No-IMG

د حکمتيار صاحب اتمه درسي حلقه (سلفي شم که مذهبي پاته شم؟) تر عنوان لاندې سره شوه

جُمعه؛ د ۱۴۰۰ھ ش کال د جدي ۱۰مه:

د حزب اسلامي افغانستان قدرمن امير ښاغلي ګلبدين حکمتيار د بريا نړيوال ټلويزيون د غونډو په تالار کې (د سلفي شم که مذهبي پاته شم؟) تر عنوان لاندې خپله اتمه درسي مُحاضَره وړاندې کړه، چې ګڼ شمېر ورونو او خويندو په کې برخه اخيستې وه.

په نننۍ درسي مُحاضَره کې بحث پر دې وشو چې آيا جومات ته د ښځو ورتګ جواز لري او که نه؟

همدې پوښتنې ته قدرمن مشر د ځواب په پار وويل:

په دې اړه ټول مسلمانان متفق دي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې ښځې جومات ته تللې او هلته يې له نارينه وو سره يو ځای د جماعت په لمانځه کې برخه اخيسته. داسې چې مخکې به نارينه، ورپسې ماشومان او په وروستۍ برخه کې به ښځې ودرېدې. همدا راز ښځو به د اختر په لمونځونو کې هم برخه اخيسته او کله کله به رسول الله صلی الله عليه وسلم هغوی ته د وعظ او موعظې له پاره بېله غونډه جوړوله. نه يوازې چې جومات ته به تللې، حتیّٰ د أمهات المؤمنين رضی الله عنهن په شمول به ګڼ شمېر مېرمنو په غزواتو کې هم ګډون کاوه.

قدرمن مشر زياته کړه؛ په دې اړه روايات دومره زيات او صريح دي چې هيڅوک ترې انکار نه شي کولای.

په دې اړه د وضاحت له پاره مشر د البقرې سورة ۴۳، د النساء سورة ۱۰۲، د آل عمران سورة ۴۳، او د التحريم سورة ۱۱-۱۲ نمبر آيتونو تفسير ته هر اړخيزه او تفصيلي إشاره وکړه او ويې ويل:

له دې ټولو په ډاګه څرګندېږي چې په جمع د لمونځ کولو سپارښتنه عامه او ټولو مؤمنانو ته راجع ده، يوازې د نارينه وو له پاره نه ده، او ښځې هم په دې سپارښتنې کې شاملې دي، لکه د مريم عليها السلام په اړه چې قرآن وايي:

(اې مريم! خپل رب ته تسليمه اوسه، سجده کوه او له رکوع کوونکو سره رکوع کوه). آل عمران:۴۳

مشر وويل: دا سپارښتنه موږ ته راښيي چې يوه مسلمانه مېرمن بايد څنګه وي، قرآن د همدې له پاره مؤمنو مېرمنو ته مريم عليها السلام د بېلګې په توګه معرفي کوي، همدا راز قرآن د فرعون مېرمن آسيه هم مؤمنانو ته د بېلګې په توګه  ياده کړې.

مشر زياته کړه؛ د مريم عليها السلام روزنه په مدرسه او جومات کې شوې او هغه شخصيت ترې جوړ شوی چې د إنساني تاريخ له پيله تر پايه هيڅ ښځه د هغې مقام ته نه شي رسېدای، هغې ته له نورو لمونځ کولو سره د لمونځ کولو سپارښتنه نه خصوصي ده او نه هم منسوخ شوې، بلکې عامه سپارښتنه ده، البته؛ په دومره توپير چې نارينه جومات ته پر تلو مکلف شوي، او ښځو ته رخصت ورکړل شوی. خو که وغواړې جومات ته لاړې شي، هيڅوک يې د مخنېوي حق نه لري. په دې اړه د رسول الله صلی الله عليه وسلم سپارښتنه دومره مکرره وه چې حتیّٰ د حجة الوداع په تاريخي او مهمې خطبې کې يې هم د نورو سترو او مهمو أمورو تر څنګ يو ځل بيا تکرار کړه.

قدرمن مشر په دې اړه د إمام بخاري رحمه الله هغو ګڼ شمېر رواياتو ته هم هر اړخيزه او تفصيلي إشاره وکړه چې په همدې اړه يې په خپل کتاب بخاري کې په مختلفو عبارتونو راوړي، او ويې ويل:

له دې ټولو قرآني او نبوي لارښوونو په ډاګه جوتېږي چې ښځې په حجاب پوښلې جومات ته تللی شي او جومات ته په تلو کې يې هيڅ شرعي حرج او ممانعت نشته.

د يادې درسي مُحاضَرې او حلقې په پای کې قدرمن مشر د ګډونوالو پوښتنو ته هم تفصيلي او مُقنع ځوابونه وويل او له هغه وروسته ياده درسي حلقه د مشر په دعائيه پای ته ورسېده.

د حزب اسلامي افغانستان د امير دفتر، مطبوعاتي څانګه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک