د شمالی کوریا عجیب او غریب قوانین
زلمی زابلي
- د شمالی کوریا هرتبعه مجبور دی چه د جمهوری ریاست په ټاکنو کی گډون وکړی خو د تعجب خبره داده چه د جمهورریس په وړاندی بل نوماند جرأت نلری چه ځان کاندید کړی ،
- همدا یو کاندید ته باید د شمالی کوریا ټول خلک رایه ورکړی ،
- په دی حساب به همدا جمهورریس دعمر تر آخره جمهورریس پاته وی
- تر دوه لکه زندانیان په اجباری کارونو بوخت دی چه ډیره لږ ګناه یی کړی وی
- دهیواد په پایتخت یا پلازمینه کی یوازی هغه دولتی کارمندان ژوند کولای سی چه دحکومت لخوا په مرکز کی د ژوند کولو جواز ورکول کیږی، د هر ولایت څخه د سفر کولو لپاره باید د ملی امنیت د اداری څخه اجازه واخلی
- په شمالی کوریا کی که یو کس خاین او مجرم وپیژندل سی ، دنوموړی مجرم تر دری نسل باید د اجباری کارونوپه اردوگاه کی جبری کار وکړی چه په کلونو دوام کوی مثلا دیوه مجرم باید والدین، اولادونه او لمسیان ټول په جبری کارونو مکلف سی
- ټول لباسونه ، خوراکی او طبی توکی چه د غربی هیوادونو تولید وی او یا د غربی هیوادونو د تولیداتو شکل ولری ، استعمال یی په شمالی کوریا کی جرم حسابیږی، مثلا د کاوبای پتلون اغوستل لوی جرم دی
- یوازی دولتی مسولین د ډریورۍ لیسنس لرلای سی د ترافیک دنده یوازی انجونو ته په لس کاله قرارداد ورکول کیږی
- انترنیت محدود او تر کنترول لاندی دی
- د بهرنیو هیوادونو د وګړو سره د شمالی کوریا اتباع د تماس حق هیڅ نلری
- د شمالی کوریا جمهورریس خپل اکا چه د اردو یو جنرال و، کله چه جمهورریس بیانیه ورکوله نوموړی جنرال ویده سوی و ، وروسته یی خپل اکا د همدی خوب په جزا ، سل سپیو ته پرته د لباس څخه واچاوه چه سپیو په کامل ډول وخوړ .
- د شمالی کوریا هر تبعه چه کله سهار وختی دخوب څخه راویښ شی باید د شمالی کوریا دجمهورریس د پلار او نیکه تصویر ته احترام وکړی
- د یوه هلک او انجلی د واده کولو صلاحیت د والدینو سره نسته بلکه د امنیت وزارت مسولین د واده کولو صلاحیت لری
- د شمالی کوریا نفوس 25 میلیون دی چه اردو یی ( یو میلیون او دوه سوه زره کسان ) تشکیلوی
- نارینه یی مجبور دی چه لس کاله او انجونی یی باید اووه کاله جبری د سربازۍ خدمت وکړی
- دمکتب شاګردان که چیری د شپی لخوا کوم خوب ووینی ، سبا ورځ مکلف دی چه د ملی امنیت استازی ته چه په صنف کی ورسره دی ، د خوب قصه وکړی
- پورته معلومات د شمالی کوریا د هغو اتباعو نقل قول دی چه د خپل هیواد څخه تښتیدلی دی
