No-IMG

حکمتيار: د علماءو او مجاهدينو په ترور كي همغه كړۍ لاس لري چي د اشغال په دوران كي ئې لاس درلود

لكه چي خبر يئ پر مشهور عالم او اسلام ته ژمن داعي مولوي صاحب عبدالسلام عابد يو ځل بيا بمي بريد وشو؛ يو ځل د مخكني حكومت په دوران كي او دا ځل په همدې اونۍ كي، يو ملگرى ئې شهيد شو؛ دى او بل ملگرى ئې ټپي شول. په داسي حال كي چي شهيد ته دعاء كوو او د كورنۍ غړو او دوستانو ته ئې تسليت وړاندي كوو، مجروحينو ته له الله تعالى عاجل او كامل صحت غواړو، پر بريد كوونكو لعنت وايو او له الله تعالى ورته د فوري انتقام او شديدى سزا انتظار او دعاء كوو.

ويل كېږي چي عابد صاحب ته د عبدالرحمن مسجد د خطابت او امامت پرېښودو گواښونه شوي وو؛ د دغو مكررو گواښونو له كبله هغه تر بريد لږ وړاندي له لمونځ كوونكو سره خداى پاماني كړې وه او له خطابت او امامت ئې لاس اخيستى وو؛ خو جاني او وحشي قاتل چي ښايي د همدې خطابت او امامت پرېښودو لپاره ئې لومړى دى گواښلي او بيا ئې پرې بريد كړى؛ د ده پر استعفاء ئې اكتفاء ونه كړه او په ډېري بې مروتۍ سره ئې پر ده بمي بريد وكړ.

مولوي صاحب عابد د اشغال په كلونو كي د ارگ خوا ته د مبارزې كلك سنگر جوړ كړى وو، په خپلو خطبو او ويناوو سره ئې د اسلام لپاره او د اشغالگرانو او د هغوى د لاس پوڅي دين دښمن حكومت په خلاف دومره څه كړي چي ويلى شو د هري جمعې خطبې اغېز او نتائج ئې كه په سنگر كي د پرتو لسگونو مجاهدينو تر ډزو زيات نه وو نو كم خو په  هيڅ صورت كي نه وو. پيغمبر عليه السلام د جابر حاكم په وړاندي حق وينا ته د اكبر جهاد نوم او مقام وركړى؛ يقيناً چي په تېر جهاد كي ډېرو مؤمنو افغانانو له جومات، منبر، دفتر، د مدرسې، ښوونځي، پوهنتون له ټولگي سنگرونه جوړ كړي وو؛ همدا دوى وو چي ولس ئې جهاد او د مجاهدينو ملاتړ، ملگرتيا او حمايت ته چمتو كول، په خپلو پرتمينو تظاهراتو، غونډو او احتجاجونو سره ئې د اشغالگرانو او د دوى د لاس پوڅي او مزدور نظام پښې لړزولې، د نظام په امنيتي ځواكونو كي چي چا د اشغالگرانو په خلاف فدائي عمليات كړي او دښمن ته ئې درانه تلفات اړولي؛ د همدغو له تبليغاتو متأثر شوي او د فدائي عملياتو پرېكړه ئې كړې. څومره اشغالگران چي د دغو فدائي سرتېرو په ناڅاپي بريدونو كي وژل شوي؛ لسمه برخه ئې په مخامخ جگړو كي نه دي وژل شوي.

دا يو مسلم حقيقت دئ چي د نړۍ هيڅ انقلاب؛ يوازي په نظامي عمل او د جنگياليو په جنگ سره نه پيل شوى او نه بريالى شوى؛ پيل ئې له فكري مبارزې وو او په بريا كي ئې د هغو ونډه تر ټولو ځلانده او اغېزمنه وه چي د فكري سنگر هوښيار او هدفمن مبارزين وو، مجاهدين ئې د جهاد لپاره چمتو كړي او ولس ئې د مجاهدينو ملاتړ او مرستي ته تيار كړى.

ناټو هغه مهال د افغانستان له دائمي اشغال مأيوس او د وتلو پرېكړه ئې وكړه چي د افغان اردو او امنيتي ځواكونو په ليكو كي د فدائيانو شمېر او د دوى فدائي عمليات پراخ او زيات شول او ناټو ئې له مهارولو او مخنيوي عاجزه شوه؛ او له دې پرته بل بديل ورته پاته نشو چي خپل ځواكونه له افغانستان وباسي.

وروڼو خوېندو!

باور لرو چي نن د علماءو او مجاهدينو په ترور كي همغه كړۍ لاس لري چي په تېرو څلوېښتو كلونو او د اشغال په دوران كي ئې لاس درلود.

حكومت بايد د دغو پېښو د مخنيوي لپاره جدي تدابير ونيسي، د ترورونو عاملين بايد تشخيص شي، ونيول شي، په علني توگه محاكمه او مجازات او د مقتولينو د ورثه وو په وړاندي قصاص شي.

حكومت بايد تر هر څه وړاندي خپل امنيتي ادارې له هغو تصفيه كړي چي د اشغالگرانو په خدمت كي وو؛ داسي څوك بايد په وسله والو او امنيتي ځواكونو كي ونه نيسي چي لاسونه ئې د افغانانو په وينو سره دي او مجاهدينو ته د دښمن او رقيب په سترگه گوري. څوك چي د حكومت له آدرس خپلسري عمليات كوي، د خلكو كورونو ته ننوځي، وسائل او وسائط غصب كوي، خپل شخصي رقابتونه پالي، ماشومان، مېرمني او سپينږيري ځوروي، خپل مخالفين نيسي، تعذيبوي او وژني ئې؛ دوى بايد ډېر ژر ونيول شي او داسي كلكه سزا وركړى شي چي هم د هر قاتل او جاني لپاره د عبرت وسيله شي او هم ملت مطمئن شي چي نظام او چارواكي د دوى په خدمت كي دي او سر، عزت او مال ئې په دې نظام كي خوندي دي

هيڅوك بايد داسي فكر ونه كړي او داسي څه په خپلو سترگو ونه گوري چي په دې نظام كي او نن د اشغالگرانو ملگري او د مخكني نظام لوړ پوړي افسران، مأمورين، چارواكي او د دوى د جرمونو شريكان، ملگري او نږدې همفكران او خپلوان؛ نه يوازي خوندي دي؛ بلكي درناوى ئې كېږي

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک