مهم ترین های امروز دوشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د افغانستان د کانونو او پټرولیم چارسمبال وزير وايي چې که چېرې د افغانستان يو کان په ښې او منظمې بڼې وکېندل او پلورل شي، نو ټول افغانستان پرې جوړیدای شي.
نوموړي دغه څرګندونې له صنعت کارانو سره په کتنه کې کړې او زیاتوي چې افغانستان ډېر کانونه او زیرمې لري چې که په سمه توګه وکارول شي په هېواد کې به فقر له منځه یوسي.
دا په داسې حال کې ده چې لوګر کې د مس عينک کان د کیندنې چارې چې چين هېواد سره يې تړون شوی، بيا پيل شوې؛ چين به ۶.۸ میلیارد متر مکعب مس له دغه کان استخراج کړي.
✒: پخوانی ولسمشر: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سرمنشي ځانګړي استازې ديبورا ليونز سره مې افغانستان کې د نجونو د زده بيا پيل او ښځو د کار په اړه خبرې وکړې.
✒: د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې ویاند وايي، د افغانیو پر وړاندې د ډالرو ارزښت نور هم لوړ شو. د نوموړي په وینا، نن یو امریکايي ډالر په ۱۲۳ افغانیو تبادله کېږي.
✒: له اشوشېټېد پرېس اژانس په ځانګړي مرکې کې د افغانستان د بهرنیو چارو چارسمبال وزير ويلي چې امريکا به د افغانستان په اړه خپله سياسي تګلاره په تدريجي ډول سره تغیر کړي.
بهرنیو چارو وزیر يو ځل بيا د امريکا په شمول د نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان د ښو او نېږدې اړيکو ويلي دي.
✒: يو شمېر ښځینه فعالانو په کابل کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو د ۱۶ ورځني کمپاین د پای ته رسېدو په مناسبت یوه خبري غونډه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د نجونو د زده کړې حق او د ښځو د کار حق باید وساتل شي. دوی وايي، ښځې باید له خپلو اساسي حقونو بې برخې نه شي.
✒: بد اقتصادي وضعيت کې يې د خپلو اړمنو هېوادوالو لاس نېوی کړی؛ لغمان کې يوې ښځې او خاوند د حج فريضې د لګښت پر پيسو اړو او غريبو کورنيو ته خوراکي توکي اخېستي دي.
✒: بهرنیو چارو وزارت وایي، چې د اسلامي همکاریو سازمان په ناسته کې چې ټاکل شوې تر راتلونکو څو ورځو اسلام اباد کې جوړه شي د امیرخان متقي په مشرۍ افغان پلاوی پکې ګډون کوي.
په دې ناسته کې د افغانستان روان وضعیت او د اسلامي هیوادونو دوه اړخیزو مسائیلو په تړاو به خبرې کیږي.
✒: ایران هره ورځ له ۲ تر ۵ زرو افغان کډوال بېرته افغانستان ته را اړوي.
والسټرېټ ژورنال په یوه راپور کې وايي، ایران د هغو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې ده، چې له لوږې او وېرې دغه هېواد ته ورغلي دي.
✒: د JURIST حقوقي نیوز په نوم یوه بهرنۍ رسنۍ وايي، چې طالبان له خپلو نظامي افرادو څخه یو ۴۰ زره کسیز پولیسي ځواک جوړوي.
دغه رسنۍ وایي، چې طالبان د پوځ په شان د پولیسو په محدود تشکیل هم باور لري او لومړیتوب به یې دا وي، چې خپل نظامیان پکې ځای پرځای کړي.
✒: پاسپورت ریاست وایي چې تر اوسه پورې په دغه ریاست کې رامنځته شوې تخنیکي ستونزه نه ده حل شوې. د یاد ریاست سرپرست عالم ګل حقاني له هغو سلګونه کسانو د صبر او زغم غوښتنه کړې ده چې په ورځو ورځو د دغه ریاست مخې ته په کتارونو کې ولاړ دي.
✒: د افغانستان ا.ا وایي چې په لوګر ولایت کې د مس عینک پروژې چارې بېرته له سره پیل شوې دي. د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، د مس عینک پروژې قرارداد چې له تېر حکومت سره شوی و پر بنسټ به یې تر شپږ اعشاریه اته میلیارد متر مکعب مس چین ته ولېږدول شي.
✒: شیر محمد عباس ستانکزی معین سیاسی وزارت خارجه در راس یک هیئت به ولایت هرات سفر کرد.
در جریان این سفر، آقای ستانکزی با مسوولان ملکی و نظامی هرات و مقامهای ترکمنستان مقیم آن ولایت در رابط به همکاریهای اقتصادی دیدار و گفتوگو خواهد کرد.
✒: وزارت صحت عامه با نشر اعلامیهیی از آغاز آخرین دور کار و زار سراسری واکسین پولیو در سالروان میلادی در کشور خبر داده است.
هدف این کار و زار، تطبیق واکسین بر ۹،۹ میلیون کودک زیر سن 5 سال در مقابل پولیو گفته شده است.
✒: به گزارش خبرگزاری رسمی اردن «پترا» نشست امنیتی با حضور کارشناسان از ایران و عربستان سعودی در امان برگزار شد.
بر این اساس، طرفین در نشست فوق مسائل منطقه بهویژه امنیتی و تقویت ثبات منطقهای را مورد بحث و گفتوگو قرار دادند.
همچنین در این گزارش آمده است: «ایمن خلیل، دبیرکل اندیشکده عربی در این باره گفت، فضای نشست با احترام متقابل همراه بود و دو طرف برای گسترش روابط دوجانبه و تقویت ثبات منطقهای که منجر به شکوفایی و بهرمندی ملتهای منطقه می شود اظهار تمایل کردند».
وی همچنین افزود که بزودی نشست های بیشتری میان دو طرف ایرانی و سعودی برگزار خواهد شد.
✒: قطر په افغانستان کې پانګونه ارزوي. دوحه نیوز په یوه راپور کې وایي چې قطري حکومت غواړي په افغانستان کې په بېلو برخو کې پانګونه وکړي، خو ښايي دغه چاره د برېښنا په برخه کې له پانګونې پیل کړي.
✒: د راپورونو له مخې د ایټالیا سیسیلي جزیره کې په یوه داسې سیمه کې چاودنه شوې چې شاوخوا د خلکو کورونه دي او ګڼه ګوڼه پکې زیاته ده. په چاودنه کې درې کسه وژل شوي او شپږ نور تر نړېدلو کورونو لاندې لادرکه دي.
✒: د راپور له مخې، په امریکا کې د یکشنبې په ورځ له کرونا ویروس څخه د مړینې شمېر له ۸۰۰۰۰۰ ډېر شوی او د سړې هوا له څپې سره د کرونا ویروس اومیکرون بڼه هم د خپرېدو په درشل کې ده.
✒: چین له افغانانو سره د خپلو بشري مرستو پر دوام، دا ځل د شاوخوا ۱۴میلیون ډالرو په ارزښت د البسې او خوراکي توکو مرسته کړې ده. دغه مرستې نن په کابل کې، د چین د سفیر «وانګ یو» لخوا د کډوالو چارو وزارت چارواکو ته وسپارل شوې.
✒: د امریکا ولسمشر جوبايډن په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي، چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو حضور هره اونۍ ۳۰۰ میلیونه ډالر لګښت درلود.
نوموړي یو ځل بیا له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د ايستلو په باب له خپلې پرېکړې دفاع کړې او وايي چې له پیله په افغانستان کې د پوځي حضور مخالف و.
✒: پاکستاني پولیس وايي، د پولیسو یو افسر چې د پولیو د واکسین د ډلې ساتنه یې کوله په وسله وال برید کې وژل شوی دی.
پاکستاني رسنيو ته تاييد کړه، چې دا بريد د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت په ټانک سيمه کې شوى دی.
✒: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن پرون د قطر له مرستیال لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره ټیلیفوني خبرې کړې.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې افغانستان د دې ټیلیفوني خبرو یو مهم ټکی وو د قطر د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې ټیلیفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو پر دوه اړخیزو اړیکو، د افغانستان په وروستیو پرمختګونو او د دوه اړخیزو ګټو پر موضوعاتو خبرې وشوې.
✒: د سرچينو د مالوماتو پر بنسټ، ملګري ملتونه د ۲۰۲۲ کال د مارچ تر پایه، هره اوونۍ افغانستان ته شل میلیون ډالر نغدي مرسته رالېږي.
دا پیسې د افغانستان نړیوال بانک (AIB) ته رالېږدول کېږي او وروسته د ملګروملتونو سازمان له خوا یا په نغدي توګه وېشل کېږي او یا هم د ننه په افغانستان کې د اړتیا وړ توکي پرې اخیستل کېږي.
