مهم ترین های امروز دوشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د هلمند د استخباراتو ریاست منسوبینو په دې ولایت کې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په پایله کې وسلې او مهمات ترلاسه کړي دي.
په دې وسلو کې ۱۹ میله کلاشینکوف، ۲ قبضې راکټ، ۱ میل درازنوف، زرګونه فیره مختلف النوع مرمۍ او نور بیلابیل مهمات شامل دي.
✒: عباس ستانکزي پکتیکا ولایت ته د سفر پرمهال یوې غونډې ته د روان وضعیت په تړاو خبرې کړي.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي د پکتیکا له ملکي او نظامي چارواکو غوښتي څو د تېرې ادارې له مامورینو سره ښه چلند وکړي او د هغوی له پوهې او تجربې د هېواد په ودانولو کې ګته واخلي.
✒: ترکي رسنۍ وايي، د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې یوه افغانه مېرمن د سړې هوا له امله مړه شوې ده.
ګڼو ترکي رسنیو ویلي، یادې مېرمن هڅه کوله له قاچاقي لارې ترکیې ته واوړي خو نوموړې د سړې هوا له لاسه مړه شوې او ماشومان یې چې اته او نهه کلن یاد شوي ژوندي پاتې دي.
✒: د رئیس الورزا مرستیال ملا عبدالسلام حنفي له یو شمېر افغاني او روسي پانګوالو سره لیدلي دي.
حنفي له دغو پانګوالو سره د تیلو د تصفیې، ګازو او سمنټو د تولید په برخه پر پانګونې خبرې کړې دي.
روسي پانګوالو افغانستان کې له پانګونې سره لېوالتیا ښودلې ده.
✒: محمد محقق د ايراني قاسم سلیماني د وژل کېدو پر دويم تلين وير کړی؛ محمد محقق ليکلي چې قاسم سلیماني د سخت دریځۍ پر وړاندې مبارزه کې د افغانانو مرسته کوله او زما (محقق) نېږدې دوست وو.
محمد محقق هغه کسانو ته د لعنت او رسوايۍ بد - دعا کړې چې قاسم سلیماني يې ووژلو؛ قاسم سلیماني د متحدو ايالاتو پخواني ولسمشر، ټرمپ په لارښوونه په يو هوايي برید کې دوه کاله وړاندې ووژل شو.
محقق په داسې وخت کې د قاسم سلیماني ستاينه او پر مرګ يې ویر کوي؛ چې ډېری افغانان له ايرانه ښې خاطرې نه لري او د افغانستان ناخوالو کې د ايران ژور لاس بولي.
✒: غزني ولايت کې امنيتي مسوولين وايي چې د ۳۵ موبایلونو، درې عرادې بايسکل او درو لمريزو تختو د غلا په تړاو يې درې کسان نېولي او پورته ذکر شوي وسايل هم ترې لاسته شوي دي.
✒: د ولسي جرګې پخوانی غړی رمضان بشردوست وايي، چې افغانستان کې د فساد ضد پیسو کې فساد کېدلو او د نشه يي توکو مخنېوي پیسو باندې د نشه يي توکو قاچان؛ دا چاره افغانستان کې بې سارې وه او نورې نړۍ کې شتون نه لري.
بشردوست ويلي، هغه وخت چې د پلان وزير وو، له پخواني ولسمشر حامد کرزي يې وغوښتل چې زر تنه کماندو سرتیري ورکړي ترڅو د مارشال قسيم فهيم او محمد کريم خليلي په ډول لوړپوړي مفسدین ونېسي.
بشردوست وايي چې کرزي يې دا غوښتنه ونه منله او ده هم له خپلې دندې استعفا ورکړه.
✒: ۲/۱ د امرباالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د اصلاح او روزنې رئیس له اړونده مسوولینو غوښتي، چې موټر چلوونکو ته د لمانځه وخت کې د موټر درولو او په جمع د لمانځه کولو سپارښتنه وکړي.
نوموړي ټینګار کړی، چې بې حجابه ښځې دې موټرو ته نه خېژوي او بې محرمه دې هم له ۷۸ کیلو متره په زیاته فاصله نه وړي. دغه راز موټر چلوونکو ته د موسیقي نه غږولو سپارښتنه وکړئ.
✒: بورد کرکت افغانستان میگوید که تیم ملی کرکت کشور برای اشتراک در سه بازی یک روزه در برابر هالند امروز کابل را به مقصد قطر ترک کرد. به گفته بورد کرکت، این بازیها از تاریخ ۲۱ تا ۲۵ جنوری در دوحه برگزار خواهند شد.
✒: په کابل کې د قصابي ځینې مسوولان وايي، په هېواد کې د بېوزلۍ ډېرېدو له کبله د غوښې پېر او پلور کمېدل د دې لامل شوي چې د غوښې بیه راټیټه شي. همداراز د څارویو یو شمېر پلورنکي وايي، د غوايي او پسه په خرڅلاوو کې هم ۴۰ سلنه کموالی راغلی دی.
✒: د احصايې او معلوماتو ملي ادارې مسوولان وايي، د تېرو څلورو میاشتو پر مهال یې په هېواد کې ۳۴۰ زره برښنايي پېژندپاڼې وېشلې دي. د دې مسوولانو په وینا، د کابل تر څنګ په شلو ولایتونو کې د برښنايي پېژندپاڼو د تر لاسه کولو لپاره انلاین یا پرلیکه نوملیکنه هم پیل شوې ده.
✒: د ټرانسپورټ او هوانوردۍ ادارې ویلي چې دوی د هېواد د نړیوالو هوایي ډګرونو د ساتنې مسوولیت پر خپله غاړه اخیستی دی خو یوازې تخنیکي برخې به یې هغو قرادادیانو ته ورکړي چې په نړیوالو نورمونو برابر وي.
✒: د افغانستان ا.ا عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د یو لک کسیز پوځ جوړښت لپاره ټول پلانونه برابر شوي دي. مجاهد په تازه څرګندونو کې ویلي چې په نوې اردو کې به د پوځ پخواني باتجربه او مسلکي افسران هم وي.
✒: صادرات سالانه ترکیه رکورد شکست.
براساس داده های منتشر شده از سوی وزارت بازرگانی ترکیه، میزان صادرات کشور در سال 2021 با رشد 32.85 درصدی نسبت به سال 2020 به 225 میلیارد و 368 میلیون دلار رسید.
✒: امریکا یو ځل بیا له نوي حکومت د سیاستونو د بدلون غوښتنه کړې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په خبري کنفرانس کې د خبریالانو پوښتنو ته د ځواب ویلو پر مهال ویلي چې د سیاستونو له بدلون پرته د نوي حکومت په رسمیت پېژندل ممکن نه دي.
✒: د امریکا د کانګریس ځینې غړي وايي باید ټرمپ ته د بل ځل کاندېدېدو اجازه ور نه کړل شي. دوی وايي چې ټرمپ د خپلې واکمنۍ پر مهال په امریکا کې تعصباتو او ناندریو ته لمن وهلې او همدا راز پر کپېټال هال د هغه حملې تر شا و، چې امریکا یې ټولې نړۍ ته وشرموله.
✒: د راپورونو له مخې شاوخوا ۳۱۸ زره کسانو په یوه انلاین پروسه کې ددې غوښتنه کړې چې ټوني بلېر دې د خپلې واکمنۍ پر مهال د کړو جنګي جنایتونو او ملي خیانتونو په اړه ولس او حکومت ته ځواب ووايي.
✒: ایرنا خبري اژانس د چارو د ایراني شنونکو له قوله ویلي چې په افغانستان کې د اوسنیو ټولو ستونزو لامل امریکا ده او د همدغه هېواد د شل کلن ناکام ماموریت له امله افغانان له سختې لوږې سره مخ شوي دي.
✒: د اکسپریس ټربیون په نامه پاکستانۍ ورځپاڼې راپور ورکړی دی چې طالبان د باور وړ نه دي ځکه چې د ورځپاڼې په خبره، طالبان ډیورنډ کرښه د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي پولې په توګه نه پېژني.
✒: د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیبزاده ویلي، تهران اوس چمتو نهدی چې د اسلامي امارت حکومت په رسمیت وپېژني. ایراني رسنیو د خطیبزاده په حواله زیاته کړې، ایران تمه لري چې په افغانستان کې یو پراخبنسټه حکومت جوړ شي.
✒: پاکستانی خبریال طاهر خان: د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي منلي دی په افغان پوله ازغن تار په لګولو کې مشکلات شته ولي دا به د سفارتي لارو حل شي۔ قریشي يوي خبري ناستي ته وويل دطالبانو حکومت سره د مسلي د حل لپاره خبري رواني دي۔ د قريشي په وينا شرخوښي مسله ډيره اوچته کړي ده۔هغه وويل افغان حکومت سره يي دسفارتي لارو دا مسله پورته کړي اوهيله من دي چې مسله حل شي۔تيرو ورځو کې په ټولنيزو رسنيو داسي ويډيو او عکسونه خپاره شوي چې پکښي طالبان په ننګرهار او نيمروز کې د پاکستان ازغن تار ليړي کولو په حال کې ښودل شوي۔طالبان وايي پاکستاني ځواکونو په افغان خاوره ازغن تار لګولي وو.
✒: د رسنيو د مالوماتو پر بنسټ، په تېر ۲۰۲۱ز کال کې په شمالي وزیرستان کې ۱۴۸ بېلابېل وسله وال بريدونه شوي؛ د ډېری بريدونو مسووليت د پاکستاني طا_لبانو غورځنګ په غاړه اخېستي او تر ټولو ډېره مرګ - ژوبله هم پاکستاني پوځيانو ته په کې اوښتې ده د شمېرو پر بنسټ، تېر يو کال کې، شمال وزيرستان کې د پاکستان د حکومت خلاف؛ ۶۳ موخه ييزې وژنې، ۴۰ وسله والې نښتې او ۴۵ د سړک غاړې ماينونه چاودېدلي دي.
✒: د امریکا دفاع وزیر لوئیډ اسټین په کرونا ناروغۍ اخته شوی دی.
نوموړي د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د ناروغۍ نښې یې خفیفې دي او ځان د پنځو ورځو لپاره قرنطین کوي.
