د بېوزلو سره مرسته کول!
ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو!
السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!
الله(ج) د وکړي چې ټول روغ او جوړ وئ.
ګرانو او قدرمنو لوستونکو!
نن سبا په ګران افغانستان کې ځینې خلک له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي، او هم د ژمي موسم را روان دی. نو له هغو ټولو قدرمنو افغانانو څخه چې ژوند یې لږ شانته ښه دی، هیله کیږي، چې د خپلو وطنوالو کمک ته د زړه له کومي ورودانګي، او د خپلو بېوزله وطنوالو ستونزې یو څه اندازه حل کړي.
د یادولو وړ ده، چې بهرمېشته افغانان باید پدغه د خیر کار کې پوره ونډه واخلي. که چېرې دوی وغواړي، نو په ریښتیا سره دوی ښه د پام وړ کمک کولای شي، او باید ویې کړي.
که فرضاٌ دوی له نورو افغانانو سره کمک نشي کولای، نو لږ تر لږه خو دوی باید د خپلو نیږدې او لېرې خپلوانو، او ملګرو سره تر خپل وسه پورې کمک وکړي.
یا په بل عبارت، که هر بهرمېشته افغان له خپلو خپلوانو، خپلو کلیوالو، او خپلو ملګرو سره کمک وکړي، نو ان شاءالله، بیا به هم د افغانستان د بېوزله خلکو یوه اندازه ستونزې سپکې شویې وي. یعنې په اوسني وخت کې به ډېر کم کلي او بانډې وي، چې د هغوی یو څوک په بهر کې ژوند نکوي.
همدارنګه باید د افغانستان په خلکو کې هم، دا فکر پیدا شي، چې دوی د پیسو په مصرف کولو کې له ډېر احتیاطه کار واخلي، یعنې یوه اندازه پیسې دغه ورځو ته وساتي. تر اوسه خو داسې معلومیږي، چې دوی هم دغه کار ندی کړی، او ټولې پیسې یې بېدریغه مصرف کړې دي.
د پام وړ ټکي!
الله(ج) د ټولو روزي رسان دی، او الله(ج) به دغه سختې ورځې په ټولو افغانانو باندې تېرې کړي، او الله(ج) پدغه حالت کې خپل بنده ګان امتحان کوي. نو الله(ج) د مونږه ټول پدغه امتحان کې کامیاب لري، ترڅو وکولای شو، له خپلو بېوزله وطنوالو سره تر خپله وسه کمک وکړو.
په پای کې په ډېره عاجزۍ سره دواړه لاسونه د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته پورته کوم، او د زړه له کومي دعا کوم، چې الله(ج) د ګران او ځورېدلی افغانستان نور له هرنوع اشغال څخه په امن کې وساتي، او الله(ج) د ټول په اسلام او وطن مین افغانان سره متحد کړي، ترڅو وکولای شي، چې د خپل ملک ستونزې پخپله حل کړای شي، او ان شاءالله ډېر امېد شته چې همداسې به وشي.
والسلام.
