No-IMG

محترم حکمتيار صاحب د لغمان ولايت مجاهدينو سره وکتل

شنبه؛ د ۱۴۰۰ ھ ش کال، د قوس مياشتې ۲۷مه.

نن له غرمې مخکې د ح اا قدرمن امير د لغمان ولايت له يو شمېر مجاهدينو سره وکتل. په ياده کتنه کې د لغمان ولايت د ح اا د مجاهدينو په استازيتوب ښاغلي مولوي سميع الله کفايت، د هجرت په ديار کې د حضرت قيس بن سعد «رضی الله تعالی عنه» لېسې د کيميا مضمون پياوړي او مشهور استاد کوچي او ورسره راغليو ملګرو مشر ته د خپلې ژمنتيا، تعهد او د ح اا د سپېڅليو اهدافو د تحقق په اړه د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ. او زياته يې کړه؛ کلونه کلونه مو د يادو سپېڅليو اهدافو د تحقق په خاطر مبارزه وکړه او قربانۍ مو ورکړې، که اړتيا شوه، بيا هم ستاسې تر قيادت لاندې دې پُر افتخاره قربانۍ ته اماده يو او هیڅ راز درېغ به و نه کړو. قدرمن مشر د نوموړو په شمول د ټولو مجاهدينو له تعهد، اخلاص او قربانيو يادونه وکړه او هغه يې د دين دفاع او هېواد آزادۍ په لار کې د نه هېرېدونکو کارنامو او تاريخ په توګه ياد کړ.

قدرمن مشر د هېواد اوسني وضعيت په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل:

د نوي حکومت په اړه وضعيت تر ډېره حده ښه شوی. بهرني ځواکونه د يوې شرمناکې ماتې په پايله کې له هېواده وتلي. الله تعالی همدا غوښتل او موږ پرې راضي يو. له إمارت اسلامي حمايت کوو، مرسته ورسره کوو، د ستونزو پر وخت يې په څنګ کې درېږو. ولس ته مو هم همدا ويلي او وايو. په خپلو خطبو او مرکو کې هم پر همدې تأکيد کوو. خو حکومت هم يو څه ستونزې لري چې بايد حل يې کړي. لومړۍ هغه يې په کور دننه او بهر د مشروعيت مسئله ده چې په دې اړه بايد ملت ته معقول ډاډ ورکړي او واضح دريځ ولري، څو کورنی مشروعيت پرې لاس ته راوړي. همدا راز په دولتي ادارو کې هم ستونزې شته چې ډېری هغو يې شخصي بڼه غوره کړې. د نرخونو مسئله هم ډېره اړينه ده او بايد کافي توجه ورته وشي. افغانۍ هم ورځ تر بلې مخ پر ځوړ دي، په ځانګړي ډول د ډالر پر وړاندې يې ارزښت ورځ تر بلې ښکته کېږي.

د رئيس الوزراء او إمارت د لوړ پوړو چارواکو له بيا بيا سپارښتنو سره هم د محکمو او عدالت د تطبيق برخه کې ستونزې لا په خپل حال پاتې دي.

هيله ده چې مسئولين د يادو ستونزو د حل په اړه جدي او کوټلي ګامونه واخلي، څو د عام ولس او حکومت تر منځ واټن را منځ ته نه شي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک