No-IMG

داکتره غواړو خو تعليم يی نه غواړو

داکتر فاروق اعظم

 

يوه ويديو چا رااستولی ده چي يو  څوک پکي وعظ کوی چي مدرسي ته د تعليم لپاره د لور ليږل بيغيرتي ده.

دلته مي د پښتونخوا چي پخوا يی صوبه سرحد باله د پخوانی ګورنر جنرال فضل حق خبره راياده سوه.

زه مهاجر وم او هغه ګورنر و. اوازه سوه چي د وزيرستان يو شمير قومي مشران او علمای کرام ګورنر فضل حق ته ورغلي وه او شکايت يی کاوه چي روغتون کي يی د ښځو داکترانو شديد کمی دی. ګورنر د راغلو ښاغلو هر يو څخه په ډير ادب پوښتنه وکړه چي څو بچي لرئ او هريوه څومره سبق ويلي دی. هغوی ورته وويل هلکانو ټولو سکولونه پاس کړيدي، خو نجونو سبق نه دی ويلی. هغه ورته ويل ولي؟ هغوی ورته ويل موږ پښتانه يو زموږ غيرت يی نه مني چي جنکياني مو سکول ته رواني وي. ګورنز ورته وويل چي که تاسي په لوڼو سبق نه واياست، نو ښځي داکتراني به له کومه شي.  زما لور غواړی درشي؟ يو دم په قهر شو او په تنده لهجه يی ورته وويل چي ولي زه پښتون نه درته ښکارم. زما د بيغيرته لور به سبق وايي او ستا غيرتمن پښتون د مايني خدمت به کوي. ځئ! چي بيا را نه سئ. ښه دی چی پنجابيان ستاسي غيرتمنو پښتنو د ماينوګانو په بدن کوتي وهي. ګورنر له مجلسه خفه ووت. خو ماهر سړی و. خپلو کسانو ته يي پټ وويل چي مشران په يو بهانه مه پريږدی چي ولاړ سي. غرمه ښه ډوډی ورکړئ. ګورنر ماپښين بيا ورسره وکتل. ډيري خبري يی ورته وکړی. بالآخره هم يی د روغتون کار ور وکړ او هم يی د مشرانو څخه تعهد واخيست چي پخپلو لوڼو به تعليم کوي

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک