No-IMG

مهم ترین های امروز پنج شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د ملي امنيت پخواني رئيس، رحمت الله نبيل بي بي سي سره د غني وروستۍ مرکې په غبرګون کې ليکلي، چې غني دروغ وايي او دا يې عادت دی.

رحمت الله نبیل وړاندې ادعا کوي، چې غني له دروغ وينې او ولس غولونې يا عوام فرېبۍ پرته ورځ ژوند هم نه شي کولی.

: ‏د کانونو او پټرولیم چارسمبال وزير وايي چې چينايی شرکت، چې د لوګر مس عینک کان تړون يې کړی؛ پر هغه اصولو ورسره وړاندې ځو کوم يې چې تېر حکومت سره هوکړه کړي وو.

نوموړي په تېر حکومت هم نيوکه کړې چې ستر تړونونه يې د شخصي ګټو پر بنسټ کول، او د افغانستان پر ځای به دوبۍ کې لاسلیک کېدل.

: ‏د افغانستان برېښنا شرکت وايي، چې ازبکستان کې د برېښنا په بهير کې پېښه شوې  ستونزه هواره شوې او افغانستان ته د برېښنا د واردولو بهیر بېرته عادي حالت ته راګرځېدلی دی.

: ‏اشرف غني: د امریکا په ګډون پر بهرنیو شریکانو باور د افغانستان د سقوط لامل شو.

اشرف غني بي بي سي سره خبرو کې ويلي، پوهېږي، چې  ولس د جمهوريت د چټک سقوط پړه پر ده اچوي، خو په  هرصورت، د دې اصلي لامل د متحده ایالاتو په ګډون په "نړیوالو ملګرو" زما زيات باور وو.

: ‏بي بي سي سره په خبرو کې پخواني ولسمشر غني ويلي، د سقوط په ورځ يې غوښتل، چې د کوم بهرني هېواد پرځای خوست ولايت ته لاړل شي، خو ورته وويل شول، چې خوست هم سقوط کړی.

غني ويلي، چې د الوتنې تر شيبې نه پوهېدو چې چېرته روان دی خو ساتوونکو يې په ټينګار ورته ويل چې بايد له هېواد ووځي.

: ‏د افغانستان بانک وايي، چې بانکي نظام د لا ښه کېدو پر لور روان دی او ژر به يې ټولې چارې عادي او  د تېر وخت په پرتله ډېرې ښې روانې شي.

د افغانستان بانک د ولس له حوصلې مننه کړې؛ د نظام په بدلون سره يو شمېر کړيو د بانکي سېسټم د له منځه وړلو هڅې کولې، خو په کې بريالي نه شول.

: ‏د اسلامي امارت چارواکو د افغانستان بانکي سسیستم ستونزو د حل لپاره له چینایي سوداګرو سره د ډیجیټلي اسعارو په اړه خبرې کړي.

گلوبل ټایمز نشریه وایي، چې د اسلامي امارت چارواکو او چینایي سوداګرو په افغانستان کې د اقتصادي بحران د مخنیوي په هدف د «بیټکوین» پر کارولو بحث کړی دی.

‏د چارو شنونکي وایي د «بیټکوین» په څېر ډیجیټلي اسعار کولای شي د نړیوالو‌ تحریمونو او د امریکایي ډالرو سیستم څخه تېر شي او د افغانستان اقتصاد سره مرسته وکړي.

اسلامي امارت تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

: ‏ملا هبة الله اخندزاده د کندهار ولایت مقام کې د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو، ولسوالانو او رسنیو سره د لیدنې پرمهال هغوی ته سپارښتنې کړي چې د عفوې فرمان باید عملي شوي او د تېر نظام کارکوونکو ته د تېرو جرمونو سزا ورنه کړي.

‏نوموړی وایي دا مهال اسلامي امارت په یوه امتحان کې دی او باید داسې هڅه وکړي څو دې امتحان کې بریالي شي او ښه تاریخ جوړ کړي.

شیخ هبة الله همداراز له افغانانو غوښتي څو له هیواده ونه وځي هیواد کې پاتې شي ځکه دده په خبره د افغانانو قدر او عزت په خپله خاوره کې دی.

: ‏د بهرنیو چارو سرپرست امیرخان متقي ویلي چې په رسنیو کې اندېښمنونکي خبرونه چې بهرمېشتو افغانانو او د پخوانۍ ادارې کارکوونکو ته تشویش پیدا کوي یوازې تبلیغات دي.نوموړي دا څرګندونې د تېر نظام د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي معین ادریس زمان سره په لیدنه کې کړې دي.

: ‏ایران غواړي له افغانستان سره د اوبو پر مسئله خبرې وکړي. د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند په تازه څرګندونو کې ویلي، سره له دې چې افغانستان د ایران حقه اوبه ورپرېږدي خو دغه هېواد بیا هم غواړي د اوبو پر سر خبرې او مذاکرات ولري.

: ‏د بریټانیا پخواني لومړي وزیر گورډون براون ټایمز مجلې ته په یوې مقاله کې لیکلي چې په افغانستان کې ستر بشري ناورین رامنځ‌ته کېدونکی دی او لوېدیځ هېوادونه یې باید بابېزه و نه ګڼي. هغه زیاته کړې چې د افغانستان اقتصادي او ټولنیز نظامونه د پاشل کېدو په حال کې دي.

: ‏روسیه او امریکا د ایران پر مسئله خبرې کوي. سره له دې چې له ایران سره په وین کې د اټومي هوکړې پر سر مذاکرات پيل شوي دي، خو تر دې دمه محسوسه پایله نه لري، له همدې امله بایډن او پوتین نن پنجشنبه ددغه هېواد او شته مسایلو په اړه خبرې کوي.

: ‏سعودي عربستان په سیمه کې د ایران د چلند په اړه اندېښنه ښوودلې ده. د سعودي عربستان پادشا ملک سلمان ددغه هېواد په مشورتي شورا کې د خبرو پر مهال ویلي چې ایران له نړیوالې ټولنې سره د خپل اټومي پروګرام او توغندیو د مسئلې په برخه کې همکاري نه کوي.

: ‏د کرونا اومیکرون او دلتا بڼو په نړۍ کې توپان جوړ کړی دی. د روغتیا نړیوالې ادراې مشر تدروس ادهانوم په تازه څرګندونو کې د کرونا له امله رامنځ ته شوی وضعیت اندېښمنوونکی بولي.

: ‏د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي ویلي چې هېواد به یې له افغانانو سره دوستانه تګلارې او د دغه هېواد د ټولشموله سیاسي جوړښت ملاتړ ته دوام ورکړي.

: ‏د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سوریې ولسمشر بشار اسد ته ډاډ ورکړی دی چې روسیه به د ترهګرۍ پر ضد د سوریایي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

: ‏د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د جمهوریت د سقوط په اړه د اشرف غني هغې خبرې ته په اشارې چې ویلي یې دي دا سقوط د امریکا اطلاعاتي ناکامي په ګوته کوي وویل، هیچا تصور نه شو کولی چې غني به تښتي، هو دا د امریکا اطلاعاتي ناکامي وه.

: ‏د افغانستان په اړه د ترویکا پلس هیوادونو ناسته د جنورۍ میاشتې په وروستیو کې کابل کې جوړیږي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وایي د ترویکا پلس هیوادونو استازو لومړیو کې غوښتل دغه ناسته په اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان په څنډه کې ترسره کړي، خو ونه شوه.

‏نوموړی وایي ددې ناستې د جوړېدو کره نیټه روښانه نه ده، خو د دوی د توافق له مخې د جنورۍ میاشتې په وروستیو او د فبرورۍ په اوایلو کې به کابل کې جوړه شي.

: ‏روسیه وایي د افغانستان حکومت د سقوط عامل اشرف غني او هغه پورې راټول فاسد کسان وو.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وایي چې د افغانستان حکومت د سقوط عامل په خپله اشرف غني او په هغه پورې راټول هغه فاسد کسان وو، چې اوس له هیواده تښتېدلې دي.

‏ضمیر کابلوف همداراز په افغانستان کې دداعش د حضور په اړه وايي چې داعش طالبانو ته یو جدي تهدید دی خو طالبانو په خپلو کمو امکاناتو سره دا نړیواله ترورستي ډله ځپلې ده.

‏کابلوف د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندلو په تړاو وایي، چې د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره لومړي اقدامات ترسره شوي او دا چې طالبانو د مسکو فارمټ او ورپسې د اسلامي همکاریو سازمان ناسته کې برخه واخیسته، بهرنیو چارو وزیر یې خبرې وکړې همدا د رسمیت پېژندنې لپاره لومړني اقدامات دي.

: ‏رینا امیري د افغان مېرمنو او بشري حقونو خوندیتوب برخه کې د امریکا ځانګړې استازې ټاکل شوې.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویست ویلي، چې امریکا په افغانستان کې د ټولو اړخونو لپاره د ښه او سوکاله ژوند غوښتونکي دي او تمه لري چې تبعیض او تاوتریخوالی له منځه لاړ شي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک