No-IMG

مهم ترین های امروز یکشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏ځيني کابل ښاريان: د ډالر لوړېدو، معاشونو بندېدو او بيکارۍ له امله مو د لومړنيو خوراکي توکو د اخېستو وړتيا له لاسه ورکړې ده.

: ‏نن کابل شهزاده سرای کې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت رالوېدلی؛ يو امريکايي ډالر ۱۱۱ افغانۍ کېږي.

: ‏د اروپايي ټولنې د بشري مرستو لسمه جوپه نن شنبه کابل ته راورسېده.

د اروپايي ټولنې د بشري مرستو همغږي کوونکي ویلي چې په یاده الوتکه کې ۲۸۰ ټنه درمل، خواړه او له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره ژغورونکي تجهیزات شامل دي.

اروپايي ټولنې ویلي چې دوی د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ دي.

: ‏اسلامي امارت د ویسترن یونین او مني ګرام له لارې افغانستان ته د پیسو استولو په اړه د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د پرېکړې هر کلی کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي دا یو ښه اقدام دی او په دې سره بهیر مېشتي افغانان کولی شي افغانستان ته پیسې را ولیږي.

: ‏اسلامي امارت وایي افغانستان د نړۍ له خوا رسمیت پېژندلو ته اړتیا لري او چین باید دې برخه کې هماکري وکړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد یوې غونډې ته چې د چین سفیر هم پکې ګډون کړی و وویل چې دوی په دې برخه کې د ټولو هیوادونو په ځانګړي ډول د چین لا ډيره همکاري غواړي.

: ‏د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چین د افغانستان یو مهم ګاونډی دی او کابل له بېجېنګ سره قوي اړیکې غواړي.

مجاهد وايي، افغانستان د هیڅ هیواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او ډاډ ورکوي چې د افغانستان خاوره به د هیچا پر ضد نه کارول کیږي.

: ‏مرکز رسانه‌های ولایت ننگرهار می‌گوید که ۸۰ داعشی در این ولایت با پا درمیانی بزرگان قوم به امارت اسلامی تسلیم شده اند. مرکز رسانه‌های ننگرهار افزوده است که بادرنظرداشت عفو عمومی، افراد تسلیم شده بخشیده‌ شده‌اند.

: ‏د نړیوال سره صلیب د مطبوعاتي برخې مسوولینو ویلي چې دوی په افغانستان کې دمګړی شاوخوا ۲۳ دولتي روغتونونو ته د روغتیايي توکو په رسولو بوخت دي او تر څنګ یې د شاوخوا ۶ زره روغتیايي کارکوونکو د معاشونو ورکړه پيل کړې ده.

: ‏مسوولان دافغانستان بانک می‌گویند که به سلسله کمک‌های بشردوستانه به افغانستان، امروز سومین بسته کمک‌های بشردوستانه‌یی که نزده اعشاریه دو (۱۹.۲) میلیون دالر امریکایی می‌شود به کابل رسید و به بانک بین‌المللی افغانستان (AIB) انتقال داده شد.

‏مسوولان د افغانستان بانک می‌گویند که امیدواری‌ها وجود دارد که با آمدن این بسته‌های کمکی ارزش پول افغانی در مقابل اسعارخارجی در حالت مطلوب قرار بگیرد.

: ‏ولي محمد نوري د لامبو وهلو سیالۍ کې درېيم مقام خپل کړ.

افغان نابینا لامبو وهونکي ولي محمد نوري بېګاه په لندن کې د ۱۰۰ لامبو وهونکو په کتار کې یوازینی لوبغاړی دی چې افتخاري مډال یې ترلاسه کړ.

نوري وکولای شول چې ۵۰ متره واټن په ۵۹ ثانیو کې ووهي.

: ‏خلیلزاد په تازه مرکه کې ویلي چې امریکا کې ګڼ مهم کسان په دې هځه کې دي چې،ګنګل شوې شتمني آزاده شي او افغانستان له ممکنه اقتصادي سقوط بچ شي،خلیلزاد ویلي چې اوس هم له مهمو طالب چارواکو سره په تماس کې دی او وړاندیز یې دادی چې طالبان حالات درک کړي او د ښې راتلونکې لپاره تغیرات راولي.

: ‏د امریکا ولسمشر جو بايډن په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي، چې ډېر ژر به د ناټو شاوخوا ۹ غړو هېوادونو ته لا ډېر سرتېري او نظامي تجهیزات ولېږدوي.

: ‏د المان د بهرنیو چارو وزیرې د جي اووه هېوادونو د غونډې په څنډه کې رسنیو ته ویلي چې له څو ورځو راهیسې په وین کې له ایران سره مذاکرات دوام لري، خو ایران داسې شرایط وړاندې کوي چې منل یې ناممکن دي.

: ‏د پاکستان سفیر منصور احمد خان ویلي چې روسیې له کلونو راهیسي د افغان سولې برخه کې مهم رول لوبولی دی او اوسمهال دغه هېواد له امریکا، چین او نورو هېوادونو سره خبرې اترې پیل کړې دي څو په افغانستان کې شته خنډونو ته معقولې حل لارې ومومي.

: ‏بایډن څرګنده کړې چې ده د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په ټلفوني خبرو کې روښانه کړې ده چې دغه هېواد به پر اوکراین د برید له امله له ویجاړوونکو اقتصادي ستونزو سره مخ شي.

: ‏ازبکستان یو ځل بیا له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام ژمنه کړې ده. د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف پر نړیوالې ټولنې هم غږ کړی دی چې د ساړه ژمي تر را رسېدو مخکې دي له افغانستان سره اړینه بشري مرسته وکړي.

: ‏د امریکا ۹ خبري شبکې راپور ورکړی دی چې د دغه هېواد په کنټاکي ایالت کې د سخت توپان له امله د مړه شویو کسانو شمېر ۱۰۰ ته رسېدلی دی.

: ‏انډیا اکسپریس د افغانستان له نوي حکومت سره د هند اړیکو ته په پام یوه اوږده لیکنه خپره کړې ده. لیکوال وایي چې له افغانستان سره د هند د طبي توکو او غنمو مرسته ښیي چې هندوستان غواړي د افغانستان له ا.ا سره خپلې اړیکې ښې او لا پراخې کړي.

: ‏د جرمني د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون پخوانۍ رییسه شهزاده اکبر او څوارلس کسان د فرانسې-جرمني د بشر حقونو جایزې ګټونکي شوي. فرانسې او جرمني د جعمې په ورځ چې د بشر حقونو له نړیوالې ورځې سره برابره ده؛ دا جایزه د بشر حقونو ۱۵ کسانو ته ډالۍ کړه.

: ‏د سټيف کول په نوم يو امريکايي ليکوال په خپلې يوې مقالې کې ليکلي دي چې محمد اشرف غني، حمد الله محب او نورو نېږدې کسانو يې د جولای مياشتې په وروستيو کې له افغانستانه د وتلو پلان جوړ کړی وو؛ ‏د سټيف کول مقاله چې نيويارک ټايمز خپاره کړې ده، نوموړي ليکلي دي چې د اشرف غني يو لومړيتوب دا وو چې د هغې ټول کتابونه هم بايد په بشپړ او خوندي ډول ده سره يوړل شي او زيان ورته ونه رسيږي.

: ‏لیورپول کې د G7 هېوادونو سرمشریزې په جریان کې، د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر لیز ټریس ويلي،  چې هېواد به  يې  افغانستان سره ۷۵ ملیون پونډ  (99.5 ملیون  امريکايي ډالر) مالي مرسته وکړي، د برېتانيا  بهرنیو چارو وزیر ټریس د G7 په سرمشریزه کې د مرستې  دغه  کڅوړه د افغانانو لپاره "بیړنی لاسنېوی" بللی.

: ‏له روسۍ ټاس نيوز رسنۍ سره په مرکې کې کابل کې د پاکستان سفير منصور احمد خان ويلي، چې تر هغې د طاـلبانو حکومت په رسميت نه پېژني ترڅو چې نړيوالې ټولنې د دوی (طاـلبانو) په اړه پرېکړه نه وي کړې.

: ‏د علامه اقبال لاهوري په نوم  پاکستان کې د يو معتبر پوهنتون مسوولين وايي چې افغانستان کې د خپلې څانګې د پرانېستو پر چارو اخته دي او موخه يې دا ده چې افغان محصلين په ښې بڼې وروزل شي، ‏د دغه پوهنتون مرستيال ضياالحق قيوم وايي چې دا چاره په هغه وخت کې شونې او ژر کېدونکې ده، چې د پاکستان حکومت دوی ته په افغانستان کې د فعاليت جواز واخلي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک