No-IMG

ورور حکمتيار د لغمان، پروان، ننگرهار او کابل ولايتونو له مشرانو او ځوانانو سره وکتل

دوشنبه؛ د ۱۴۰۰ھ ش کال د جدي ۱۳مه:

د حزب اسلامي افغانستان  قدرمن امير ښاغلي ګلبدين حکمتيار نن له غرمې مخکې په څو جلا جلا کتنو کې د لغمان، پروان، ننګرهار او کابل ولايتونو له يو شمېر مشرانو او ځوانانو سره وکتل.

په دغه کتنه کې د هېواد په روان سياسي، أمنيتي، تعليمي او إقتصادي وضعيت تفصيلې خبرې وشوې.

راغلو مشرانو او ځوانانو د خپلو اړونده ولايتونو په اړه وويل:

په مجموع کې وضعيت الحمدلله د پخوا په نسبت ښه دی، مسئولين له عوامو او رعيت سره نېکه رويه او تعامل کوي، ولس هم تر ډېره بريده له فعلي وضعيت راضي دی.

ښاغلي حکمتيار وويل: هيله مند يو چې د هېواد وضعیت په هر اړخيز ډول نور هم د ښه والي لور لاړ شي، په کومو برخو کې چې لږ او ډېرې ستونزې شته د حل له پاره يې بايد ټول اسلامپال جهتونه په ګډه سره کار وکړي.

قدرمن حکمتيار صاحب زياته کړه؛ په فعلي وضعيت کې د ټولو اسلامپالو جهتونو مثال د يوې مشترکې بېړۍ سْپَرُوْ ته ورته دی، خدای مه کړه؛ که دا بېړۍ ډوبېږي، نو د ټولو اسلامپالو ډوبېدل په کې حتمي دي، دې ته پر کتو اړتيا ده چې ټول لوري خپل سمتي، ژبني، قومي او ګوندي اختلافات شاته پرېږدي او په ګډه سره د يو واقعي او ټولمنلي اسلامي نظام د جوړېدو له پاره مُخلصانه مټې را ونغاړي.

 

د حزب اسلامي افغانستان  د امير دفتر، مطبوعاتي څانګه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک