No-IMG

مهم ترین های امروز شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د پاسپورټ ریاست عمومي رئیس وايي، د امنیتي تدابیرو تر بشپړېدو وروسته به ډېر ژر بېرته په کابل کې د پاسپورټ د وېش لړۍ پيل شي.

عالم ګل حقاني وايي، پنجشنبه ورځ چې مجاهدینو ته ځانګړې شوې وه، لغوه شوې او همداراز تر دې وروسته به د پاسپورټ اداره د پنجشنبې او جمعې په ورځو رخصت وي.

: ‏د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب کندهار ولایت ته تللی.

ملي دفاع وزارت وایي، چې  مولوي محمد یعقوب مجاهد کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ۲۰۵ البدر قول اردو له قوماندان او مسوولینو سره کتلي دي.

‏ملي دفاع وزارت وایي، چې د ملي دفاع وزارت سرپرست له البدر قول اردو څخه د لیدنې په ترڅ کې د ۲۰۵ البدر قول اردو د فعالیتونو او د هېواد د پولو د ساتنې په برخه کې د اسلامي امارت ځواکونو سرښندنې ستایلي او اړوندو چارواکو ته یې لازمې لارښوونې کړي دي.

: د حزب اسلامي افغانستان د ټولنیزو خدماتو د دفتر له خوا په اخیري درې (۳) اونیو کي په کابل ښار او ولایتونو کي د شهیدانو په کورنیو، د مدرسو په استادانو او نورو مستحقو او فقیرو هېوادوالو د (729,000) افغانیو په ارزښت د خوراکي توکو او نقدي مرستې و ویشلې.

: ‏ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ ته د اسلامي امارت له لوري معرفي شوی استازی سهیل شاهین وايي، د اسلامي امارت د موجودیت له برکته افغانستان او سیمه له بشپړ امنیت برخمن دي.

: ‏د افغانستان بانک د ټاکلي نرخ سره سم، نن د هېواد په بازارونو کې یو امریکايي ډالر د ۱۰۳ افغانیو په بدل که تبادله کیده.

: ‏ملي دفاع وزارت وايي چې د وسله والو پوځ پر جوړېدو کار کوي، چې شمېر به يې يو لک (سل زره) تنه وي؛ د ملي وزارت وياند ويلي، چې د نوي پوځ د جوړېدو چارې اته سلنه بشپړې  شوې دي.

ملي دفاع وزارت وايي، چې دغه پوځ کې د ا.ا سرتيرو ته لومړتيوب ورکول کيږي او په پار يې شل کسيزه کمېټه ټاکل شوې ده.

 د افغانستان مخکېنی پوځ د اګست پر ۱۵مه د حکومت په سقوط سره  دړې - وړې شو.

: ‏د باختر آژانس د مالوماتو پر بنسټ، خوست ولايت کې په بېلابېلو عملیاتو کې ۵۴۴ کیلو ګرامه چرس، څه د پاسه یو کیلو ګرام آپین او هېروین، ۵ کیلو ګرامه شیشه، ۲۳۴ بوتله او ۵۹ بوشکې الکولي مشروبات، ۱۱۰ لیټره ایتانول او ۸۰۰ کیلو ګرامه بنګدانه نېول شوي او نن وسوځول شول.

: ‏د شمېرو پر بنسټ، کابل ښار کې له اووه زره زيات بې سرپناه معتادين شتون لري، چې د ښار په بېلابېلو برخو کې په ټوليزه توګه اوسي.

د دغه کسانو له منځه دوه زره يې د نوي حکومت په راتګ سره څرخي پله زندان او بيا ابن سينا روغتون ته د درملنې په پار یوړل شول، چې اوس ‏هم تر درملنې لاندې دي.

د ابن سينا روغتون يو تن ډاکټر ظاهر سلطاني په دې اړه ازادي راډیو ته ویلي، "د دوو زرو په شااوخوا کې ناروغان چې زندان ته وړل شوي وو، زموږ روغتون ته راوړل شوي او اوس‌يې درملنه کېږي."

: ‏د هېواد عامې روغتيا وزارت، روغتيايي چوپړونو مرستيال وايي چې د شمېرو پر بنسټ ټول هېواد کې نېږدې درې نيم مېليونه کسان پر نشه يي توکو ککړ دي.

نوموړي چې نن يې کابل کې يوې رسنيزې ناستې ته خبرې کولې ويلي، چې هر معتاد په منځني ډول د ورځې درې ډالر د نشه يي توکو پر اخېستو لګوي.

: ‏د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو مرستیال عبدالباري عمر نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې په هېواد کې درې نیم میلیونه کسان په نشهيي توکو روږدي دي او هر روږدی د ورځې درې ډالره په نیشه یې توکو لګوي.

: ‏اسوشیټیډ پریس د هندي چارواکو له قوله راپور ورکوي چې نن په هند کې په مذهبي مراسمو کې د ډیرې ګڼې ګوڼې له امله لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوې او ۱۳ نور یې ټپیان کړي دي.

: ‏خبرگزاری رویترز به نقل از سخنگوی اداره مهاجرت کانادا گزارش کرده است که این کشور قضات زن افغانستان و خانواده‌های شان را که در روند تخلیه از افغانستان خارج شدند، همچون مهاجر می‌پذیرد. گفته می‌شود که بیشتر این قضات اکنون در یونان در بی‌سرنوشتی بسر می‌برند.

: ‏د خبریالانو نړیوال فدراسیون وايي، په ۲۰۲۱ کال کې په ټوله نړۍ کې ۴۵ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي. دغې ادارې پرون په یوه خپاره شوي راپور کې ویلي، افغانستان په ۲۰۲۱ کال کې د خبریالانو لپاره تر ټولو خطرناک هېواد و، چې نهه خبریالان پکې وژل شويدي.

: ‏جو بایډن د نوي۲۰۲۲ کال لپاره د ۷۶۸ میلیارد ډالري دفاعي بودجې مصوبه لاسلیک کړې ده،انتي وار خپرونه وایي په داسې حال کې چې افغانستان څخه د امریکایي جګړې لمن ټوله ده خو داسې ښکاري چې امریکا د کومې بلې نوې جګړې پیلولو نیت لري،ځکه دا بودجه تر نړیوالې جګړې وروسته تر ټولو ستره بودجه ده.

: ‏ترکیه وایي د هوايي ډګرونو د کنټرول په اړه د افغان لوري ځواب ته په تمه دي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو په تازه څرګندونو کې ویلي دي چې دوی له افغان لوري سره د پنځو هوايي ډګرونو پر مدیریت خبرې کړې دي او اوس د مقابل لوري ځواب ته په تمه دي.

: ‏امریکايي سناتوران وایي له افغانانو ملاتړ د امریکايي حکومت اخلاقي مسوولیت دی. ګڼو امریکايي سناتورانو د مېرمنو د حقونو په برخه کې د بهرنیو چارو وزارت له لوري د ځانګړې استازي د ټاکل کېدو هرکلی کړی دی او له بایډن یې د لا ډېرو اقداماتو غوښتنه کړې ده.

: ‏د روغتیا نړیوالې ادارې مشر تدروس ادهانوم د نوي کال په مناسبت په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، ددې احتمال شته چې په ۲۰۲۲ کال کې نړۍ د کرونا په له منځه بېلو بریالۍ شو خو د هېوادونو متقابلې همکارۍ ته سخته اړتیا ده.

: ‏په امریکا کې یوې اورلګېدنې زرګونه کسان د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ کړي دي. د راپورونو له مخې دا اورلګېده د کلورادو ایالت په مرکز کې رامنځ ته شوې چې شاوخوا زر ودانۍ یې سووځولې دي.

: ‏د کاناډا د حکومت د معلوماتو له مخې د اګست د میاشتې د ۱۵ مې راپدیخوا دغه هیواد ۳۱۹۵ هغو افغانانو ته پنا ورکړې چې په کاناډا کې خپل خپلوان لري او ۲۵۳۵ د خطر سره مخ افغانان یې د بشري دلیلونو په خاطر منلي دي.

: ‏د بشري مرستو او اقتصادي بیارغونې د میکانیزمونو په اړه د چین او افغانستان د کاري ټیمونو ترمنځ ناسته ترسره شوې ده. د چین د بهرنیو چارو وزارت د اسيا ډيپارټمنت مشر ليو جين سونګ ويلي، چين او افغانستان ښه ګاونډيان، ملګري، دوستان او وروڼه دي.

: ‏د شمالي کوریا رهبر کېم جونګ اون ویلي چې هېواد یې خپلو تسلیحاتي اهدافو ته په رسېدو دی او سږکال یې د حکومت لومړیتوب د خلکو د ژوند ښه والی او اقتصادي پراختیا ده.

: ‏د روسیې بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف له روسۍ تاس نیوز سره په خبرو کې ویلي دي، چې دوی کابل کې د روسيې سفارت له لارې نوي افغان حکومت سره په اړيکه کې دي.

د لاروف په وينا چې اړيکې ساتي، خو د افغانستان د نوي حکومت د رسميت پېژندلو موضوع اوس لپاره له وخت مخکې خبره ده.

: ‏وروسته له هغې چې د شمالي وزيرستان په خيسور سيمه کې په يو بريد کې څلور پاکستاني پوځيان ووژل شول؛ اوس مهال  پاکستاني پوځيان د ولسي خلکو پر کورونو چاپې اچوي.

د ځايي اوسېدونکو پر وينا، چې پاکستاني پوځيان ولسي وګړي له کورونو باسي او ځان سر يې وړي.

: ‏هندوستان له خوا افغانستان سره د انساني مرستو په لړ کې، دغه هېواد د يو نیم مېلیون امريکايي ډالرو په ارزښت، ۵۰۰زره ډوز د کرونا ويروس ضد واکسين افغانستان ته راولېږلو.

: ‏پاکستاني پوليس تائیدوي، چې د مسلم ليګ نواز ګوند د پنجاب اسمبلۍ يو غړی، لاهور ښار کې په وسله وال برید کې ټپي شوی.

نوموړی پښه او خيټه کې په ګوليو لګېدلی دی؛ بريدګر پر موټرسايکل سپاره وو، له ډزو وروسته له سیمې تښتیدلي دي.

: ‏د ایران ولسمشر په افغانستان کې د ټولشموله حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

ابراهیم رئیسي وايي، په افغانستان کې باید داسې ټولشموله حکومت جوړ شي چې ټول افغانان پکې ګډون ولري.

هغه دا هم ویلي، چې په افغانستان کې امنیت د ایران امنیت تضمینولای شي او برعکس ناامني یې د ایران امنیت ګواښي.

: ‏د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن ویلي، چې هیواد یې د افغانستان اقتصاد ته د نغدو پیسو د لیږلو پر لارو چارو غور کوي.

نوموړي همداراز طالبان مخاطب کړي چې، « که غواړئ په رسمیت وپېژندل شئ، خپل سیاستونه اصلاح کړئ

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک