No-IMG

مهم ترین های امروز شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د کابل امنیه قومانداني وایي تېرو دوو اونیو کې یط ۲۵۰ کسان د اختطاف، غلاوو، مسکره موادو پلور، قتل او اخلاقي فساد په تور نیولي دي.

مسوولان وایي، چې هیواد کې د جنايي جرمونو کچه ټېټه شوې او دې برخه کې د خلکو له همکارۍ مننه کوي.

: ‏د کابل برچي کې د پرونیو چادونو مسوولیت داعش ډلې پر غاړه واخیست.

پرون ماښام د کابل ښار د دشت برچی په سیمه کې د دوه جلا جلا چادونو له امله  دوه تنه ووژل شول او څلور تنه نور ټپیان شول.

د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستی وايي، همدې سیمه کې يوې بلې چاودنې یوه ميرمن ټپي کړې وه.

: ‏د مالیې وزارت ویاند وايي یوازې په مرکز کې د څه دپاسه۲۰ ادارو او وزارتونو معاش اجرا شوی دی، ۶۰ زرو متقاعدینو خپل حقوق ترلاسه کړي دي او نور به یې د تخنيکي ستونزو تر حل کېدو وروسته خپل حقوق ترلاسه کړي، د ماليې وزارت وياند وايي چې دغه معاشونه  يې د خپلو عوايدو څخه ورکړي، نه يې قرض کړی او نه هم چا مرستې ورکړې دي. د وزارت وياند وايي چې هيله لري ترڅو پراختيايي پروژې هم له خپلو کورنیو عوایدو پوره کړي.

: ‏د افغانستان ا.ا وياند د پاکستاني طالبانو د مشر هغه څرګندونې رد کړې دي، چې د پاکستاني طالبانو تحریک د ا.ا.ا يوه برخه ده.

د ا.ا.ا وياند ويلي چې د افغانستان ا.ا او پاکستاني طا_لبانو تحريک موخې جدا دي.

: ‏د کورنيو چارو وزارت وياند کابل کې د عبدالغفار هوتک په نوم د يو پخواني پوځي د وژنې په اړه سپيناوی ورکړی.

نوموړي پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، "تيره ورځ  دکابل ښار نهمې حوزې اړوند دپکتيا کوټ په سیمه کې په یوه شخصي شخړه کې، سمونیار عبدالغفار هوتک د کجیرخان د زامنو له لورې ووژل شو چې وروسته د جنرال عبدالغفار زامنو دکجیر خان دوه زامن ازهر خان، هجرت خان ووژل، څلور نارینه طارق، اصغر، عارف، کمال، او دوه ميرمنې يې ټپيانې کړې دي."

: ‏کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې، د پنځلسمې امنیتي حوزې مسوولينو د کشفي مالوماتو پر بنسټ یو تن غل چې د کابل ولایت د چهاردهی سيمې اوسیدونکی دی د پنځلسمې امنیتي حوزې د پارک په سیمه کې له یو میل وسلی سره نېولی؛  ياد كس د موبایلونو په غلا کې  پوره مهارت درلود.

: ‏د هديه احمدي په نوم يوه ښوونکې چې ۴۳ کاله عمر لري وايي د بد اقتصادي وضعيت له امله يې د خلکو بوټانو پاکولو ته مخه کړې ده.

احمدي، چې د پنځو ماشومانو مور ده وايي، "ما د بوټانو پالش کولو ته مخه کړه کله چې ما ولیدل چې زما ماشومان وږي دي." ‏دا وايي چې په خپله، خاوند او دنده لرونکې لور يې بې دنده شوې ده او اوس وخت کې اړ ده چې له دې لارې خپلې کورنۍ ته پيسې پيدا کړي.

: ‏ننګرهار کې ولایتي مسوولین وايي چې ځواکونو يې په تیرو دوه اونیو کې په زیاته اندازه وسلې او مهمات ترلاسه کړي او په تړاو یې ۱۵ تنه نیولي دي.

: ‏پس از روی کار آمدن حکومت تازه در افغانستان، نخستین محموله کمک‌های انسان دوستانه هند امروز به کابل رسید.

این کمک‌ها شامل نزدیک به دو تُن مواد بهداشتی اند.

: ‏د ننګرهار ولایت اطلاعاتو کلتور ریاست چارواکي وایي، د یاد ولایت استخباراتو ریاست ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې یو اختطافګر وژلی او درې تنه یې له اسلحو او چاودیدونکو توکو سره نېولي دي.

‏چارواکي زیاتوي،دغه عملیات د جلال اباد ښار مقام خان سیمه کې ترسره شوي چې پر وینا یې همدې اختطاف کوونکو څه موده وړاندې یو زرګر اختطاف کړی و.

: ‏د اسلامي همکاریو سازمان د بشري حقونو د کمیسیون افغانه کمېشنره  اصیلا وردګ وایي، د جمهوریت له سقوط وروسته، د افغانستان یو شمېر سفیرانو او جنرال کنسلانو په غلا او چور پیل کړی دی او په یوه او بل نامه له خلکو پیسې اخلي.

: ‏اسلامي امارت د سیاسي سلا مشورو لپاره د دیني عالمانو د شورا د غونډې د جوړېدو خبر ورکوي. د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې د نورو موضوعاتو ترڅنګ به دا شورا د اسلام له نظره ښځو ته په حکومت کې د حقونو د ورکړې په باره کې له حکومت سره خپل نظر شریکوي.

: ‏روسیه وایي د نړیوال بانک د هغه پرېکړې هرکلی کوي چې له مخې به یې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ یوه برخه ازادوي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا په تازه څرګندونو کې ویلي چې افغانستان له سخت وضعیت ترېږي او نړیوالې ټولنې مرستې خورا مهمې دي.

: ‏ملګري ملتونه وایي د نړیوالو د سترګو په مخه کې په افغانستان کې بشري ناورین روان دی. د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د برخې رییس مارتین ګریفت په خپله تازه مرکه کې د افغانستان وضعیت اندېښمنوونکی ښوودلی دی.

: ‏د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، پنټاګون پخواني افغان پوځ ته ورکړې امریکايي او څو دانې روسي چورلکې امریکا ته لېږدولې دي او هلته د امریکایي پوځ په یوه اډه کې ځای پر ځای شوې دي.

: ‏امریکایي استازو ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بشردوستانه وېزو برخې د غوښتنلیکونو د منلو لپاره شرایط سخت کړي دي چې له همدې امله ښایي د زرګونه افغانانو غوښتنلیکونه ونه منل شي.

: ‏د امریکا د خزانې وزارت پرون یوه عامه اجازه صادره کړه چې له مخې یې خلک کولای شي چې افغانستان ته شخصي پیسې ولیږي. رویټرز راپور ورکړی چې دا جواز د اسلامي امارت په اړه د متحده ایالاتو له بندیزونو څخه خلک او مالي ادارې خوندي ساتي.

: ‏د افغانستان ا.ا د امريکا متحدو ايالتو ملي امنيت پخواني سلاکار جان بولټن وروستيو څرګندونو ته غبرګون ښوودلی.

د ا.ا مرستيال وياند کريمي ويلي چې همدا جګړه غوښتونکې څېره وه چې د امريکا په حکومت کې يې ځای درلود او افغانستان کې يې جګړه شل کاله وغځوله ‏بلټون ويلي وو، چې طاـلبان د ټول شموله حکومت اراده نه لري او بايد په رسميت ونه پېژندل شي.

: ‏نړیوال بانک اعلان کړی، چې د افغانستان کنګل شویو پیسو څخه ۲۸۰ میلیون ډاالر یې دغه هېواد ته انتقالېږي.

یاد بانک ویلي، چې دا پیسې به افغانستان کې د ملګرو ملتونو دوه مرسته کوونکو ادارو، یونېسف او د خوړو نړیوال پروګرام ته ورکول کېږي چې بشري ناورین سره مبارزه پرې وکړي.

: ‏کاناډا هېواد کابل کې د خپلې قونسلګرۍ د پرانیستلو او ددې قونسلګرۍ د امنیت د ساتلو لپاره د ځواکونو د لیږلو خبر ورکوي.

ګلوبل نیوز خبر ورکړی چې د کاناډا هیواد غواړي کابل ته یو شمېر ډیپلوماټان واستوي او هلته خپلې قونسلي چارې پيل کړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک