No-IMG

مهم ترین های امروز سه شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د غزني ولایت پاسپورت ریاست سر له سبا د مراجعینو پر مخ تړل کیږي.

د کورنیو چارو وزارت وایي، د اخیستل شویو عرایضو د اجراء، یو لړ ستونزو د راپیدا کېدو او د چارو د لا ښه تنظیم په وجه سر له سبا چهارشنبې تر امرثاني پورې د غزني پاسپورټ ریاست د مراجعینو پر مخ تړل کیږي.

: ‏سالنګونو کې د یو متر واورې د ورېدو خبر ورکړل شوی دی.

د سالنګونو د څارنې او ساتنې مسوولان وايي، چې دغه لار په وقفه یي ډول د ترافیکو پرمخ خلاصیږي خو په ورته مهال له موټرچلوونکو غواړي چې له دې لارې څخه د تیرېدو پر مهال ټول اړین ژمني وسایل له ځان سره ولري.

: ‏ملا عبدالغني برادر وايي، کابل ته د ننوتلو پر مهال طالبانو هېڅ داسې پلان نه درلود چې ګواکې پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني دې ووژني.

ملا برادر له ملي تلویزیون سره خپله وروستۍ مرکه کې وایي ګڼ شمېر افغان مشران او سیاستوال دا مهال کابل کې دي، عادي ژوند لري او له خلکو سره لیدنې کتنې لري.

‏د رییس الوزرا مرستیال وایي، د طالبانو مشران په دې هڅه کې دي، چې د هېواد په اقتصادي وضعیت کې ښه ‌والی راولي، ځوانانو ته د کار او تحصیلي زمینه برابره او خلکو ته د امن په فضا کې سوکاله او ارامه ژوند لاره هواره کړي.

: ‏د رئیس الوزراء په مشرۍ د اسلامي امارت کابینې له هیواد څخه د هر ډول اوسپنو او کباړ اېستل په مطلق ډول بند اعلان کړل.

په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې ځینې داسې ویډیوګانې لاس په لاس کېدې چې پکې وسایط او تجهیزات له افغانستان څخه پاکستان او ایران ته د کباړ په نامه اېستل کیدل.

: ‏د بدخشان ولایت په راغستان ولسوالۍ کې د واورې ښویېدو له کبله ۵ تنه مړه شوي دي.

په ورته مهال پرون دوشنبه د کابل ـ جلال اباد پر لویه لار د ډېرو واورو ورېدو له کبله د ۳ ترافیکي پېښو په پایله کې ۶ کسانو خپل ژوند بایللی او ۸ نور ټپیان دي.

: ‏د سرچينو د مالوماتو پر بنسټ، تېر حکومت کې د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال، ادريس زمان، اوس مهال، د امربالمعرف او نهي عن المنکر وزارت د ښځو چارو معين ټاکل شوی دی.

نوموړي په دې وروستيو کې د ا.ا بهرنيو چارو سرپرست وزیر او يو شمېر نورو چارواکو سره لیدنې کتنې کړې وې.

: ‏د افغانستان ا.ا د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي چې دوی د افغانستان بیا رغونې او ابادۍ ته ژمن دي. هغه ویلي چې ا.ا د هېواد د ابادۍ لپاره ګڼ شمېر پلانونه لري او تر اوسه پورې یې پر ځینې هغو کارونه هم پیل کړي دي.

: ‏د افغانستان د چاپيریال ساتنې ادارې ویلي چې له دې وروسته به هره ورځ په مرکز او ولایتونو کې د هوا ککړوونکو سرچینو څارنه کېږي او له هغو سره به جدي قانوني چلند وشي چې د هوا د ککړتیا لامل ګرځي.

: ‏وزیر انرژی و منابع طبیعی ترکیه: در سال 2021 رکورد تاریخ کشور را شکسته و 5 میلیارد و 930 میلیون دلار محصولات معدنی صادر کردیم.

: ‏وزیر_تجارت ترکیه: ارزش طرحهای بخش ساخت‌وساز کشور در سال 2020  به 29.3 میلیارد دلار تا پایان سال 2021 رسید.

: اردوغان: دستیابی به صادرات بیش از 225 میلیارد دلاری در سال 2021 نشانگر حرکت کشور در مسیری درست است.

اردوغان: حباب ایجاد شده در نرخ ارز با تدابیر اتخاذ شده از بین رفت. حباب‌های قیمتی ایجاد شده بر اثر تورم را نیز از بین خواهیم برد.

اردوغان: شهروندان کشورمان را زیر فشار و مشکلات ناشی از نرخ ارز و افزایش شدید قیمت‌ها رها نخواهیم کرد.

اردوغان: مرحله مشکل و سخت را پشت سر گذاشتیم. اکنون زمان درو کردن حاصل زحمت‌های‌مان و رسیدن به اهداف‌مان فرا رسیده است.

: ‏کاناډا له ایران د اوکرایني الوتکې د ویشتلو له امله ۱۰۷ میلیونه غرامت غواړي. د کاناډا یوې محکمې د ایران د هغه ترهګریزې کړنې په اړه خپله پرېکړه اعلان کړه، چې په قصدي توګه یې یوه اوکرایني الوتکه ویشتلې وه او په پېښه کې یې ټوله سپرلي ووژل شوه.

: ‏د امریکا اقتصادي بندیزونه به تر شل کلنې جګړې ډېر زیانونه واړوي. د انټرسېپټ په نامه یوې نشريې د نړیوالو شنونکو او تحلیل کوونکو له خولې لیکلي چې امریکا په خپلو اقتصادي بندیزونو د میلیونونه افغانانو ژوند ته خطر جوړ کړی دی.

: ‏د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فر حان وایي ایران په ټوله سیمه کې د ترهګرو ډلو په ملاتړ لاس پورې کړی دی او تازه دریځونه به یې د ټولې سیمې امنیت ته ګواښونه او خطر جوړ کړي.

: ‏په پاکستان کې تېر کال د وړم کال په پرتله پر پوځ په بریدونو کې ۵۶ سلنه زیاتوالی راغلی دی. په پاکستان کې د جګړو او امنیت یوه څېړنیز مرکز په خپل یوه تازه راپور کې ویلي، چې په پاکستان کې پر پوځ بریدونه ډېر شوي دي.

: ‏د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي د قاسم سلیماني د وژل کېدو د دویم تلین په پار جوړو شویو مراسمو ته په خبرو کې ویلي چې که چېرته د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سلیماني د قتل په جرم محاکمه نه شي نو ایران به د نوموړي د قتل غچ خامخا له امریکا څخه واخلي.

: ‏اسراییلي پوځ ویلي چې د یوې پوځي چورلکې نسکورېدو پېښه کې دوه پوځیان وژل شوي دي. پوځ ویلي چې دا پېښه د یو روزنیز تمرین پر مهال رامنځته شوې ده چې په پایله کې یې درې کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

: ‏رویټرز اژانس راپور ورکړی دی چې د ۲۰۲۱ میلادي کال له پیله تر اوسه پورې هساپنیې ته پر لار د ۲۰۵ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۴۴۰۰ کډوال په اوبو کې ډوب شوي دي او خپل ژوند یې بایللی دی.

: ‏پرون ماښام د جوزجان-اندخوى پر لويه لار په يوې ترافيکي پېښه کې يو تن مړ شوى او ١١ نور ټپيان دي. د جوزجان د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالغني صميم په دې اړه وويلي چې له ١١ ټپيانو د دريو روغتيايي حالت نازک دى.

: ‏پنج عضو دایمی شورای امنیت سازمان ملل که قدرت‌های هسته‌یی جهان نیز می‌باشند، تعهد کرده‌اند که درگیر جنگ هسته‌یی نمی‌شوند. این کشورها روز گذشته در یک اعلامیه مشترک گفته‌اند که جنگ هسته‌یی برنده ندارد و باید از آن اجتناب کرد.

: ‏سفارت ترکمنستان در کابل در خبرنامه‌یی گزارش‌ها درباره درگیری میان نیروهای مرزی این کشور با نیروهای امارت اسلامی را رد کرد. این سفارت در خبرنامه‌یی گفته است که «ترکمنستان با توجه به بی‌طرفی همیشگی خود به روابط همسایگی و حسن نیت خود با افغانستان ادامه می‌دهد

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک