No-IMG

محترم حکمتيار صاحب د هرات او پکتيا ولايت جهادي قوماندانو سره وليدل

سه‌شنبه؛ د ۱۴۰۰ھ‌ش د جدي ۲۸مه:

 

د حزب اسلامي افغانستان قدرمن امير  نن په دوه جلا جلا کتنو کې د هرات ولايت له جهادي قومندان ښاغلي عبدالجليل طوفان او دغه راز د پکتيا ولايت له جهادي قومندان ښاغلي نېک نور او ورسره مل‌ پلاوي سره وکتل.

په يادو کتنو کې د هېواد په وروستيو تحولاتو تفصيلي بحث او خبرې وشوې.

ښاغلي حکمتيار صاحب د ځينو پوښتنو او اندېښنو په اړه وويل:

لويه مبارزه وه، په نږدې نيمه پېړۍ کې د يو کمزوري ملت او هېواد پر لاس دوه سترې او بدمستې امپراتورۍ ونړېدې، د دې سترو سترو امپراتوريو نړېدل څه وړه خبره نه وه.  اوسنی تحول او بدلون د تقدير وړ دی، بايد حمايت يې وشي، له حکومت سره هم بايد مرسته وشي، څو راتلونکو تهديدونو ته جدي توجه وکړي، د اوسني حکومت ناکامي د ټولو اسلامپالو جهتونو ناکامي ده، په اوسني وخت کې تر بل هر وخت د مجاهدينو يووالی ډېر اړين او ضروري دی.

ښاغلي حکمتيار وويل:

هغوی چې پر دې ملت او هېواد زړه سوی لري، بايد د ټولو اسلامپالو جهتونو يووالي او وحدت ته مټې ونغاړي.

د نوموړي پر وينا په هېواد کې د هر اړخيز وضعيت کنټرول له پاره د ټولو اسلامپالو ګډ کار ته ضرورت دی او دا ضرورت بايد هيڅ لوری ناديده ونه‌نيسي.

دغه راز نوموړي زياته کړه؛ د حکومتونو بقاء او پايښت تر ولسي حمايت پورې تړلی، د تېرو حکومتونو يوه ستره تېروتنه او ناکامي همدا وه چې ولسي حمايت يې نه درلود، او پر وينا چې اوسنی حکومت بايد تر بل هر څه ډېر همدې ټکي ته پام واړوي.

د حزب اسلامي افغانستان د امير دفتر، مطبوعاتي څانګه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک