غزل – بلينډه بدرۍ
رواج د عيش پر شاه راوړې د ذات بريده يمه
پخپل وجود کې د احساس په تور شهيده يمه
زه دې هم کله کله هوو کړم په يو نوي راګ کې
سندرې ستا د فلسفې نوې مريده يمه
زه د نيستۍ له تاوه ځل وهلې مرم يواځې
زه هم باغي د ډم ماحول له مست يزيده يمه
د مجبورۍ له مظلوميت مې سترګې تاته اوړي
د محروميت په بيمارۍ اخته شديده يمه
ما پښتانه کړل ، ما خيالونو ته درنښت وښودو
زه لا مجرمه ، لا دې خوله کې هم تهديده يمه
نن ورته بړنګ مخې اودريږم چې ای دا ده بدرۍ
نن بس دی تيره دې انکاره له تاکيده يمه
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
