No-IMG

ورور حکمتيار نن د هېواد له مختلفو استازو، مشرانو، شاعرانو سره وليدل

دوشنبه؛ د ۱۴۰۰ھ‌ش کال د جدي ۲۷مه:

د حزب اسلامي افغانستان امير ښاغلي ګلبدين حکمتيار نن له غرمې مخکې په څو جلا جلا کتنو کې د أحياء انجمن «ياد انجمن په ترکيه او جرمني هېوادونو کې فعاليت لري» له مشر ښاغلي استاد محمد فاتح نورستاني، ښاغلي محمد عمر دراني، ښاغلي سنجر او ښاغلي انجينير محمد اقبال نورستاني او دغه راز د بلخ ولايت له جهادي قومندان ښاغلي غوث الدين طوفان، د پروان ولايت يو تن شاعر او أديب استاد خواجه حميد راسخ، د خوست، فراه او غزني ولايتونو له يو شمېر ځوانانو سره وکتل. په دغه کتنه کې د هېواد په وروستي سياسي، أمنيتي، إقتصادي او إجتماعي وضعيت تفصيلې خبرې وشوې.

ښاغلي حکمتيار د يادو ملاقات کوونکو ځينو پوښتنو او اندېښنو ته په ځواب کې وويل:

په ټوله کې وضعيت ښه دی، له فعلي حکومت سره په لوړه او په ټيټه کچه نسبتاً ښې اړيکې لرو.

نوموړي زياته کړه: حزب اسلامي افغانستان له اوسني حکومت خپل حمايت اعلان کړی، په ټوله کې ولس هم له فعلي وضعيت راضي دی، إشغال خاتمه موندلې، په کومو برخو کې چې لا هم ستونزې شته، إنتظار مو دادی چې هغه به هم د يو قوي مرکزي حکومت په جوړولو رفع شي.

دغه راز د حزب اسلامي افغانستان قدرمن امير نن په يوه بله جلا ليدنه کې بيا د ننګرهار ولايتي دفتر له امير ښاغلي معلم عبدالعلي هدايت او ورسره مل پلاوي سره هم وکتل. په دغه کتنه کې د ننګرهار په وروستیو پرمختګونو او ننګونو هر اړخيز او تفصيلي بحث وشو.

ښاغلي عبدالعلي هدايت د ننګرهار د فعلي وضعيت په اړه قدرمن مشر ته مفصل معلومات وړاندې کړل او تر څنګ يې د خپلو حزبي أمورو او فعاليتونو په برخه کې ځينو ستونزو ته هم إشاره وکړه چې د مشر له لورې يې د هر اړخيزې همکارۍ او حل په موخه ډاډ ورکړل شو.

ناويلي دې پاتې نه وي چې د ملاقاتونو په همدې تسلسل کې د سجا إدارې مسئول ښاغلي شاپور للّٰهي هم د حزب اسلامي افغانستان له امير سره وليدل او د خپلې إدارې پر فعاليتونو، پرمختګونو او ننګونو يې مشر ته هر اړخيز او تفصيلي معلومات وړاندې کړل، چې د قدرمن مشر له لورې ورته په ځينو برخو کې د أمورو د ښه تنظيم او إجراء په برخه کې لازمې سپارښتنې وشوې.

د حزب اسلامي افغانستان د امير دفتر، مطبوعاتي څانګه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک