اروپا ته راتلونکی افغانانو ته توصيه او مشوره
جاويد حقمل
که څوک دا فکر کوی چی دلته ژوند اسانه او پرسکونه دي، اشتباه کوې، دلته یواځنی شی چي ډیر زور غواړی دادی چي د زړه سکون نسته، بیله کوم دليله به دي زړه د کوټلو وینو ډک وي، یو شی چي ماته تجربه سو هغه دادی ، چی موږ یواځي او یواځي د افغانستان له خاوري او محیط سره تعامل کولای سو، بل هیڅ ځای هم نه، حتی که هرڅومره امکانات هم ولرو،
دلته پیسې سته، د ژوند ټول سهولتونه سته، خو خوشحالي نسته.
بل دا چی دلته ژوند دومره اسانه هم ندی لکه وطن کی، دلته دم او قدم دواړه په حساب دی، پدې مانا چي یو غوړپ اوبه هم بیله خولو تویولو مفتي نسته،
دلته که هرڅومره تعلم یافته او دروند شخص هم راځي، لمړی څو کلونه به عینآ د چارسو د مزدورانو غوندي ژوند کوي،
موږ غوندی خلک متاسفانه ددې ژوند دپاره ندی جوړ ،
که بیخی لږ امکانات لری، او جددي امنیتي مشکل ونلری، هیله کوم مه راځئ،
دلته راتګ یواځنی مشکل ندی، د ځای پرځای کیدو او عادی ژوند شروع کیدو سره په زرهاو نور مشکلات شروع کیږې، د اولادونو تعلیم، لوړ ټکسونه، سخت قوانین،نهایت ګرانبيه...هغه څه دي چي په یوه اسانه نه جبرانیږي.
