د محترم حکمتيار صاحب درېيمه درسي حلقه تر سره شوه
پنجشنبه، د قوس مياشتې شپږويشتمه:
د حزب اسلامي افغانستان مرکزي دفتر د غونډو په تالار کې د (سلفي شم که مذهبي پاته شم؟) تر عنوان لاندې د قدرمن حکمتيار صاحب درېيمه درسي او تعليمي حلقه دائره شوه، چې ګڼ شمېر ورونو او خویندو په کې برخه اخيستې وه. په ياده درسي حلقه کې معزز حکمتيار صاحب د رواياتو د صحت، سقم، ضعف او د رواياتو له وجې په امت کې د را ولاړو شويو ستونزو په اړه تفصيلي، علمي او منطقي بحث وکړ.
نوموړي وويل؛ درنو محدثينو او فقهاءو په دې برخه کې ستر خدمت وکړ او أمت يې د جعلي او موضوعي رواياتو له شره وژغوره.
هغه همدا راز د يادې موضوع د وضاحت په پار وويل؛ کله چې مدينه د خلافت مرکز وو او د مسلمانانو ټول مذهبي او سياسي أمور له مدينې إداره کېدل، په أمت کې إختلافات نه وو، خو کله چې د خلافت إداره له مدينې نه کوفې او له هغه ځايه شام ته انتقال شوه، مذهبي اختلافات او ستونزې منځ ته راغلې. که څه هم تر ډېره بريده د يادو اختلافاتو منشأ سياسي وه، خو ځيني غرضي او مرضي کړيو مذهبي رنګ ورکړ او د خپلو سياسي حريفانو پر ضد يې وکاروه، چې له همدې امله د سني او شيعه پر نوم د مذاهبو جلاوالی هم منځ ته راغی، په داسې حال کې چې کله د خلافت مرکز يو وو، نو مذهب هم يو وو، او د سني او شيعه تر منځ جلا مذاهب نه وو.
حکمتيار صاحب زياته کړه؛ دا فتنه هغو خلکو منځ ته راوړه، چا چې عثمان رضي الله عنه په شهادت ورساوه، او په دې کار يې د صحابه ؤ تر منځ د اختلاف فتنه را ولاړه کړه.
شيعه ګانو له ځانه جعلي روايات جوړ کړل، تر دې چې د قرآن ثابت او صريح آيتونه يې هم د خپلې سياسي إدعا له پاره د علي، فاطمې او نورو صحابه ؤ رضوان الله تعالیٰ عليهم أجمعين په اړه غلط تفسير او تأويل کړ. قدرمن حکمتيار صاحب د همدې إدعا د إثبات له پاره د سورة التين هغه تفسير ته هم إشاره وکړه، چې ځينو مشهور شيعه ملايان يې د علي رضی الله عنه او فاطمې رضی الله عنها په اړه کوي.
همدا راز قدرمن حکمتيار صاحب نورو مهمو مسائلو ته هم په تفصيلي بڼه اشاره وکړه، او ويې ويل:
قرآن کريم الله تعالی زموږ د فهم مطابق نازل کړی، هر هغه مسأله چې اختلاف په کې لرو، نو لومړی يې بايد قرآن ته راجع کړو او حل يې په کې ولټوو، او د اختلافاتو د حل یوازینۍ مرجع يې وګڼو. او همدا تګلاره غوره کول په قرآن د إيمان تقاضا هم ده.
دوهم؛ له حديث ليکلو د منعې په سبب ډېر لږ شمېر داسې احاديث دي، چې په تواتر سره ثابت دي.
درېيم؛ د حديث ليکنې پر يوې خاصې لړۍ فشار د دې سبب شو چې شيعه ګان له ټول أمت بېله لار غوره کړي. له علي رضی الله عنه او څو نورو صحابه ؤ پرته پر نورو ټولو صحابه ؤ د منافقت او ارتداد ټاپې ووهي.
او...
موږ د همدې اختلافاتو د حل پر موخه د درسي حلقاتو دا لړۍ پيل کړې او دوه لارې لري.
لومړی؛ پر بنسټيزو او محکمو مسائلو کې توافق او په فروعي مسائلو کې يو بل معذور ګڼل.
دوهم؛ هغوی چې مغرور دي او له خپل مسلک پرته پر نورو د بطلان کرښه راکاږي، او د لفظي تعارض او تهاجم لار اختياروي، ور يادوو چې د يو بل سپکاوي، رد او ترديد ته اړتيا نشته، راځئ؛ چې د همداسې علمي، تعليمي او منطقي برنامو او مناقشو له لارې یو بل ته قناعت ورکړو.
په پای کې د حکمتيار صاحب له لورې د ګډونوالو پوښتنو ته د ځواب ويلو تر څنګ، ياده درسي حلقه په دعا سره پای ته ورسېده.
