دي. د چین نړیوالې راډیو د نوموړي له قوله ویلي، د امریکا يادې کړنې د نړيوالو اصولو خلاف عمل دی او بې ځوابه یې نه پرېږدي.
✒: راس ویلسن، شارژدافیر سفارت امریکا درپیامی درصحفۀ تویترش از اعلام آتشبس ۳روزه، استقبال کرد.
او افزودهاست: "افغانان شایستۀ برگزاری روزهای رخصتی در فضای صلحآمیز استند و من مشتاقانه منتظر هستم که هر دو طرف تعهدات شان را عملی کنند و هرچه زودتر گفتگوهای میان افغانان را، آغاز کنند.
✒: ناتو از اعلام آتشبس سه روزه از سوی طالبان و حکومت افغانستان، استقبال کرد.
ناتو در پیامی در توییترش، آتش بس را گام مهم در روند صلح افغانستان خوانده و افزودهاست که باید منجر به آغاز هرچه زودتر گفتگوهای میان افغانان شود.
✒: د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد د افغان حکومت او طالبانو لخوا د اختر دریوو ورځو کې له اوربنده هرکلی کړی دی.
هغه هیله څرګنده کړې چې دغه اختر افغانانو سره راټول او سولې ته د نېږدې کېدو لامل شي.
✒: نیروهای سپاه پاسداران ایران در تمرینهای نظامی در خلیج فارس، یک کشتی ساختگی امریکایی را، آماج قرار دادند.
شلیک موشکهای بالستیک بر این کشتی، سبب شد که نیروهای امریکایی در دو پایگاۀ شان در قطر و امارات به حالت آماده باش در آیند.
