سي آی اې په ارگ کي!
حبيب الله ابدالي
لايل اډمس، د حمدالله محب مېرمن د افغانستان په علومو کي تخصوص لري, ثې ای ئې تربيه کړې او په افغانستان کي د سي آی اې ځانگړې استازه وه.
حمدالله محب په شپاړس کلنی کي، کوم وخت چي دوي پاکستان کي اوسېدل د سي آی اې د خوا کشف او جلب سو. "کورنی و انگلستان ته د تعليم دپاره ولېږی"، په اصل کي دا يو بهانه وه. محب انگلستان ته د يو سنجول سوي پلان په چوکات کي ولېږل سو. محب هلته لېسه کي درس ووايه او په برونل پوهنتون کي شامل کړل سو.
مگر محب ظاهرآ د برونل په پوهنتون کي کمپيوټريز تخنيک ووايه، يو پرده وه چي سړی پټ پاتي سي او خپل اصلي دنده بيغمه مخته يوسي.
لندن څخه ۷ کاله وروسته، چي محب د پوهنتونه فارغ سو سمدستي افغانستان ته ستون سو او سمدستي د کابل په امريکايي پوهنتون (امړيکن يونيوړسيټي) کي ورته دنده ورکول سول.
په ۲۰۰۹ ميلادي کي محب د اشرف غني چي هغه وخت وزير ماليه وو مگر ځان يې و رياست جمهوری ته کانديد کړی وو ټيم ته شامل سو او د غني په کمپاين کي يې کار وکړ. کله چي غني په ټاکنو کي ناکام سو محب واپس انگلستان ته ولاړی، واپس و هغه پوهنتون ته. او هلته يې "پې ئچ ډي" واخستل.
و محب ته لايل اډمس د سنجول سوي پلان په درشل کي معرفي سول او په ۲۰۱۱ کي دوي رسمي واده وکړ. لايل اډمس او محب دوه اولادونه سره لري.
محب په لندن کي د يو مجلې، چي پړسپکټ نوميږي، په کمک غني "د نړی د دوهم متفکر" په نوم مشهور کړ او دا واري يې، په ۲۰۱۴ غني ارگ ته و رساوه، تبليغيان او خياطان يې ورته مقرر کړل.
د محب چي د کمپويټر انجينري يې لوستې وه ناڅاپه دپلومات او په امريکا کي د افغانستان لوي سفير سو، مطلب چي نړی کي ريښې وغځوي.
مگر اصلي مطلب ته واپس افغانستان ته راځي او د اشرف غني په دولت کي د امنيت سلاکار کيږي، چي د دولت اصلي قدرت د محب د لاري د لايل اډمس په لاس کي لويږي. په عيني وخت کي د محب خپله مېرمن چي د سي آی اې روزل سوي او ځانگړې استازه ده هم په دولت کي مقرر کږي، مياشتانه ۱۸۰۰۰ ډالره معاش ورته قراردادوي، او لايل اډمس د کابينې په هره غونډه کي برخه اخلي، او په کابينه کي د هغې شتون سي آی اې ته مستقيم په افغان کابينه کي مهم قدرت ورکوي.
لايل اډمس د سي آی اې ټول پلانونه د خپل خاوند محب په واسطه د غني په دولت مني، هرڅه چي لايل غواړي د غني دولت يې مني، د محب په زور. د وطن اصلي مشر لايل اډمس ده، غني په تشو تشريفاتي خبرو په تياره کي ساتل کيږي.
