مهم ترین های امروز چهارشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د کابل په شهزاده سرای کې د امریکايي ډالرو بیه ۱۰۲ افغانیو ته را ټېټه شوې ده.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال احمدالله وثیق پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې دا مهال د کابل په شهزاده سرای کې یو امریکايي ډالر په ۱۰۲ افغانۍ اخېستل کیږي او ۱۰۳ افغانۍ پلورل کیږي.
✒: کابل کې د سږ کال لومړنۍ واوره وریدنه پيل شوې.
همدا اوس د کابل ښار مختلفو سیمو کې واوره اوري.
✒: پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، طالبان کابل ته نه داخلېدل، خو کله چې اشرف غني تېښته وکړه نو طالبانو ته بلنه ورکړل شوه چې کابل ته ننوځي. کرزي له اسوشېټېډپرېس سره په مرکه کې ویلي، ټاکل شوې وه د کابل د سقوط په ورځ د واک د لیږد پر سر د توافق لپاره دوحې ته لاړ شي خو غني معادله بدله کړه.
✒: د ترکمنستان د ۱.۲ میلیونو ډالرو په ارزښت مرستې پرون د تورغونډۍ بندر له لارې هرات ولایت ته راورسېدې. په دې مرستو کې البسه، خوراکي او د سون توکي، ګاز او تېل شامل دي.
✒: د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمدعباس ستانکزی وايي، اسلامي امارت دامریکا په ګډون د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښې او دوستانه اړیکې غواړي.
ستانکزي په ۲۰۷قول اردو کې د خبرو پر مهال ویلي، افغانستان د ټولو ګډ کور دی او هر افغان پکې د قومي او مذهبي توپیر پرته د ژوند کولو حق لري.
✒: پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي له اشوشېټېد پرېس خبري اژانس سره په خپلې تازه مرکې ويلي دي چې د اګست ۱۵مه، ماسپښين ۲:۴۵ دقيقې خبر شو چې غني لاړ.
کرزي اشوشېټېد پرېس ته ويلي چې د اشرف غني له تګ وروسته د غني د ځانګړو ځواکونو يا پي پي ايس مرستیال ورته زنګ وکړ چې ارګ/ولسمشرۍ ماڼۍ ته ورشي او واک په لاس کې واخلي، خو ما دا وړانديز رد کړ او د قانون مطابق مې دغه مسووليت نه شو اخېستلی.
کرزي دا هم ويلي دي چې د اشرف غني له تګ وروسته يې کورنيو او دفاع وزيرانو، د کابل د پوليسو قوماندان او نورو ته زنګونه وکړل خو ټول لاړ شوي وو.
✒: د باختر آژانس د مالوماتو پر بنسټ، د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د برېښنا د درېيو ټرانسفرمرو په فعالېدو سره ۴۵۰ کورنۍ له برېښنا برخمنې شوې دي.
✒: د بشري مرستو ۱۹.۲ میلیونه امریکايي ډالرو څلورمه کڅوړه نن افغانستان ته راورسېده.
د افغانستان بانک افغانانو ته ډاډ ورکړی چې د بانکي نظام وضعیت به ښه او د اسعارو اړتیاوې به ژر حل شي.
په وینا یې رهبري هڅه کوي چې له هرې ممکنې لارې د امریکایي ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت وساتي.
✒: ولادیمیر پوتین و شی جینپینگ روسای جمهور روسیه و چین طی گفتوگویی از طریق ویدیوکنفرانس به ارزیابی مسائل مربوط روابط دوجانبه و موضوعات بینالمللی پرادختند.
پوتین در این گفتوگو که بیش از یک ساعت طول کشید و بخشی از آن با حضور رسانهها به انجام رسید، روابط دو کشور را الگویی « مناسب» در زمینه همکاریهای بین کشورها در قرن بیست و یکم دانست.
وی با اشاره به تداوم رایزنیهای روسیه و چین به رغم شیوع همهگیری جهانی کرونا گفت: میان دو کشور سازوکار همکاری جدید بر اساس عدم مداخله به امور داخلی، احترام به منافع یکدیگر و عزم راسخ برای تبدیل مرزهای مشترک به منطقه نیک همسایگی توام با صلح بیپایان تشکیل شده است.
✒: مولود چاووش اوغلو، وزیر امور خارجه ترکیه در ادامه سفر رسمی خود به امارات متحده عربی با محمد بن راشد آل مکتوم نخست وزیر این کشور و حاکم دبی در این شهر دیدار و گفتگو کرد.
در این دیدار توگای تونچر سفیر ترکیه در ابوظبی و مصطفی ایلکر سرکنسول ترکیه در دوبی نیز حضور پیدا کردند.
چاووشاوغلو در پیام توئیتری در این زمینه اعلام کرد: مناسبات تجاری و اقتصادی با امارات متحده عربی را گسترش خواهیم داد.
✒: د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی تام ویست وايي، امریکا د کوواکس پروګرام له لارې افغانانو ته د کرونا واکسین یو میلیون ډوزه مرسته کوي. د وسټ په وينا، له دې مرستې سره به افغانستان ته د امريکا د کرونا واکسین د مرستو ټولټال شمېر ۴.۳ ميليونو ډوزو واکسین ته ورسېږي.
✒: د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمشنرۍ مرستیاله نادا النشیف وايي، په افغانستان کې بشري ناورین بشري حقونه له ګواښ سره مخ کړي دي. د هغه په وينا، کله ناکله يو شمېر زيانمن کسان د کار لپاره د ماشومانو لېږل، د کم عمره ودونو او حتی د ماشومانو پلورلو په شان خطرناکې پرېکړې کوي.
✒: د برېټانیا لومړي وزیر بوریس جانسون له ویلاديمیر پوتین سره د اوکراین پر مسئله خبرې کړې دي او ټینګار یې کړی چې د روسیې هېڅ راز مشکوک حرکت به بې ځوابه پاتې نه شي. نوموړي ویلي چې اروپايي ټولنه او ناټو به د روسیې د اقداماتو پر وړاندې نظامي غبرګون وښيي.
✒: د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبین په یوه خبري کنفرانس کې د پنټاګون پر هغه پرېکړه غبرګون ښوودلی، چې له مخې یې په کابل کې د یوولسو ملکي وګړو په وژلو کې پړه امریکايي سرتېري نه مجازات کېږي.
✒: د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د خلیج سیمې هېوادونو په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې له ایران سره د نړۍ اوسنی نرم چلند د زغم وړ نه دی او ایران له دې هر څه د ځان په ګټه استفاده کوي.
✒: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن ویلي چې دوی د ابوظبۍ له لوري د هغه وړاندیز منلو ته تیار دي چې ویلي یې و، متحده عرب امارات غواړي له امریکا څخه اف-۳۵ جنګي الوتکې وپېري.
✒: د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر له ایران سره د اټومي پروګرام پر سر مذاکراتو کې د خپل استازي پر حضور د ټینګار سربېره ویلي چې ریاض له تهران سره دوستانه او اوږدمهالې اړیکې غواړي.
✒: د امریکا په مشرانو جرګه کې ډیموکرات سناتور، رابرت منندز وايي چې پاکستا افغانستان کې له امريکا سره دوه مخی سياست کولو.
نوموړي د امریکا د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې په ناسته کې ويلي دي چې پاکستان له يوې خوا له امريکا د طاـلبانو خلاف جګړه کې له امريکا پيسې اخېستلې او بلې خوا بيا د طاـلبانو ملاتړ کولو.
دغه امريکايی سناتور په افغانستان کې د امريکا ماته مني خو زياتوي چې ددې ماتې یوه برخه د پاکستان د دوه مخي کړنو له امله وه.
✒: امریکا غږ سره په خبرو کې د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي ويلي چې نړيواله ټولنه بايد افغانستان سره اړيکې نېږدې کړي او طاـلبانو سره تعامل وکړي.
نوموړی خبرداری ورکوي چې که چېرې نړيواله ټولنه افغانستان يوازې پرېږدي، نو دغه هېواد بې ثباته شي او ترهګرو ډله ځاله شي.
✒: د خوړو نړیوال پروګرام وايي، چې تقریباً ۹۸ سلنه افغانان کافي خواړه نه لري او د هرو لسو کورنیو له ډلې ۷ یې خواړه په پور اخلي.
د دغه پروګرام چارواکي خبرداری ورکوي، چې د افغانستان مخ پر ځوړ روان اقتصاد به ددې هیواد اوسنی ترینګلی وضعیت په ناورین بدل کړي.
✒: امریکا له افغانستان سره ۴۷۴ میلیونه ډالره مرسته کوي.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې، هېواد یې افغانستان ته ددې بشردوستانه مرستو سربېره یو میلیون دوز د کرونا ضد واکسین هم ورکوي.
