مهم ترین های امروز پنج شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: امنيتي سرچينې وايي چې د کابل ښار شهزاده سرای کې يوه ۲۱ کسيزه ډله نېول شوې ده، چې ډالر به يې قاچاقول، ويل شوي چې دغه کسانو هڅه کوله چې ۱۸ مېلیونه امريکايي ډالر له کابله پاکستان ته په قاچاق کړي.
✒: حامد کرزي د امريکا متحدو ايالتو له خوا افغانستان سره د يو مېليون ډوز کرونا ويروس ضد واکسين او ۴۷۴ مېليونه امريکايي ډالرو مرستې مننه او ستاينه کړي.
کرزي پر خپلې ټوېټر پاڼې ليکلي، چې هيله لري د امريکا متحد ايالت په راتلونکې هم افغانانو سره دا ډول مرستو ته ادامه ورکړي.
✒: د ملي امنيت شورا پخواني تښتېدلي سلاکار، حمد الله محب ازادي راډیو سره په خپلې مرکې کې ويلي دي چې په دې پار يې ځان له رسنيو پټ کړی وو، چې د تېر نظام د نسکورېدو اغېز پرې پروت وو او ولس ته يې ځواب نه درلود، محب وايي چې يو څه وخت ته يې اړتيا درلوده ترڅو د خپلو تېروتنو او ناسمو کړنو په اړه ځوابونه پيدا کړي.
✒: له نن سهار راهيسې، کابل شهزاده سرای کې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت يوه افغاني نور هم پورته شو؛ سهار، يو امريکايي ډالر ۹۵ افغانۍ او اوس غرمه مهال يو امريکايي ډالر ۹۴ افغانۍ کېږي.
✒: سرچينې: ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي استعفا کړې او غني ته يې لېږلې.
غلام محمد اسحاقزي له خپلې دندې استفعا کړې او استعفا ليک يې پخواني ولسمشر محمد اشرف غني ته لېږلی دی.
✒: سرپرست وزارت اطلاعات و فرهنگ از رسانهها خواست که مطابق اصول مطبوعات فعالیت کنند، حقایق نشرکنند و تصویر واقعی جامعه را به جهان نشان دهند.
سرپرست وزارت اطلاعات و فرهنگ در مورد نشر گزارشهایی که واقعیت ندارد و بر ارزش پول افغانی نیز تاثیر منفی میگذارد، به تفصیل صحبت کرد و تصامیم لازم در زمینه اتخاذ شد.
✒: د ترکیې د مستقلو تاجرانو او صنعتکارانو د ټولنې پلاوي د رییس الوزرا مرستیال سره لیدنه کې په افغانستان کې د کانونو استخراج او انرژۍ د تولید برخه کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي اړوندې ادارې به دوی ته افغانستان کې د پانګونې اسانتیاوې برابرې کړي.
✒: ارزګان ولایت کې د ماین چاودنې له امله ۲ ملکي کسان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوې دي.
د ترینکوټ د ولایتي روغتون مسوولان وایي، چې تېره شپه د ارزګان ولایت ګیزاب ولسوالۍ کې پر ملکي وګړو د ماین چاودنه شوې، چې پرمهال یې ۲ ماشومان وژل شوي او د ۳ښځو په ګډون ۸تنه نور ټپیان شوي دي.
✒: د بلوچستان ایالت په ګوادر کې خلکو له تېرې یوې میاشتې راهیسې اعتراضونه پیل کړي او د پرلت خیمې یې درولي.
پرلت کوونکي د پاکستان له حکومت څخه غواړي څو ګوادر کې امنیتي چک پواینټونه لرې کړي، د خلکو له ځورولو لاس واخلي او ددې سیمې خلکو ته خپل لومړني حقوق ورکړي.
د بلوچستان د پلان او پرمختګ وزیر بیا رسنيو ته ويلي چې د پرلت کونکو له غوښتنو سرہ سم يې د بلوچستان له پنځو لويو سړکونو څخه ۷۱ چېک پواینټونه لرې کړي او يوازې ۷ ضروري چېک پواینټونه یې پرېیښي دي.
✒: د کورنیو چارو، دفاع او مالیې وزارتونو، ریاست الوزراء، افغانستان بانک او ځینو نورو ادارو ګډه پریکړه:
-ټوله راکړه ورکړه به په افغانیوکيږي.
-نرخونه باید کنترول شي.
-د کورونو او دوکانونو کرایې به په افغانیو تادیه کيږي.
-د پيسو د قاچاق دې کلک مخنيوى وشي.
-سرغړونکي باید مجازات شي.
✒: پژواک خبري اژانس راپور ورکړی دی چې د تېر حکومت په وروستیو کې شاوخوا ۷۸۶ زره ډالر په تاجیکستان کې د افغانستان سفارت ته استول شوي دي.
✒: د افغانستان ا.ا د رییس الوزرا مرستیال ویلي چې دوی د یو پراخ بنسټه او متخصص حکومت جوړولو لپاره هڅې پیل کړې دي او په نږدې راتلونکي کې به په دې اړه خبر خپور شي. نوموړي دا څرګندونې په کابل کې د ایراني سفارت له چارواکو سره په لیدنه کې کړې دي.
✒: د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو ریاست وایي چې په سلګونو لارۍ چې په سوداګریزو توکو بار وې اجازه یې موندلې ده چې د هند مارکېټونو ته داخلې شي.
✒: د سېلاب خیریه بنسټ په مالي ملاتړ په قندهار کې د ۳۰ ځوانانو د واده ګډ مراسم ترسره شول.
زیات ولور، په ودونو کې بې ځایه لګښتونه او نور ناوړه دودونه هغه لاملونه دي چې زیات شمېر ځوانان یې له هېواده بهر تګ ته اړ کړي دي.
✒: نرخ مواد اولیه امروز (پنجشنبه، 25 قوس) در شهرکابل؛
یک بوری آرد ۵۰ کیلوگرام قزاقی 2400 افغانی
16 لیتر روغن 2800 افغانی
7 کیلوگرام بوره 460 افغانی
25 کیلو برنج درجه اول 2600 افغانی
7 کیلو برنج شولهیی 320
7 کیلو ماش وطنی 580
7 کیلو لوبیای درجه اول 800
7 کیلو نخود وطنی 900 افغانی.
✒: خبرگزاری «سانا» متعلق به رژیم بشار اسد مدعی شد که اسرائیل به برخی از نقاط نظامی در جنوب سوریه حملات هوایی انجام داده است.
این خبرگزاری به نقل از یک منبع نظامی مدعی شد که اسرائیل در ساعت 00:50 به وقت محلی، برخی نقاط نظامی رژیم در جنوب این کشور را هدف قرار داد.
همچنین در این گزارش آمده است: یکی از نظامیان وابسته به رژيم اسد نیز در این حمله کشته شد. سامانههای پدافند هوایی ما برخی از موشکهای دشمن را ساقط کردند.
این در حالی است که مقامات اسرائیلی هنوز در این مورد اظهار نظری نکردهاند.
✒: سومین اجلاس شراکت ترکیه و آفریقا با پیام «شراکت تقویت شده برای توسعه و رفاه مشترک» در مرکز کنگره استانبول آغاز به کار کرد.
سومین اجلاس شراکت ترکیه و آفریقا به مدت دو روز (16-18 دسامبر) با شرکت نمایندگان ترکیه و کشورهای آفریقایی برگزار میشود.
در نخستین روز اجلاس، نشست کارمندان بلندپایه کشورهای حاضر به ریاست سدات اونال معاون وزیر امور خارجه ترکیه درحال برگزاری است.
✒: به گزارش خبرنگار آناتولی از فلسطین، مردم نوار غزه در حمایت از اسرای دربند زندانهای اسرائیل و علیه بازداشت اداری مقابل ساختمان کمیته بین المللی صلیب سرخ در غزه تظاهرات کردند.
این تظاهرات به دعوت هیئت امور اسرا و آزادگان فلسطینی و گروههای فلسطینی برگزار شده و معترضان حمایت خود را از اسرای در بند اسرائیل به ویژه هشام ابوهواش، که از 122 روز پیش به این سو در اعتراض به بازداشت اداری دست به اعتصاب غذا زدهاست، اعلام کردند.
بر اساس آخرین گزارش باشگاه اسرای فلسطینی، شمار اسرای فلسطینی در بند اسرائیل به 4650 نفر از جمله 170 کودک و نوجوان و 32 زن رسیده و حدود 500 نفر مورد بازداشت اداری قرار گرفتهاند.
✒: د پاکستان د اطلاعاتو وزیر نن اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل د اګست ۱۵ راهیسی دوه لکه او نوي زرہ افغان وګړي پاکستان ته راغلي.
✒: د امریکا له لوري ایستل شوي کډوال په کمپونو او امریکايي ایالتونو کې له سختو ستونزو سره مخ دي. نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي چې په نظامي اډو یا کمپونو کې پراته افغان کډوال او همدا راز هغه کډوال چې له دغه کمپونو ایستل شوي دي له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
سرچینه کاږي چې دوی لا هم د سرپنا له نشتوالي سره مخ دي، د توکو ګرانۍ یې ژوند سخت کړی دی او هڅه کوي چې په لرو پرتو کلو او سیمو کې د ټيټې بیې کورونه د اوسېدو لپاره پیدا کړي.
✒: د پنټاګون ویاند جان کربي په خپله تازه مرکه کې ویلي چې دوی په افغانستان کې هر څه له نږدې څاري او په خبره یې ګواښونه نه شي ردولی، خو په سیمه کې امریکايي پوځ پراخ حضور لري.
✒: د امریکا کانګریس د رایو په اکثریت د دغه هېواد دفاعي بودیجه تایید کړه. د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې کانګریس د امریکا ۷۶۸ میلیارد ډالري دفاعي بودیجې ته تر اوږدو ناندریو وروسته رایه ورکړې ده.
سره له دې چې د بودیجې د تصویب په اړه پراخې ناندرۍ روانې وې او وکیلانو خپلې غوښتنې او سپارښتنې لرلې خو په ټوله کې دغه بودیجه د ۸۶ مثبتو رایو په اخیستو تایید شوې او د بایډن لاسلیک ته لېږل شوې ده.
✒: د امریکا کانګریس په افغانستان کې د امریکا د ماتې د ارزونې په موخه د شپاړس کسیزې کمېټې جوړول تایید کړل. د راپورونو له مخې کانګریس په دفاعي بودیجه کې د هغه کمېټې جوړول هم تایید کړي چې په افغانستان کې به د امریکا د شل کلن ماموریت ارزونه کوي.
✒: د سعودي عربستان دولتي خبري اژانس راپور ورکړی دی چې د ملک عبدالله د بشردوستانه مرستې له مرکز څخه ۶۵ ټنه خوراکي او نور اړین توکي کابل ته رسېدلي دي.
✒: راتلونکې اونۍ په اسلام اباد کې د افغانستان په اړه د ترویکا پلس غونډه جوړیږي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د افغانستان په اړه د روسیې، چین، امریکا او پاکستان راتلونکې غونډه به بله یکشنبه په اسلام اباد کې جوړه شي.
د زخارووا په خبره غونډه د روانې میلادي میاشتې په ۱۹مه جوړېږي او په هغه کې به د یادو هېوادونو استازي د افغانستان پر روان وضعیت او له دغه هېواد سره پر مرستو او همکاریو خبرې کوي.
د ترویکا د غونډو لړۍ د روسیې له لوري پیل شوې چې په هغه کې د افغانستان پر سولې او دایمي ثبات خبرې کېږي.
✒: د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کميشنرۍ يا UNHCR ويلي چې پرون يې د ازبکستان ترمذ بندر له لارې افغانستان ۴۰ ټنه مرسته رالېږلې ده.
