No-IMG

دريغه ستا پر حال امته!

دوکتور عمر عماد

 

د پوره خواشینئ ځای دی چه د امت اکثریت د مسلمانانو د نوی کال څخه حتی خبر هم نه دی، او نه ورته اسلامی اخترونه کوم ارزښت لری، خو د مسیحیانو د نوی کال او اختر به یو بل ته مبارکی ورکوی، او د مسیح علیه السلام ( د مسیحیانو په نزد د خدای زوی) د زیږیدلو د ورځی د لمانځلو لپاره به تیاری نیسی !

هو، ابن خلدون – رحمة الله علیه – بالکل رښتیا ویلی دی چه : مغلوب به د غالب تقلید ( پیښی ) کوی، یو وخت چه مسلمانان غالب وه غیر مسلمانانو د هغوی تقلید کاوه، او اوس چه هغوی غالب دی نو مونږ به یی تقلید کوو.

خو کاش چه خبره یواځی د تقلید وای.

لکن د غم لپاسه غم یی دا چه زمونږ ډیر داسی ‍ذهنا مات او ځپل شوی، او روحا دومره لویدلی دی چه د بیرته راپروته کیدلو هوډ او اراده یی له لاسه ورکړی ده. هغوی دا تصورهم نشی کولای چه مونږ هم کولای شو چه بیرته راپورته او د سیالانو سیال شو!

دوی ته چه کله د بیرته راپورته کیدلو وویل شی، نو که لیونی درته ونه وایی نو پدی ډالئ خو به دی هرو مرو نازوی چه : ته هسی د خیالونو په سمندر کی ډوب یی،  دوریځو شکلونه جوړوی او ځان غولوی، دا چه مونږ دی بیا ددی جوګه شو چه د نورو تقلید ونه کړو، دا لا پریږده چه نور دی زمونږ تقلید وکړی( این خیال است، ومحال است وجنون)!

خو دغه د نیمګړتیا په عقدی اخته پدی ځان نه پوهوی چه د تاریخ په اوږدو کی ډیر مدینتونه راټوکیدلی، خو کلونه وروسته یی ځای نورو ته پریښی او مضمحل شوی دی، خو هغه څه چه ددی امت د عدم اضمحلال او نه ورکیدولو ضامن دی هغه ددی امت دین دی چه د کائناتو خالق یی د ساتلو ژمنه کړی ده.

مونږ پدی باور یو چه دغه امت ناروغه کیږی خو مړ کیږی نه، دا امت به حتما بیا راپورته کیږی ( ان شاء الله تعالی) خو د چا په لاس ، او کله؟ ددی علم یوازی د الله تعالی سره دی.

مونږ د الله تعالی پدی سنت نه لړزیدونکی بارو لرو چه ( وتلک الأيام نداولها بين الناس) . 

هو، هغه ورز به بیا راځی چه که یو چا ته ووایی چه د میلادی کال لمانځل د مسلمان سره نه ښایی نو په خولی پوری به دی نه خاندی.

او دا کار به هله کیږی چه مونږ بیرته هغه دین ته په رښتونی توګه را ستانه شو چه د هغه له برکته پرون مونږ غالب او نورو مو تقلید کاوه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک