د دوي له شخصي رقابت تباه افغانستان
د دوي ترمنځ تربګينت او سيالي د بيروت د امريکاي پوهنتون له وخت پيل شوې. خليلزاد د کرزي اخري کال کې افغانستان کې ځان ته د افغانانو منځ کې کمپاين شروع کړ بيخرچه پيسې يې مصرف کړې خو ولسي غبرګون او نفرت دده د اټکل خلاف وخوت هيله درلوده ريس جمهور شي خو نامراد شو د مذاکراتو دوران کې خليلزاد غني ته ليندکه کيښوده د سپينۍ ماڼۍ او پنټاګون نظر هم د غني خلاف کړ پاکستان ته يې هم ډاډ ورکړ چي څملوم ئې تالبانو ته يې هم يقین ورکړی و بلخوا غني ماشوم جوړونه تشکيل کړه په ملت يې وتپله.
غني د حکمتيار په څير بانفوسه شخصيتونو سره فريب د خپل وړکتون په فکر پيل کړو نن هغوي پخپل ځاي ناست او ولاړ دی خو غولن ټيم نړۍ کې ټيټې سترګې وخت تيروي همدا شان د نورو سياسي بانفوس خلکو خلاف يې د کور د ننه جګړه پيل کړه فکر يې کاو د ملت جوړونې په طرف چټک درومي د ارګ د ديدار دروازو ته د مطرح شخصيتونو پرمخ د امنيت د مشاور شورا,فضلي,رحيمي,نادري,وحيد عمر,معصوم ستانکزي, رولا غني او ټامي خياطانو په لاسونو قلفونه ور واچول شول هرڅوک يې رټل او شړل ترڅو چي ليونغرت پوهيدو خپله په فضاء کې هليکوپتر کې برمته زيړې سترګې ناست و ايله بيله سر خلاص شو.
په پوځ او مامورينو او عموما اوس چي څه سره ملت او نوی حکومت مخ دي دا هرڅه د خليلزاد او اشرف غني د شخصي رقابت زيږنده دي.
