د محترم حکمتيار صاحب څلورمه درسي حلقه تر سره شوه
نن جُمعه، د قوس مياشتې شپږ ويشتمه:
د حزب اسلامي افغانستان مرکزي دفتر د غونډو په تالار کې د (سلفي شم که مذهبي پاته شم؟) تر عنوان لاندې د حزب اسلامي افغانستان قدرمن حکمتيار او امير څلورمه درسي او تعليمي حلقه دائره شوه، چې د تېر په څېر ګڼ شمېر ورونو او خويندو په کې برخه لرله.
د رواياتو د صحت، سقم او ضعف په اړه د تېر درس پر دوام قدرمن حکمتيار وويل؛
د أمت فقهاءو او محدثينو مختلف روايات چڼلي، د خپل بشري جُهد او رأيې پر اساس يې ترې يو اخيستی او همغه يې د حکم بنسټ ګرځولی. د بېلګې په ډول يې په تکبير تحريمه کې د لاسونو پورته کولو مسئلې ته إشاره وکړه، چې په رواياتو کې په درې صورتونو راغلي.
الف: د غوږونو له نرميو سره د غټو ګوتو تر برابروالي.
ب: د اوږو تر برابروالي.
د: د سينې په اندازه پورته کول.
حکمتيار زياته کړه؛ له دې په څرګنده توګه معلومېږي، چې فقهاءو او مذاهبو أمت ويشلی نه، بلکې أمت يې د دين پر بېلابېلو صحيح رواياتو او احکامو راټول کړی.
حکمتيار همدا راز وويل؛ د رواياتو کتابونه له فقهاءو ډېر وروسته ليکل شوي. إمام بخاري رحمه الله له شپږ لکو رواياتو ډېر کم شمېر را اخيستي، خو د هغه باوجود هم په کې داسې روايات شته، چې تلفيق يې ممکن نه دی. هغه دا کار لوستونکو ته پرېښی، په داسې حال کې چې دا کار يوازې هغه څوک کولای شي، چې د رواياتو تر منځ د ترجيح او غوراوي وړتيا ولري او د علمي رأيې خاوند وي. دې ته پر کتو ويلای شو، هغوی چې يوازې د بخاري په رواياتو إکتفا کوي او فکر کوي، چې هر څوک ترې مسائل را ايستلی شي، او د فقهاءو آراءو ته پر مراجعې نه اړ کېږي، هغوی په يوه ستره اشتباه کې پرېوتي. قدرمن حکمتيار د بېلګې په ډول د بخاري هغه حديث ته إشاره وکړه، چې د وحی د نزول په اړه له عائشې رضی الله تعالی عنها څخه روايت شوی، چې دوه ځل بخاري پر بېلابېلو عبارتونو راوړی، چې د عائشې رضی الله تعالی عنها په روايت کې د وحی راتګ «صلصلة الجرس» د زنګ د غږ په څېر ياد شوی او په دوهم روايت کې بيا د فرشتې راتګ د زنګ له غږ سره تشبيه شوی.
که په دې دواړو روايتونو کې ژور غور وکړو، نو جوتېږي چې د فرشتې راتګ د زنګ له غږ سره تشبيه کول مناسب او موزون نه دي، خو د وحی راتګ له زنګ سره تشبيه کول موزون برېښي. لومړی روايت د قرآن له وينا سره هم اړخ لګوي، هلته چې فرمايي:
(هيڅ انسان ته نه ښايي چې الله تعالی ورسره خبرې وکړي، مګر په وحی سره، يا هم د پردې له شا او يا دا چې فرشته ولېږي او هغه څه د ده په حکم ورته وحی کړي، چې الله تعالی يې غواړي. يقيناً چې هغه باحکمته لوړ دی.)
په پورتني آيت کې د وحی درې صورتونه ياد شوي:
لومړی؛ مخامخ وحی.
دوهم؛ د پردې له شا.
درېيم؛ د فرشتې په واسطه.
د پردې له شا تکلم يوازې له موسیٰ عليه السلام سره او پاتې دوه صورتونه؛ چې يو يې بلا واسطه او بل يې د فرشتې په واسطه، نو په دې دواړو کې يوازې همغه صورت د منلو دی چې له قرآن سره اړخ لګوي.
پورتنۍ بېلګې ته پر کتو بخاري رحمه الله نه دلته، او نه په نورو مواردو کې دا ويلي، چې کوم يې تر بل غوره او د عمل وړ دی، يوازې په أمانت ډول يې د سند په اعتبار ثبت کړي او غوراوی يې لوستونکو ته پرېښی. او هغه هم داسې لوستونکو ته چې د قرآن د دقيق تفسير تر څنګ په سيرت او أحاديثو پوه وي او يا که په إختصار يې ووايو، داسې يو څوک چې «فقيه» وي.
د يادې درسي حلقې په پای کې د ګډونوالو پوښتنو ته هم ځوابونه وويل شول او جلسه د حکمتيار صاحب په دعائيه پای ته ورسېده.
