حکمتيار: نن د ټولو اسلامپالو افغانانو برخليك يو له بل سره تړلى او غوټه شوى
نسكور شوى مخكنى مفسد رژيم او تښتېدلي چارواكي او نننى تور برخليك ئې؛ د دې مباركو آيتونو ښه مصداق دئ.
كه څوك وغواړي د دوى پرونى او نننى بد حالت په ښه او له پند او عبرت ډكي بڼي كي انځور كړي نو يوازي د دغو آيتونو په رڼا كي ئې سم انځورولى شي.
وروڼو خوېندو!
ټول هغه افغانان چي د اسلام او آزادۍ لپاره جنگېدلي؛ نن ئې ستر او الهي مسئوليت دا دئ چي هېواد له خطرونو او گواښونو وژغوري، د شر او فساد ځواكونو په وړاندي كلك ودرېږي او په گډه ئې مقابله وكړي.
نن د ټولو اسلامپالو افغانانو برخليك يو له بل سره تړلى او غوټه شوى؛ ټول د يوې كشتۍ سورلۍ دي؛ كه كشتۍ غرقه شوه ټول غرق كېږي؛ كشتۍ ئې په څپانده سمندر كي درومي، نهنگانو ورته خولې پرانيستې دي، سمندري داړه ماران ورته په كمين كي دي، ساحل ته رسېدل ئې يوازي د الله تعالى په مرسته ممكن دي.
كه دا نظام خداى مه كړه ناكام او نوم ئې بد شي؛ او د اسلام دښمنان وتوانېږي مخكنى حالت بيا راولي؛ بيا به ډېره گرانه وي چي څوك دلته په نږدې راتلونكي كي د اسلام او جهاد نوم واخلي.
دښمن پرون او د بمونو او راكټونو په ورولو سره دا هدف نشو ترلاسه كولى؛ خو نن د حكومت په ناكامولو سره كولى شي دا ناولى او شوم هدف ترلاسه كړي.
په داخل او بهر كي د دښمنانو هڅي او تحركات، د نظام ضد پراخ تبليغات، مېرمني واټونو ته راايستل، تبليغاتي وسيله ترې جوړول، د مخكني رژيم جنگي او امنيتي ځواكونه غونډول او منظمول او د بل جنگ لپاره ئې تيارول، رسنۍ د نظام خلاف فعالول، د افغانستان انټرنيشنل په نامه نوى تلويزيوني چينل رامنځته كول، د نظام خلاف څېرې په كي كارول، په ټول افغانستان كي د كلي كلي په كچه راپور وركوونكي او مبلغين استخدامول، قحطي او قيمتي پر افغانانو تحميلول، په دې وحشيانه او انسانيت ضد جنايت كي د نړۍ د ټولو حكومتونو اجماع؛ يعني له لوږي د مظلومو افغانانو د وژلو په ستر جنايت كي؛ د دوى مشاركت او گډون، ... د دې وضعيت مقابله له موږ د يووالى او درايت غوښتنه كوي. مقتضيات ئې دا دي:
• د ټولو مجاهدينو يووالى
• په گډه د گواښونو مقابله
• د يوه موفق، متحد او يو لاسي حكومت جوړول.
• أمنيت تأمينول
• ولس ته ډاډ او اطمئنان وركول. داسي چي حكومت ستاسو دئ، ستاسو خادم دئ، مشران به ئې تاسو ټاكئ، كارونه به ستاسو په مشوره ترسره كېږي، ملي شتمنۍ ستاسو امانت دئ، ستاسو له مشورې پرته به هيڅوك دا حق نه لري چي په دې امانتونو كي د خپلي خوښي تصرف وكړي، دا حكومت نه د كومي قبيلې حكومت دئ او نه د كومي خاصي ډلي.
• دلته به د الله تعالى دين حاكم وي او عدالت به تأمين كېږي.
• دلته به ستاسو له حقيقي استازو جوړه شوې شورىٰ؛ د تصميم وروستۍ مقتدره مرجع وي او د حكومت ټول مسئولين به د شورىٰ پرېكړو ته درناوى او تمكين لري؛ همغسي چي قرآن فرمايي: (وَأَمْرُهُمْ شُورَىٰ بَيْنَهُمْ) الشورى: 38
