No-IMG

مهم ترین های امروز چهارشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د امربالمعروف، نهی عن المنکر وزارت: د افغانستان اسلامي امارت د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ هبة الله آخندزاده حفظه الله د فرمان پر اساس محمد ادریس زمان چې د کابل د پخوانۍ ادارې د خارجه وزارت سیاسي معین و، د امربالمعروف، نهی عن المنکر، جلب، جذب او سمع شکایاتو وزارت د ښځو چارو د معین په توګه وټاکل شو.

‏د امربالمعروف نهی عن المنکر، جلب، جذب، او سمع شکایاتو وزارت رهبري او ټول مسئولین ښاغلي زمان ته د مبارکۍ تر څنګ په چارو کې د الله جل جلاله له دربار څخه د بریا غوښتونکي دي.

: ‏د بهرنیو چارو وزارت ایټالیا کې د افغان سفیر لخوا له سفارت څخه په زوره د فهیم کشاف ایستل کېدل غیرقانوني او له وظیفوي صلاحیت پورته عمل بولي.

 فهیم کشاف له سفیر خالد ذکریا سره د سفارت د عوایدو د حیف او میل کېدو پر سر شخړه وکړه خو سفیر د پولیسو په واسطه کشاف په زوره له سفارت وایست.

: ‏عباس ستانکزی وايي پر ډیورند کرښه اغزن سیم د پخواني حکومت پرمهال غځول شوي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي پکتیا ولایت کې خبریالانو ته وویل، چې د ډیورند کرښې په اړه تصمیم نیول د ملتونو کار دی.

: ‏د افغانستان برښنا شرکت وايي، د کابل سب سټېشنونو او جنکشنونو ۴۵ مزي د سختې واورې ښویېدنې له امله پرچاو شوي.

برښنا شرکت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د دوی تخنیکي کارکوونکي به ډېر ژر پرچاو شوي مزي بېرته ترمیم او د کابل برېښنا به عادي حالت ته را وګرځوي.

: ‏پر ډېورند فرضي کرښه د وروستیو پېښو په تړاو د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې دوی د تفاهم، خبرو اترو او ښه ګاونډيتوب له لارې د ستونزو پر هواري باور لري.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي، د دغو پېښو په اړه به له پاکستان سره له ډيپلوماتيکو لارو خبرې وکړي.

: ‏تېره دوشنبه په کندهار ولایت کې د سېلاب ځپلو د ژغورنې عملیاتو پر مهال د حکومت یوه هیلکوپټره رالوېدلې ده.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي رسنیو ته وویل، چې دا هیلکوپټره عملیاتو پورې اړوند نه وه او له ترمیم وروسته یې د ازمایښتي الوتنې پر مهال بېړنۍ ناسته کړې ده.

: ‏د افغانستان ملکي هوايي چلند اداره وايي، چې د کابل نړيوال هوايي ډګره هره ورځ ۲۰ الوتنې کېږي، چې ۳ يې کورنۍ او ۱۷ بهرنۍ دي.

 له هرې بهرنۍ الوتنې له شپږو بيا تر اوو زرو امريکايي ډالر عواید تر لاسه کيږي چې د ورځې څه د پاسه يو لک امريکايي ډالر عواید د دولت بودجې ته جمع کېږي.

:د امربالمعروف، نهی عن المنکر وزارت: ټولو مجاهدینو ته امر شوی چې د هېچا خصوصي حریم نقض نکړي. د تکرار په صورت کې به مجازات او د امارت له صف څخه اخراج شي.

که د چا موبایل، کور، دوکان بې ځایه پلټل شوی وي، یا یې شخصي حریم نقض شوی وي تر ټولو نږدې امنیتي حوزې یا ولسوالۍ ته دې شکایت وکړي.

: ‏د سالنګونو د ساتنې ریاست مسوولان وايي، د سالنګ لویه لار چې د واورې ورېدو له کبله بنده شوې وه، نن له غرمې مخکې بېرته د تګ-راتګ لپاره پرانېستل شوه.

: ‏کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل ښار پنځلسمې امنیتي حوزې اړوند ځواکونو یوه اووه کسیزه ډله د انسان تښتونې په تور نیولې ده. دا وزارت زیاتوي، نیول شویو کسانو د لومړنیو څېړنیو پر مهال په خپلو جرمنو اعتراف کړی دی.

: ‏اداره هوانوردی ملکی می‌گوید که در هر ۲۴ ساعت ۶۰ تا ۷۰ هواپیما از فضای افغانستان عبور می‌کنند. بربنیاد گزارش‌ها، در زمان حکومت پیشین در هر ۲۴ ساعت ۳۰۰ هواپیما از فضای کشور عبور می‌کرد.

: ‏د افغانستان ا.ا د کندهار ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي چې د دغه ولایت له مرکزي زندان څخه یې هغه ۴۰ کسان خوشې کړي دي چې د شک پر بنسټ نیول شوي وو.

: ‏د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي په برخه کې د دولت وزارت چارواکو ویلي چې په افغانستان کې د سختو ورښتونو او سخت ژمي وړاندوینه شوې ده نو دوی له اړتیا سره سم ټولو ولایتونو ته مرستې او اړین توکي لېږلي دي.

: ‏په خوست کې د اسلامي امارت ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې یې د مشهور انسان تښتوونکي مجاهد په ګډون اووه انسان تښتوونکي نیولي دي.

: ‏په ننګرهار کې افغان فابريکه د څلور نيمو ميليونو امريکايي ډالرو په پانګونې جوړه شوې چې په ۲۴ ساعتو کې ۱۲۰ ټنه وريجې پروسس کوي او ۵۷ تنه په کې کار کوي.

د فابریکې مسوول عزیز شېرزاد وايي چې وریجې یې د هېواد بازارونو ته په مناسبه بیه وړاندې کېږي.

: ‏واکنش آنکارا به اظهارات وزیر خارجه یونان درباره ترکیه.

تانژو بیلگیچ سخنگوی وزارت امور خارجه ترکیه طی بیانیه‌ای به اظهارات نیکوس دندیاس وزیر امور خارجه یونان درباره ترکیه واکنش نشان داده و اظهارات وی را گفتمان تحریک آمیز توصیف کرد.

: ‏اردو پاکستان: ۹۶ درصد حصار مرزی با افغانستان تکمیل شده؛ برای این کار «خون سربازان شهید مان» ریخته شده و به زودی کامل می‌گردد.

به دنبال تنش مرزی طالبان با پاکستان، سخنگوی ارتش پاکستان می‌گوید که حصار مرزی مطابق برنامه کامل خواهد شد و مقصد آن جداسازی مردم نیست، بلکه برای امنیت است.

: ‏اعلام وضعیت فوق‌العاده در پایتخت قزاقستان.

به دنبال ادامه تظاهرات در شهر نورسلطان، پایتخت قزاقستان وضعیت فوق‌العاده در این شهر اعلام شده است.

: ‏د ملګرو ملتونو ویاند سټیفان دوجاریک په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې دوی له افغانستان سره د لا ډېرو بشردوستانه مرستو په لټه کې دي چې په همدې لړ کې دوی تر دې دمه د شاوخوا ۱،۵ میلیارده ډالرو په ټولو بریالي شوي دي.

: ‏د ناټو د بهرنیو چارو وزیران د اوکراین پر مسئله بېړنۍ ناسته کوي. د ناټو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دغه غونډه به د راتلونکې جمعې په ورځ ترسره کېږي او په هغه کې به د اوکراین او روسیې پر ناندریو او احتمالي اقداماتو خبرې کېږي.

: ‏د امریکا روغتیايي ادارې وایي چې په تېرو څلور ویشتو ساعتونو کې یې د کرونا اومیکرون بڼې شاوخوا یو میلیون مثبتې پېښې ثبت کړې دي. ځینې رسنۍ بیا وايي چې ښايي د مثبتو پېښو شمېر تر دې هم ډېر وي.

: ‏امریکا د هغو پوځیانو جزايي کولو ته ادامه ورکړې چې په افغانستان او عراق کې د امریکا پر ماموریت نیوکې کوي. واشنګټن ایګزماینر له هغه لوړپوړي پوځي سره تازه مرکه کړې چې په وروستیو کې د پنټاګون له لوري پوځ ته د سپکاوي په تور له دندې ګوښه شوی او جزايي شوی دی.

: ‏د راپورونو له مخې ټاکل شوې چې د روانې میاشتې په یوولسمه نېټه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن او همدا راز ددغه هېواد ددفاع وزیر لویيډ آسټین د کانګریس د بهرنیو اړیکو کمېټې ته وربلل شي او د افغانستان په اړه د استازو پوښتنې ځواب کړي.

: ‏د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، له ایران سره د اټومي هوکړې پر بیا احیا خبرې روانې دي او د تېرو اونیو په پرتله لږ پرمختګ رامنځ ته شوی دی.

: ‏د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایف وروسته تر هغه د حکومت استعفا ومنله چې په یاد هېواد کې د ګازو او تېلو په نرخونو کې د خورا زیات لوړوالي له امله له تېرو دریو ورځو رارهیسي له ناکراریو سره جوخت لاریونونه روان وو.

: ‏په دې وروستيو کې د پاکستان په ښوونيزو ادارو اؤ پوهنتونونو کې د محصلینو ترمنځ د سخت دریځۍ او تاوتریخوالي پېښو زور اخېستی دی.

وروستۍ پېښه چې د محصلینو ترمنځ شوې، د اسلام اباد نړیوال پوهنتون دننه وه، چې يو شمېر محصلين په کې ټپيان شوي دي.

: ‏د سویلي کوریا او جاپان لوړپوړي پوځي چارواکي وايي، چې شمالي کوریا نوی، ۲۰۲۲ کال هم د بالسټیک توغندي په آزموینه پيل کړ.

دغه دوه هېوادونه په ۲۰۲۲ کال کې د کېم جونګ اون د سرزورۍ د تازه پيل وايي او زیاتوي چې پرون شمالي کوریا يو بالسټیک توغندي د بحر په لور توغولی.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک