No-IMG

د حکمتيار صاحب نهمه درسي حلقه (سلفي شم که مذهبي پاته شم؟) تر عنوان لاندې سره شوه

پنجشنبه؛ د ۱۴۰۰ھ ش کال د جدي ۱۶مه:

د حزب اسلامي افغانستان  قدرمن امير ښاغلي ګلبدين حکمتيار د بريا نړيوال ټلويزيون د غونډو په تالار کې (د سلفي شم که مذهبي پاته شم؟) تر عنوان لاندې خپله نهمه درسي مُحاضَره وړاندې کړه، چې ګڼ شمېر ورونو او خويندو په کې ګډون کړی وو.

محترم حکمتيار صاحب د «حجاب او شرعي لباس» په اړه د خپلې علمي مُحاضَرې په پيل کې وويل: هر هغه مسلمان چې غواړي د ژوند په ټولو برخو کې د شريعت له غوښتنو سره سم عمل وکړي، هغه ته دا پوښتنه حتماً را ولاړېږي چې د نارينه او ښځينه شرعي لباس په اړه د اسلام حکم څه دی؟

د نارينه او ښځينه لباس به څنګه او څه ډول وي؟ آيا د حج په دوران کې اغوستونکی لباس کافي دی؟ او که نه؛ کمی-زياتی په کې کولای شو؟ آيا له حج پرته په نورو حالاتو کې همدومره جامه کافي ده؟

همدې پوښتنو ته محترم حکمتيار صاحب د ځواب په توګه د سورة النور ۳۰-۳۱ نمبر آيتونو تفسير ته تفصيلاً إشاره وکړه او ويې ويل:

په دغو دواړو آيتونو کې له دقت وروسته لاندې نتائج ترلاسه کولای شو:

الف: که مخ په حجاب کې شامل وای، نو په دېرشم آيت کې به د سترګو ښکته کولو حکم نه کېده، ځکه دا حکم يوازې په هغه صورت کې وارد دی چې مخ لوڅ وي.

ب: د سترګو ښکته کول غوره عمل او د ګناه مخنېوي وسيله ده. ښځو ته کتل خو پرېږده؛ حتیّٰ له زنا مخکې ټول ناروا کارونه په صغيره ګناهونو کې راځي.

ج: د ښځو له پاره هم نظر ښکته ساتل همغه حکم لري، لکه د نارينه وو له پاره چې کوم حکم دی، په دې دواړو کې د تفکيک خبره د يادو آيتونو د روحيې خلاف ده.

د: له «وَلاَ يُبْدِيْنَ زِيْنَتَهُنَّ إِلاَّ مَا ظَهَرَ مِنْهاَ» نه مراد ګاڼه ده، ځکه د آيت په وروستۍ برخه کې «وَلاَ يَضْرِبْنَ بِأَرْجُلِهِنَّ لِيُعْلَمَ مَا يُخْفِيْنَ مِنْ زِيْنَتِهِنَّ» په ډېر صراحت همدا مطلب توضيح شوی، په مخکني کې «مَا ظَهَرَ» او په دې کې «مَا يُخْفِيْنَ مِنْ زِيْنَتِهِنَّ» ويل شوي. په ځمکه د پښو په کلکو وهلو سره د ګاڼې غږ اورېدل کېږي، د نامحرم توجه جلبوي، که دلته زينت له ګاڼې پرته په بله معنیٰ نه شو اخيستلی په مخکنيو حالتونو کې يې هم په بله معنیٰ اخيستل بې دليله إدعا ده.

محترم حکمتيار صاحب وويل: له پورتنيو مواردو دا په ډاګه څرګندېږي چې له زينت مراد د ګاڼې پټول مراد دي، هغه چې ښځه يې د سينګار له پاره په غاړه، لاسونو او پښو کې کاروي، نه د ښځې مخ او جامه، د مخ پټول په هغه صورت کې فرض ګڼلی شو چې د پټولو په اړه يې د نص الفاظ صراحت ولري. دوهم: که أحياناً مخ پټول فرض وای، د حج په دوران کې به ښځې د يوه فرض په ترک کولو نه مکلف کېدې. هغوی چې حج ته د إستثنائي حالت نوم ورکوي، تېروتنه کوي، په حقيقت کې حج معياري حالت دی، څه چې په حج کې جائز وي، په بل وخت کې په أولیٰ درجه جائز دي.

د حزب اسلامي افغانستان  امير وويل: که ډېره غلو وشي، نو دومره بايد وويل شي چې مخ پټول مستحب دي، نه دا چې فرض او واجب وګڼل شي، هغه هم محيط ته په پام سره...

د نارينه او ښځې له پاره د فرض حجاب حد همغه دی، کوم چې په حج کې حج کوونکی پرې مکلف شوی، تر هغه زيات حجاب کول په مستحباتو کې راځي.

همدا راز ښاغلي حکمتيار په هغو روايتونو هم تفصيلي رڼا واچوله چې إمام بخاري رحمه الله د يادې موضوع اړوند په خپل کتاب کې په مختلفو عبارتونو او شمېرو سره راوړي او زياته يې کړه؛ که څه هم ځينې يې مختصر او ځينې يې بيا جامع دي، خو البته؛ يوه خبره شته چې په دې اړه ټول روايتونه د مفهوم او معنیٰ په لحاظ سره ورته، او تر ټولو جامع او تفصيلي روايت يې بيا ۱۸۳۸ نمبر روايت دی چې په هغه کې د ښځو په اړه هم لارښوونه شوې.

د نننۍ درسي مُحاضَرې په پای کې محترم حکمتيار صاحب د ګډونوالو پوښتنو ته هم تفصيلي ځوابونه وويل او له هغې وروسته ياده درسي حلقه د ورور حکمتيار په دعائيه ويلو پای ته ورسېده.

د حزب اسلامي افغانستان  د امير دفتر، مطبوعاتي څانګه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک