په عراق کې د امریکایي ځواکونو پر پوځي کتار چاودنه شوې
د ترکيې تلويزيون د راپورله مخې د عراق د الدیوانیه په ښار کې د امریکايي ځواکونو پر کتار برید شوی
په عراق کې د امریکايي ځواکونو په پوځي کتار چاودنه شوې ده .
د عراق په سویل کې د الدیوانیه ښار مسئولینو ویلي دي چې پرون پدې ښار کې د امریکايي ځواکونو په یو پوځي کتار چاودنه شوې ده .
د عربي رسنیو د خبر له مخې ددې برید مسئولیت د خیبر لوا په نامه یوې ډلې په غاړه اخیستی دی. همداشان دې ډلې ویلي دي چې هر څه ژر به د امریکايي ځواکونو پر خلاف د خپلو عملیاتو انځورونه او ویدیوګانې هم نشر کړي.
پدې برید کې امریکایي ځواکونو ته د اوښتو ځاني زیانونو په اړه څه ندي ویل شوي.
د ویلو ده چې پدې وروستیو میاشتو کې په عراق کې د امریکايي ځواکونو پر خلاف ډیری بریدونه د هغه ډلو لخوا کیږي چې په لویدیځه اسیا کې ددوې د روان پوځي حضور مخالفې دي.
د ویلو ده چې په عراق کې پر امریکايي ځواکونو هله د بریدونو کچه لوړه شوه چې د ۲۰۲۰ کال د جنوري په میاشت کې د ایران تر ټولو پر پياوړي قومندان او د حشد الشعبي پر مرستیال مرګوني بریدونه وکړل.
د سلیماني او ابو مهدي المهندسي د وژل کیدو نه وروسته په عراق کې پر امریکايي ځواکونو د بریدونو کچه لوړه شوه.
