مهم ترین های امروز شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: انجنیر گلبدین حکمتیار امیر حزب اسلامی افغانستان خواهان مشخص شدن زمان پایان کار حکومت سرپرست طالبان شد.
امیر این حزب آقای حکمتیار می گوید که زعیم حکومت بعدی طالبان مشروعیت اش را بر بنیاد میکانیزمی باید به دست آورد که پس از رحلت پیامبر بزرگ اسلام حضرت ابوبکر، حضرت عمر، حضرت عثمان و حضرت علی کسب کرده بودند.
✒: د اسلامي امارت مرستیال ویاند احمدالله وثیق په اسلاماباد کې د اسلامي همکاریو سازمان غونډه د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو ډېره مهمه بللې او د یو ټیوټ له لارې یې زیاته کړې چې د دې ناستې پایلې به د افغانستان په ګټه وي.
ټاکل شوې دا غونډه سبا یکشنبه پیل شي.
✒: انجنیر گلبدین حکمتیار امیر حزب اسلامی افغانستان با برگزاری لوی جرگه مخالفت کرد.
به باور آقای حکمتیار لوی جرگه ها در بیست سال گذشته هیچ مشکلی را حل نکرده، بل به مشکلات افزوده است.
پیش از این حامد کرزی به طالبان مشوره داده بود که برای مشروعیت داخلی شان لوی جرگه برگزار کنند.
✒: د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي چې نن یې اسلام اباد ته سفر وکړ هغه وایي، اسلامي امارت به هیچا ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي. ښاغلي متقي وایي په پاکستان کې د اسلامي همکاریو د سازمان غونډه د افغانستان لپاره مهمه ده.
✒: امیرخان متقی، سرپرست وزارت خارجه پس از چاشت امروز با شاه محمود قریشی، وزیر خارجه پاکستان در اسلامآباد دیدار کرد. قریشی در تویتی نوشته است که آنان در باره «بحران شدید انسانی» در افغانستان گفتوگو کردند.
✒: ذبیح الله مجاهد، سخنگوی امارت اسلامی در نشست خبری وزارت مهاجران و عودت کنندهگان میگوید که در سال آینده یک شمار زیاد از مهاجران افغان از کشورهای همسایه به کشور برخواهند گشت. وی از نهادهای بین المللی میخواهد که در رسیدهگی به مشکلات آنان با امارت اسلامی همکاری کنند.
✒: خلیل الرحمن حقانی، سرپرست وزارت مهاجرین در نشست خبری در کابل میگوید که ملل متحد و سازمانهای بشری باید حقوق افغانهای که در بیرون از کشور بسر میبرند را تأمین کنند و راه را برای برگشت آنان به کشور هموار سازند.
مهاجران افغان در کشورهای بیرونی در «کمپها وضعیت بسیار ناگوار دارند» و آنان باید به کشور برگردند و در اینجا کار کنند.
در هفته آینده در تمام ولایات کمکهای بشردوستانه را به نیازمندان توزیع میکنیم.
✒: د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په پارلماني چارو کې د پاکستان د دولت وزیر سره په خبرو کې وویل، د اسلامي همکاریو سازمان غونډه کې به له ګډونوالو وغواړي چې له افغانستان سره اړیکې بیا راژوندۍ کړي او له افغانستان سره د مرستو یو صندق د جوړېدو غوښتنه به هم وکړي.
✒: شیرمحمد عباس استانکزی، معین سیاسی وزارت خارجه میگوید که امروز در افغانستان جنگ نیست و زمینه برای برگشت مهاجرین مساعد است. به گفته او، امارت اسلامی متعهد به فراهم کردن کار به مردم است.
عباس استانکزی: مهاجران افغان در مرزها با مشکلات فراوان روبرو اند. امارت اسلامی از ایران و پاکستان میخواهد که با مهاجران افغان برخورد انسانی، اسلامی و مطابق به قانون بین المللی داشته باشند.
مهاجران افغان در مرزها با مشکلات فراوان روبرو اند. امارت اسلامی از ایران و پاکستان میخواهد که با مهاجران افغان برخورد انسانی، اسلامی و مطابق به قانون بین المللی داشته باشند.
✒: د کابل امنیه قومانداني وايي، دیني عالم مولوي بسم الله نن سهار د کابل ښار په ۱۷مه ناحیه کې وژل شوی دی. تر اوسه د برید پړه چا په غاړه نه ده اخیستې.
✒: علم ګل حقاني، سبا به د کابل په ګډون په درینو ولایتونو کې د پاسپورت ورکولو چارې پیل شي.
د پاسپورت رییس وایي، آنلاین فورمې تغییر کړی په زړو فورمو پاسپورت نه ورکول کېږي. هغه وایي څوک چې ولایتي تذکره لري مربوطه ولایت ته د ولاړ شي په کابل کې پاسپورت نه ورکول کېږي.
حقانی وویل، ټول باید په ولایتونو او مرکز کې د مهال ویش سره سم راشي او د پنجشنبې ورځ یې د مجاهدینو لپاره ځانګړې کړې چې عام وګړي به په دې ورځ نه ورځي.
حقانی، د چارواکو او روغتیایي مرکزونو څخه وغوښتل چې چاته سپارښت لیکونه ورنکړي او له هېوادوالو یې و غوښتل چې کمیشنکارانو ته پیسې ورنکړي، هغه وایي د بل چا په لاس هیڅ ډول اجراات نه کېږي.
✒: د افغانستان معلول لامبو وهوونکی عباس کریمي چې اوس په امریکا کې ژوند کوي، د لامبو وهلو سیالۍ په لومړۍ ورځ د سپینو زرو مډال وګاټه.
دا سیالۍ د امریکا «شمالي کارولینا» ایالت کې پیل شوي چې کریمي پهکې د پنځوس مټره لامبو وهلو سیالۍ کې ګډون کړی و.
✒: د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني وايي، افغانستان د هېڅ هېواد لپاره ګواښ ندی او نړۍ دې له افغانانو سره تعامل وکړي.
سراج الدین حقاني دا خبره په افغانستان کې د یوناما مشرې دیبورا لاینز سره د لیدنې پر مهال کړې ده.
✒: د افغانستان د اسلامي متحد ګوند مشر وحیدالله سباوون وايي چې پخواني ولسمشر محمد اشرف غني سياسي ګوندونو ته ارزښت نه ورکولو او سياسي ګوندونه يې څندې ته کړي وو.
سباوون له اريانا نيوز سره په مرکې کې ويلي دي، چې په تېر جمهوریت کې هم دی د طا_لبانو پر وړاندې د جګړې پلوی نه وو.
✒: د صلاح الدين رباني په مشرۍ د جمعيت ګوند يوې ټوټې، په رسنیزه خبرپانه کې ويلي دي چې د غني په مشرۍ تېر حکومت په معاملې او ملي خيانت، پوځ او نور بنسټونه ړنک کړل جمعیت ګوند دغه اعلاميه د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان د سبا ناستې په اړه خپاره کړې او له دغه سازمان څخه يې غوښتي چې سياسي ګوندونو سره خبرو لپاره طا_لبان وهڅوي.
✒: د تېر پرځېدلي جمهوريت، بهرنيو چارو وزير محمد حنیف اتمر (د افغانستان اسلامي جمهوريت، بهرنیو چارو وزارت) په نوم يوه خبرپاڼه خپره کړې او د اسلامي همکاریو سازمان څخه يې غوښتي، چې د دوحې هوکړې اړوند د بين الافغاني خبرو بيا پيل کې هڅې وکړي اتمر د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان ناسته، چې سبا اسلام اباد کې جوړيږي ستايلې او زياتوي چې د کورني او بهرني مشروعیت لپاره بايد د دوی (نسکور شوي جمهوريت) او طا_لبانو (د ا.ا.ا) ترمنځ بين الافغاني خبرې له سره پيل شي.
✒: کابل کې د نن ماښام چاودنه کې یوتن وژل شوی او درې نور ټپیان شوې دي.
کورنیو چارو وزارت وایي، چاودنه د دویمې حوزې اړوند برکي څلور لارې کې په یوه موټر کې د ګاز ډبې د چاودنې له امله رامنځ ته شوې، چې له امله یې یو ملکي کس وژل شوی او درې نور ټپیان شوې دي.
✒: امیرخان متقی، سرپرست وزارت خارجه امروز با خانم ریتنو مارسودیا، وزیر خارجه اندونیزیا در اسلامآباد دیدار کرد. سخنگوی وزارت خارجه میگوید که در این دیدار آنان در باره وضعیت اقتصادی افغانستان گفتوگو کردند و آقای متقی خواهان همکاری اندونیزیا در بخشهای اقتصادی، آموزشی و سیاسی شد.
✒: د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي نن له غرمې وروسته د افغانستان او پاکستان لپاره د المان له ځانګړي استازي جاسپر ویک سره ولیدل.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي چې په دغې لیدنه کې هغوی د افغانستان د اقتصادي وضعیت او بشرپاله مرستو په هکله خبرې کړې دي.
بلخي زیاتوي چې متقي له افغانستان سره د المان د ۶۰۰ مېلیونه یورو مرستې ستاینه وکړه او د افغانستان د بانکونو له لارې د هغه د لېږد غوښتونکی شو.
✒: هشت موتر حامل ادویه کمکشده مردم پاکستان امروز به مسوولان صحی ولایت ننگرهار تسلیم داده شد.
به گفته مسوولان، این ادویه پس از ارسال به مرکز به مراکز صحییی که نیاز جدی دارند، توزیع خواهد شد.
✒: نرخ مواد اولیه امروز (شنبه، ۲۷ قوس) در شهرکابل؛
یک بوری آرد ۵۰ کیلوگرام قزاقی ۲۳۰۰ افغانی
۱۶ لیتر روغن ۲۶۰۰ افغانی
۷ کیلوگرام بوره ۴۷۰ افغانی
۲۵ کیلو برنج درجه اول ۲۵۰۰
۷ کیلو برنج شولهیی ۲۸۰
۷ کیلو ماش وطنی ۵۴۰
۷ کیلو لوبیای کلان دانه وطنی ۸۰۰
۷ کیلو نخود وطنی ۷۵۰ افغانی.
✒: د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ د افغانستان په هکله د اسلامي همکاریو سازمان په غونډه کې ګډون کوي.
وېسټ په یوه ټویټ کې لیکلي چې دا د افغانستان لپاره پر ځای او یوه مهمه غونډه ده. ټاکل شوې دغه غونډه سبا په اسلام اباد کې جوړه شي.
✒: امریکا وایي دوی پخواني حکومت ته دا ثابته کړې وه، چې ارو مرو به خپل سرتېري له افغانستان وباسي. د امریکا ددفاع وزارت ویاند جان کربي د حمدالله محب پر څرګندونو په غبرګون کې ویلي، هغه خبرې ناسمې دي چې ګواکي امریکا د سرتېرو په ایستلو کې جدي نه وه.
✒: د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سلیوان له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو دفاع کړې ده او زیاته کړې یې ده چې په دغه هېواد کې یې ترسره کړی ماموریت بریالی و او بلاخره یې په افغانستان کې خپل جنګي او ډیپلوماټیک ماموریت په مؤثره توګه پای ته ورساوه.
✒: د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې امریکایي یهودان له دې وروسته اسراییل ته په اهمیت قایل نه دي. نوموړي په خپله تازه مرکه کې ویلي چې د امریکا یهودان نور اسراییل سره مینه نه لري او نه هم هغوی ته اهمیت ورکوي.
✒: پنټاګون وايي چې د دوحې هوکړه له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د بشپړ وتلو سیګنال وو چې بايد د وخت افغان حکومت ځان ورسره عيار کړی وای.
د پنټاګون ویاند ويلي چې د هغه وخت حکومت په دې هيله وو چې امریکايي ځواکونه به هېڅکله هم په بشړ ډول له افغانستانه ونه ځي، خو داسې نه وه.
✒: امریکا افغان ځواکونو ته ځانګړي کړي وسلې او تجهیزات اوکراین ته ورکوي.
د افغان پوځ تر پاشل کېدو وروسته امریکا غواړي هغه وسلې او تجهیزات چې افغان ځواکونو ته یې ځانګړي کړي وو، اوکراین ته وسپاري.
وال سټرېټ ژورنال وايي، امریکا غواړي په دې وسلو اوکراین د روسیې پر وړاندې تقویه کړي.
✒: د پاکستان د کراچۍ ښار په شېرشاه سیمه کې چاودنې اته تنه وژلي او دولس تنه نور ټپیان دي.
✒: د بېلابېلو هېوادونو ۹۰ پلاوي د اسلامي همکاریو سازمان په غونډه کې د ګډون په موخه اسلاماباد ته رسېدلي، څو په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه خبرې وکړي.
ویل شوي په دې غونډه کې - چې سبا یکشنبه پیلېږي - د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرت وزیر امیر خان متقي هم ګډون کوي.
