د جدي شپږمه د کمونیستانو نه بښونکی جنایت
حبيب الله نياز
بې عقلو او بې شعوره کمونستانو د پوهنځيو او پوهنتونونو محصلین د لمونځ په تور، ملکان او خانان د فېوډالانو په ګناه، ملایان او د دین عالمان دد یانت په ګناه، مامورین د مرتجعینو او جاسوسانو په تور، سیاستوال او د سیاسي حزبونو مشران د سې آی اې سره د اړیکو په تور او نظامیان او آن ځینې خپل مشران له امله د امپریالیزم سره د تړاو په تور او عام افغانان بیا په دې تور چې د خلق ډيموکراټيک ګوند غړیتوب نلري د پولیګونونو او زندانونو تورو تمبو ته واچول او بالآخره ژوندي یې خښ او ورک کړل.
د اشرف غني د بریا لپاره د پردې تر شا خلقیانو او پرچمیانو هم ټینګ کمپاین کړی.
داود خان چې کله پر همدې بې شعوره کمونیستانو او روس پلوه تالي څټو باور وکړ نو هغه یې هم له خپلې کورنۍ سره په ډیره وحشیانه توګه شهيد کړ. د کابل په پوهنتونو کې یې د الحاد، بې دینۍ درسونه پيل کړل او لمونځ کول یې د اخوانیتوب نښه اعلان کړه.
کرغیړن حزب ډیموکراټیک خلق افغانستان چې د اشتراکې او کمونیستي نظام اجنډا پرمخ بېوله د ځان غوښتنې، زورواکۍ او ډيکټاټورۍ مفکورې په لرلو سره دوه ټوټې شوه او د خلق او پرچم په نومونو وپاشل شو. تردې چې د دغه رټل شوي حزب په مینځ کې فرېکسونونه جوړ او د واک ټول لېږد د خپل کمونیستي رفیق او ملګري په وینه تویونه بل ملګرې ته انتقال کېده.
په لومړي ځل نظامې لوړې رتبې د حزبي غړیتوب په معیار بېسواده او د دوی په اصطلاح انقلابیونو ته ډالی شوې.
اوس هم د امپيریالیزم، کپيټالیزم او کمونیزم د وصل او فصل نکتې همدوی دي. اوس هم همغه پخواني تربګني پالي او د داخلي فریکسونونو له لارې یې خپلو بهرني ایجنټاڼو ته لارې پرېښې دي. لکه د جمعیتی اخوانیانو او کمونستي رفیقانو (پرچمیانو) ایتلاف په لومړي قدم کې افغانان د نورو محتاج او بې عزته کړل افغانستان یې نړۍ ته د تروریزم په مرکز وروپېژانده چې دا ډرامه تر ننه دوام لري.
چا چې لومړی دا اور بل کړی دی نو نورو همدا اور پو کړی او تازه ساتلی دی خو د افغاني او ملي شعور په اوبو یې مړ نکړ.
اوس هم (رفیقان ملګري) په ګډه لګیا دې او د افغان ملت او دولت ترمینځ هماغې زړې او له وخته تېرې نسخې کاروي او په خلکو کې د تفرقې او نفاق اور ته لمن وهي او پخپله د سیاسي امتیازاتو اخیستلو هڅه کوي.
د جدې د شپږمې او له هغې را وروسته اساسي زده کړه داده چې دوی ټولو اشتباهات کړي دي، دوی ټولو افغانان ځورولي دي، دوی ټولو افغانان وژلي دي، دوی ټولو زمونږ ځوانان د انقلابي شعارونو قرباني کړي دي، دوی ټولو نږدې او لېرې مرستندویانو او ملاتړ کوونکو بادارانو ته جاسوسۍ کړې دي، دوی ټولو ډموکراسي وسیله کړی و نه هدف.
خو سره له دې هم د افغانانو په قوي هوډ او مټ افغانستان د اشغالګرانو لپاره هدیره وګرځید ه په دې معنی چې که هر اشغالګر د دې ملت ګریوان ته لاس اچولی ماته یې خوړلې ده، خو ملت یې هم کړولی دی.
سر له نن نه نور باید د افغانستان مجاهد ولس او مجاهد ملت ته اړینه ده چې له اختلافاتو او کبر او غرور نه په کلکه ځان وساتي ټول مسلمانان سره یو وروڼه او یو ملت شي. او افغانستان باید د ټولو افغانستان ورانوونکو او افغانستان خرڅوونکو لپاره قبرستان وګرځوو. د جدې شپږمه او د ثور اوومه او اتمه زموږ لپاره د ملت او اسلامي امت په توګه د عبرت ورځي دي.
