No-IMG

ایراني عسکرو د افغان کډوالو په موټر ډزې کړي او سپاره یې پکې ژوندي سوځولي

ايران يو ځل بيا د افغان کډوالو په موټرو ډزې کړي، اور یې ورته کړی او داخل کې یې ټول مهاجرين ژوندي په اور سوځولي دي، او دا چغې وهي  (کمې آب بتې سوختم) دا نو زموږ د بې وسې وروستی حد دی، دوه ورځې مخکې يو ورور ليکلي ول چې د غزني تنکي تنکي هلکان چې عمرونه یې له اتلسو کلونو پورته نه ول يو ډک موټر د‌ ايران په لور وخوځېدل. اوس چې دا صحنه ګورم هغه تنکي ګلان مې سترګو ته کيږي، څو ورځې مخکې د افغانستان خارجه وزارت وويل چې ايران مو قانع کړ خپل جنايت یې ومانه او زموږ له کميسيون سره به يو ځای تحقيقات کوي، هغه تحقيقات لامالوم ندي دلته یې نور ژوندي په اور وسوځول، که موږ د دولت پنوم یو شی درلودی نو والله که نه چا اوبو ته غورځولي او نه هم چا ژوندي په اور سوځولی وای.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک