دغه مرغه چه تاسو په تصوير کې وينٸ د کوتان په نامه ياديږي
مولوي نقيب الله منقاد
دغه مرغه چه تاسو په تصوير کې وينٸ د کوتان په نامه ياديږي
اوږده غاړه اولويه مښوکه لري.
هم بحري، اوهم بياباني مرغه دی،عجيب اونادر خاصيتونه لري.
د دغه مرغه يوعادت دادی،چه کله ئي پچيان وږي سي نودی خپل ججوری سوری کوي اودهغه څخه چه کومه وينه بهېږي هغه خپلو وړوبچيانوته ورکوي، ترڅو ځانونه ورځني تغذيه کړي.
. اوبل داچه ددغه مرغه اکثرخوراک اوغذا ماران وي.نوبچيانو ته هم دمارغوښه ورکوي.کله چه مار دده پربچيانو حمله وکړي اوزخمي کوي ئي.نوبيادی دغه خپله وينه.دعلاج په حيث استعمالوي. نوله همدې امله دده وينه،اکثرطبيان دترياق په حيث کاروي يعني دزهرو دعلاج لپاره استعماليږي،
اوبل داچه ددغه مرغه غوښه اکثره ويلي کيږي اوغوړ ترې وزي.نوله همدې امله ئي طبيبان دهډونو ددرنو دعلاج لپاره کاروي
