د ایران او افغانستان د پولې په اوږدو کې د افغان مسافرو وژل کېدل او بيا سيند ته لاهو کول
د افغانستان بهرنيو چار وزارت وايي چې د ایران او افغانستان د پولې په اوږدو کې د افغان مسافرو د وژل کېدو په اړه څېړنې کوي.
دغه وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست حنیف اتمر د دغه وزارت د سیاسي معین په مشرۍ یو پلاوي ته دنده سپارلې چې په دې اړه هر اړخیزې پلټنې وکړي.
د راپورونو پر بنسټ، د ايران سرحدي ځواکونو شاوخوا ۵۰ افغانان لومړی سخت وهلي او بیا یې په سیند لاهو کړي دي.
نن شپه په همدې موضوع کې د افغان دولت پر مسئوليتونو، دولتي او ډيپلوماټيکو اقداماتو بحث کوو، تاسې که په دې اړه کوم نظر او پوښتنه لرئ، نو نن شپه ۹بجې د شهادت ټي وي لايف خپرونه مه هېروئ او په پروګرام کې راسره برخه واخلئ.
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
