No-IMG

د حکمتيار صاحب لسمه درسي حلقه (سلفي شم که مذهبي پاته شم؟) تر عنوان لاندې تر سره شوه

جمعه؛ د ۱۴۰۰ھ ش کال د جدي ۱۷مه:

د «سلفي شم که مذهبي پاته شم» تر عنوان لاندې د حزب اسلامي افغانستان  د امير ښاغلي ګلبدين حکمتيار لسمه درسي حلقه او مُحاضره د بريا نړيوال ټلويزيون د غونډو په تالار کې دائره شوه، چې ګڼ شمېر خويندو او ورونو په کې ګډون کړی وو.

نننۍ درسي مُحاضَره د جنازې په لمانځه کې د «فاتحې لوستلو» پر «شهيد جنازې» او همدا راز الله تعالیٰ د «خدای پر نوم يادولو» ته ځانګړې شوې وه.

د حزب اسلامي افغانستان  قدرمن امير وويل: د مسلمانانو تر منځ يوه بله إختلافي موضوع په جنازه کې پر لوړ غږ د فاتحې لوستل دي، داسې چې ځينې يې د سنت پر ځای ويل بيخي فرض ګڼي.

ښاغلي حکمتيار وويل: هغوی چې په جنازه کې د فاتحې لوستل اړين ګڼي، د بخاري په ۱۳۳۵ نمبر روايت إستناد کوي چې وايي:

(له طلحه رضی الله روايت دی چې وايي: د ابن عباس رضی الله عنهما پسې مې د جنازې لمونځ وکړ چې فاتحه «الحمدلله» يې په کې ولوستله، بيا يې وويل: له دې امله مې فاتحه ولوستله چې خلک پوه شي دا يو سنت دی).

محترم حکمتيار صاحب وويل: د دې روايت په اړه څو خبرې بايد په پام کې ولرو:

الف: دا روايت د سند له مخې تر مطلق غريب اوښتی، په څلورو طبقو کې يو يو راوي لري.

ب: د متن له مخې له هغو رواياتو سره تعارض لري چې وايي؛ د جنازې په لمانځه کې قرائت نشته.

ج: د صحابه وو له ډلې عمر بن الخطاب، علي بن أبي طالب، إبن عمر، أبوهريره «رضی الله عنهم» او د تابعينو له جملې عطاء، طاووس، سعيد بن المسيب، إبن سيرين، سعيد بن جبير، شعبي او الحکم «رحمهم الله جميعاً» په جنازه کې قرائت مکروه ګڼلو.

ښاغلي حکمتيار زياته کړه؛ د بخاري په روايت کې دا نه دي ويل شوي چې قرائت په جهر وو، که خفيه؟ د شپې وو او که د ورځې؟ ځکه څوک چې په جنازه کې په قرائت ويلو قائل دي هغوی هم وايي؛ که د جنازې لمونځ په ورځ کې وشي بايد قرائت خفيه وشي، لکه د ماسپښين او مازيګر په لمونځونو کې چې قرائت په جهر سره نه وي.

د حزب اسلامي افغانستان  امير وويل: د بخاري له دغه روايت معلومېږي چې ابن عباس رضی الله عنهما دا کار هسې د تعليم له پاره کړی، ځکه چې بل هيڅوک ترې نه وو خبر، معمول دا وو چې په جنازه کې به قرائت نه کېده. له دې د هغې وينا تأييد هم ترلاسه کېږي چې وايي؛ په جنازه کې قرائت نشته. جنازه په أصل کې دعاء ده او د دعاء په اړه د قرآن سپارښتنه داده چې په ټيټ غږ او زاريو سره وشي.

ښاغلي حکمتيار وويل: پورتني وضاحت ته په کتو له دې روايت يوازې دا إنتباه اخيستی شو چې ممکن سورة الفاتحه د جنازې په لمانځه کې يوازې د دعاء په توګه ولوستل شي، مګر د تلاوت او قرائت په توګه يې لوستل حتمي او وجوبي أمر نه شو ګڼلی.

همدا راز ښاغلي حکمتيار پر شهيد د جنازې لمونځ کولو په اړه وويل: ځينې پر شهيد د جنازې لمونځ نه کولو په اړه د بخاري په ۱۳۴۳ نمبر روايت باندې استناد کوي او وايي

چې رسول الله صلى الله عليه و سلم د اُحد پر شهداوو د جنازې لمونځ نه دی كړى.

ياد روايت په بخاري كې نږدې اوه ځلې په مختلفو شمېرو سره راغلی چې ټول د معنىٰ او الفاظو له پلوه تقريباً سره ورته دي، يوازې په دومره توپير چې په يو روايت کې د «فَإِذَا أُشِيرَ لَهُ إِلَى أَحَدِهِمَا قَدَّمَهُ فِى اللَّحْدِ» او په بل كې د «فَإِذَا أُشِيرَ لَهُ إِلَى رَجُلٍ قَدَّمَهُ فِى اللَّحْدِ قَبْلَ صَاحِبِهِ» الفاظ راغلي.

دا روايت د سند له پلوه داسې دی چې په څلورو طبقو كې يو يو راوي لري او د متن له پلوه بيا دوه ستونزې لري:

لومړى دا چې له يوې خوا وايي؛ د اُحد شهيدانو ته كفن نه دی وركړل شوى او په خپلو جامو كې دفن شوي، په بل کې بيا وايي؛ چې دوه دوه په يوه جامه كې كفن شوي. بل ځای بيا وايي؛ چې په دوو كې به يې هغه تر بل وړاندې لحد ته كوزولو چې قرآن به يې تر بل زيات حفظ كړى وو!! ښاغلي حکمتيار زياته کړه؛ پوښتنه داده چې په يوه كفن كې د دوو كسانو له منځه څنګه يو كس تر بل وړاندې لحد ته كوزېداى شي؟ که څه هم ځينو دې روايت ته د دفاع په موخه توجيهات لټولي خو هغه توجيهات په هيڅ وجه د منلو وړ نه شي کېدای.

دوهمه ستونزه يې دا ده چي دا روايت له هغو رواياتو سره تعارض لري چي وايي: د اُحد پر شهيدانو د جنازې لمونځ شوی.

په همدې اړه ښاغلي حکمتيار هغو رواياتو ته هم تفصيلي إشاره وکړه او ويې ويل؛ يادو رواياتو ته په پام سره هيڅ داسې عقلي او نقلي توجيه نه شو موندلی چې پر شهيد دې د جنازې لمونځ نفی کړي. که پر پيغمبر او ماشومانو د جنازې لمونځ کېدای شي، نو پر شهيدانو خو د جنازې لمونځ حتمي او لازمي دی.

همدا راز ښاغلي حکمتيار هغې إختلافي مسئلې ته هم تفصيلي إشاره وکړه چې ځينې وايي؛ الله تعالیٰ ته د «خدای» لفظ کارول ناسم دي او کومه شرعي صبغه نه لري.

په همدې مورد محترم حکمتيار صاحب د تېرو أمتونو، د هغوی أنبياء کرامو، کتابونو او صحيفو ته إشاره وکړه او ويې ويل؛ د هغوی د کتابونو صحيفو او أنبياء کرامو الله تعالیٰ پر همغو نومونو نسبت کولو، کوم چې د هغوی په خپلو ژبو کې راغلي وو، هيڅ يو يې له خپلې ژبې پرته په بل نوم الله تعالی نه دی ياد کړی.

څه چې د هغوی په خپله ژبه، کتابونو او صحيفو کې وو الله تعالی يې پر همغو نومونو بللو. دې ته پر کتو ويلی شو چې دا توجيه او انګېرنه چې خدای تعالیٰ له «الله» او يا له أسماء الحسنیٰ پرته د «خدای» پر نوم نه شو يادولای، بيخي ناسمه، غير منطقي او د نه منلو وړ ده.

په پای کې ښاغلي حکمتيار د ګډونوالو پوښتنو ته هم تفصيلي ځوابونه ورکړل، او ياده درسي مُحاضَره په دعاء ويلو پای ته ورسېده.

د حزب اسلامي افغانستان  د امير دفتر، مطبوعاتي څانګه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک