مهم ترین های امروز یکشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په کابل او ولایتونو کې د امر بالمعروف توصیوي چېک پاینټونه زیاتوي.
د یاد وزارت چارواکي وايي، د دوی دنده به خلکو ته د ږیرې، موسیقي، د ښځو شرعي محرم او نورو مسایلو په اړه توصیې کول او د جماعت په وختونو کې خلک جوماتونو ته رهنمایي کول وي.
✒: د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د ګڼو وزارتونو ویاندویانو ته د اسلامي امارت د کورنۍ او بهرنۍ پالیسۍ په تړاو معلوماتي غونډه جوړه کړې وه.
نوموړي ویاندویانو ته سپارښتنه وکړه، چې د امارت پالیسي دي تعقیب او له رسنیو سره دې پر وخت معلومات شریک شي.
✒: د هوا پېژندنې اداره اټکل کوي، چې د مرغومي له ۱۳مې بيا تر ۱۴مې پورې به د هېواد په ۳۲ ولايتونو کې زیاتې واورې او بارانونه وويريږي.
دغه ادارې ويلي، چې د هېواد په ځينو سيمو کې به دغه واورې او اورښتونه د سيلابونو لامل هم شي.
✒: د ا.ا مرستيال وياند دا ادعا ناسمه بللې، چې د اګست په ۲۶مه کابل هوایي ډګر سره د چاودنې ترسره کوونکی د بګرام له زندان خوشی وو.
کريمي پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، "دا ادعا چې ګني د اګست۲۶ په هوایي دګر بریدکونکی له بګرام څخه خوشي شوی و، سمه نه ده، په دې اړه هیڅ ثبوت شتون نه لري.
د بګرام زندان له ماتېدو او په هوایي ډګر برید تر منځ زماني واټن ډیرکم و، ممکنه نه وه، چې په دومره لږه موده کې له زندان څخه راخوشي شوی کس داسي برید ترسره کړي."
نيويارک ټايمز ويلي، چې بريدګر د بګرام زندان په ماتېدو خوشی او څو ورځې وروسته يې ياده چاودنه وکړه.
✒: يو شمېر کابل ښاريان: موږ د ا.ا.ا ملاتړ کوو؛ امريکا دې زموږ کنګل شوې پانګه را خلاصه کړي.
دوی نن کابل کې د يو لاريون په ترڅ کې له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان نوی حکومت دې په رسميت وپېژني.
✒: برښنا شرکت ۲۰۲۲ کال لپاره، ازبکستان سره سل میلیونه امریکایي ډالر او تاجکستان سره د ۶۹ مېلیونه امريکايي ډالرو په ارزښت د برېښنا تړونونه لاسليک کړل.
ازبکستان په هر ساعت کې دوه میلیارده کيلو واټ برېښنا او تاجکستان ۱,۵ مېليارد کيلو واټ برېښنا افغانستان ته ورکوي.
✒: د ملي راډيو ټلويزيون د راپور پر بنسټ، هلمند ولايت کې د کبانو د روزنې ۳۶۰ فارمونه جوړ شوي دي، چې هر کال په منځني ډول ۱۳۵۰ ټنه کبان توليدي.
د هلمند په ګاونډ، کندهار ولايت کې بيا نیږدې ۱۷۱۴ د کبانو د روزنې فارمونه شتون لري، چې په کلني ډول نېږدې اووه زره ټنه کبان وړاندې کوي.
✒: د ا.ا عدليې وزارت وایي چې د ځمکو او ښار جوړونې وزارت سره يوځای يې کابل ښار او ولسواليو کې د هغه لوړپوړيزو ودانیو او ښارګوټو پلټنې پيل کړې دي، چې په تېرو شلو کالونو کې پر غصب شويو ځمکو جوړ شوي دي د عدليې وزارت چارواکو ويلي، چې نېږدې د ۱۵ ښارګوټو سندونه اوس پلټي، چې کابل ښار؛ بګرامیو، ده سبز او پغمان ولسوالیو کې شتون لري.
✒: شماری از کسبهکاران میگویند که برخی از فروشگاهها و مراکز فروش در بخشهای مهم و عصری شهر کابل به دلیل نبود بازار بسته شدهاند. از سویی هم، مالکان برخی از رهنماهای معاملات میگویند که کرایه دهندهگان این گونه مراکز افزایش یافته، اما کرایه گیرندهگان بسیار اندک است.
✒: د پاسپورټ ریاست عمومي رییس عالم ګل حقاني وايي، د تازه امنیتي ګړنلارې په پلي کېدو سره به په کابل کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ بیا پیل شي. د هغه په خبره د پنجشنبې ورځ چې د اسلامي امارت ځواکونو ته د پاسپورټونود وېش لپاره ځانګړې شوې وه، لغوه شوې ده.
✒: د ننګرهار امنیې قومندانۍ مسوولان وايي، د تېرې یوې میاشتې پر مهال یې په دې ولایت کې د بېلابېلو جرمونو په تور ۱۹۴ کسان نیولي دي.
✒: د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د هېواد په ۲۷ ولایتونو کې د څښاک د اوبو د ۹۸ پروژو د تطبیق تړونونه لاسلیک کړي دي.
✒: د سالنګ د ساتنې او مراقبت مسوولین وایي چې د جمعې له شپې راهیسې په سالنګونو کې سخت ورښتونه روان دي چې د بار وړونکو موټرو پر مخ د دې لارې د تړل کېدو سبب شوې ده او ښايي دا ورښتونه څو ورځې نور هم دوام وکړي.
✒: عامې روغتیا وزارت د چارواکو په خبره د سره صلیب نړیوالې کمېټې ژمنه کړې چې د افغانستان 17 تخصصي روغتونونو د چلولو مسوولیت به اخلي. د سرچینې په خبره یاده کمېټه به د دغه روغتونونو د شاوخوا لس زره پرسونل معاشونه ورکوي او په نورو برخو کې به مرسته ورسره کوي.
✒: پکتیا کې د ۲۰۳ منصوري سرحدي قول اردو قومندان ویلي چې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه ځواکونه ځای پر ځای کوي.
✒: د میدان وردګو په جغتو ولسوالۍ کې د یونیسف په مالي ملاتړ د څه د پاسه څلورو میلیونو افغانیو په لګښت د څښاک اوبو یوه زېرمه جوړېږي چې پر مټ به یې ۲۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شي.
✒: مسوولان در وزارت صحت عامه میگویند که در۴ ماه گذشته، ۶۹۹۰ تن بیماران معتاد به منظور تداوی در شفاخانهها بستری شده اند که ۸۷۵ تن دیگر بدون بستری شدن تداوی شدهاند و همین اکنون ۲۴۴۲ بیمار معتاد در شفاخانهها بستری اند و تداوی شان جریان دارد.
✒: حمله هوایی اردو اسرائیل به غزه.
به گزارش خبرنگار آناتولی از نوار غزه، جنگندههای ارتش اسرائیل بامداد امروز 10 بار مواضع متعلق به جنبش مقاومت اسلامی فلسطین «حماس» در خانیونس در جنوب این نوار را هدف قرار دادند.
✒: د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ نړیوال صندوق په خپل تازه راپور کې ویلي، په افغانستان کې له ۲۰۰۵ کال بیا تر دې دمه شاوخوا ۲۸۵۰۰ ماشومانو ته په جګړو کې مرګ ژوبله اوښتې چې په ټوله نړۍ کې د جګړو له امله د وژل شوو ماشومانو تر ټولو لوړه سلنه ښيي.
✒: د الماني رسنیو د راپورونو له مخې دمګړی شل زره داسې کسان د الماني حکومت له لوري مشخص شوي، چې باید له افغانستان و ایستل شي او په المان کې ځای پر ځای شي. المان وايي فرصت ته په کتو به ددې کسانو ایستل پيل شي.
✒: ایران د بلوڅ مبارزینو د یوه مشر د وژلو ادعا کړې ده. ایران وایي چې په جنوب ختیځه برخه کې د سیستان بلوچستان په مربوطاتو کې یې د بلوڅ وسله والو پر مرکز پراخ عملیات کړي او د شه بخش په نامه د بلوڅ مبارزینو یو مشر یې وژلی دی. بلوڅ مبارزین بیا دا ادعا ردوي.
✒: د پاکستاني حکومت د مخالفو ګوندونو (پيډيایم) مشر مولانا فضل الرحمان وایي چې پاکستان سقوط کېدو ته نږدې دی. نوموړي په پېښور کې د خپل ګوند یوې غونډې ته په خبرو کې ویلي چې د پاکستان حکومت له ګاونډیو هېوادونو سره خپلې اړیکې د رغولو پر ځای نورې هم خرابې کړې دي.
✒: نزدیک به ۱۰۰۰ خانه در آتشسوزی در کلورادوی امریکا ویران شدند.
خبرگزاری رویترز به نقل از مقامهای ایالت کولورادوی امریکا گزارش کرده است که در نتیجه آتشسوزی در این ایالت حدود یکهزار خانه نابوده شده و صدها خانه دیگر خسارهمند شدهاند. مقامهای ایالت کولورادو همچنان گفتهاند که سه نفر در پی این آتشسوزی ناپدید شدهاند.
✒: اسوشیټېډ خبري اژانس د سویلي افریقا په پارلمان کې د سترې اورلګېدنې خبر ورکړی دی. د دې هېواد چارواکو ویلي، لومړی اور د پارلمان په درېیم پوړ کې لګېدلی چې وروسته د ودانۍ نورو پوړونه ته هم خپور شوی دی. تر دې مهاله د پېښې د تلفاتو په اړه څه نهدي ویل شوي.
✒: ځينو ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د ايران په سيستان او بلوچستان ولايتونو کې د وسله والو په يو بريد کې د ايران سپاه پاسداران ډلې درې پوځیان وژل شوي دي.
✒: والسټرېټ ژورنال ورځپاڼې راپور ورکړی، چې په افغانستان کې د امریکا د جګړې ګټه تر بل هر چا ډېره بهرنیو او کورنیو قراردادیانو ته رسېدله.
راپور وايي، امریکا په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان او عراق په جګړو ۱۴ ټریلیونه ډالر ولګول چې ډېره برخه یې د همدې قراردادیانو جیبونو ته تللي دي.
✒: نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امريکا د استخباراتي سرچينو په حواله له کابل څخه د تخلیې بهير پر مهال پر کابل هوايي ډګر د داعش ډلې د بریدګرجزئیات خپاره کړي.
ورځپاڼې ویلي، دغه بریدګر عبدالرحمن اللوګري نومیده او د لوګر ولايت اوسيدونکی و چې د تېر حکومت تر سقوط وروسته له بګرام زندان ازاد شو.
