مهم ترین های امروز پنجشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: باختر دولتي خبري اژانس د ننګرهار د صنايعو او سوداګرۍ رياست د مسوولينو له خولې ويلي چې په تېره يوه مياشت کې د څه دپاسه ٢٨ ميليونه افغانيو (٢٩٠ زره امريکايي ډالرو) په ارزښت تازه مېوې، حبوبات، قيمتي ډبرې او غالۍ پاکستان، چین، ایران او نورو هېوادونو ته ته صادرې شوې دي.
✒: پر ټولينزو رسنيو خپاره شوې وېډيويي ښيي چې طاـلبانو د درېيو نېول شويو غلو وېښتان خرېيلي او خلکو ته يې ته يې څېرې ورښودلي دي.
دغه کسان هم پر خپل جرم اعتراف کوي او زياتوي چې په راتلونکي کې به داسې کړنې نه کوي. له وېډيو نه څرګنديږي چې دغه کسان کوم ولايت او سيمه کې نېول شوي دي.
✒: د کورنيو چارو وزارت وياند رسنيو ته ويلي، چې د جمهوريت روغتون مخې ته ډزې شوې دي. د هغه په وينا، دغه پېښه نن له غرمې وروسته د ناسم پوهاوي له امله رامنځته شوې ده. د دې پېښې په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.
✒: کابل کې د اسلام اباد سفير منصور احمد خان د خپلو لېدنو په لړ کې له پخواني ولسمشر حامدکرزي سره کتلي نوموړي پر خپلې ټوېټر پاڼې ليکلي، "د افغانستان پخواني ولسمشر جلالتمآب حامد کرزي سره مو په لیدنه کې د تلپاتې سولې، ثبات او سیمه ییز اتصال په اړه هر اړخیز بحث وکړ. موږ موافقه وکړه چې اسانتیاوې په سوداګرۍ، ټرانزیټ او ویزې کې مهمې دي."
✒: د افغانستان برېښنا شرکت وياند وايي چې هغه خبرونه چې د برېښنا شرکت به د برېښنا د لګښت تعرفې لوړ کړې، بې بنسټه دی.
د نوموړي په وينا هېڅ داسې کومه پرېکړه نه ده شوې؛ برېښنا شرکت له خلکو غوښتي دي چې د اړتيا اړوند برېښنا مصرف کړي، ترڅو ټولو ته برېښنا ورسيږي.
✒: د ا.ا امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزا ت چارواکو طاـلب پوځيانو ته لارښوونه کړې چې خپلې ظاهري څېرې پر سنتو برابرې کړي.
د دغه وزارت د لېرې کولو (ازاله) او منکراتو رئيس راز محمد، کابل کې د ريش خور قول اردو پوځيانو ته وينا کړې او دغه لارښوونې يې ورته په ګوته کړې.
✒: د فاریاب ولایت په اقینې بندر کې د تېرې ورځې اورلګېدنې له امله یو تن ټپي شوی او افغان سوداګرو ته ۴۵ زره ډالر زیان رسیدلی.
سیمه ییز چارواکي وایي، اورلګېدنه پر وخت مهار شوه، خو له امله یې یو کس ټپي شوی او د ۴۵ زره ډالرو په شاوخوا کې یې خلکو زیانونه اړولي دي.
✒: د هرات ښاروالۍ ددې ولایت په انجیل ولسوالۍ کې د وچو ناجوګانو د وهلو بهیر پیل کړی دی.
مسوولان وایي، چې دغه ناجوګان د انجیل ولسوالۍ اړوند د هرات کندهار سړک دواړو لوریو ته موجود دي، خو هغه ناجوګان چې وچ شوي په دقت سره قطع کیږي.
✒: کمیته حفاظت از خبرنگاران میگوید که شمار خبرنگارانی که به علت کار خبرنگاری شان زندانی شدهاند، به گونه بیپیشینه افزایش یافته است. براساس یافتههای این کمیته، شمار خبرنگاران زندانی شده از ۲۸۰ در سال ۲۰۲۰، به ۲۹۳ در سال ۲۰۲۱ افزایش یافته است.
کمیته حفاظت از خبرنگاران میافزاید که حداقل ۲۴ خبرنگاران امسال در سراسر جهان در جریان کار خبرنگاری کشته شدهاند. به گفته این کمیته، ۱۸ خبرنگار دیگر نیز امسال جان باختهاند، اما روشن نیست که آیا این هژده خبرنگار هدف قرار گرفته اند یا خیر.
✒: کمیته ملی المپیک افغانستان میگوید که کمیته بین المللی المپیک اعلام کرده است که برای دو هزار ورزشکار تیمهای ملی افغانستان، ۵۶۰ هزار دالر امریکایی کمک میکند تا آنان به فعالیتهای ورزشی شان ادامه بدهند.
✒: کرکت بورد افغانستان میگوید که قرار است ملی پوشان کرکت کشور در ماه جنوری سال ۲۰۲۲ در سه بازی یک روزه بین المللی در برابر نیدرلند به میدان بروند. این بازیها در قطر برگزار میشوند.
✒: له ننګرهار د اته ویشت میلیونو ډالرو په ارزښت بېلابېل توکي صادر شوي دي. د ننګرهار د صنعت او تجارت ریاست چارواکي وایي چې تېره میاشت کې یې له دې ولایت د ۲۸ میلیونو او ۲۹۰ زرو ډالرو په ارزښت صادرات لرلي دي.
✒: یک معدن سنگ مرمر در جنوب شرق افغانستان کشف شد.
این معدن درجریان بررسی گروه فنی افغان در روستای سپین سک شهر شرن مرکز ولایت پکتیکا کشف شده است.
به اساس گزارشها، گروه فنی ریاست معادن وپترولیم پکتیکا مشغول بررسی ساحه بود که ناگهان با معدن سنگ مرمر برخورد.
✒: د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په خبري غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي، دوی او قطر هغه شرکتونه مشخص کړي چې په ګډه به د کابل هوایي ډګر د فعال ساتلو او تنظیم لپاره کار کوي.
✒: د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان ویلي اروپايي ټولنې ته یې د چلند د سمولو سپارښتنه کړې ده. دده په خبره په وین کې د دوی مذاکراتي ټیم حضور لري خو مقابل اړخ هېڅ رغنده ګام نه اوچتوي او نه هم د دوی چلند د ستونزې د حل لپاره مناسب دی.
✒: وزارت دفاع هند جان باختن ستر درستیز اردو این کشور و همسراش را در رویداد سقوط چرخبال نظامی تاکید کرد. یک چرخبال نظامی هند روز گذشته در ایالت تامیل نادوی این کشور سقوط کرد که در نتیحه آن دوازده تن به شمول ستر درستیز اردو هند و همسراش جان باختند.
✒: گروه جهانی بحران در یک گزارش تازه میگوید که اگر کمکهای انسان دوستانه بیدرنگ و به موقع به افغانستان نرسند، شاید بیش از یک میلیون کودک در زمستان پیشرو جان ببازند و احتمال دارد شمار تلفات انسانی ناشی از گرسنگی و فقر، بیشتر از شمار قربانیان جنگهای دو دهه پسین باشد.
✒: آژانس زنان سازمان ملل متحد از آنچه که محدود شدن حقوق بانوان در افغانستان میداند نگران است. به گفته سازمان ملل متحد، با آنکه در باره حقوق زنان تضمینهای مکرری انجام شدند، اما شواهدی وجود دارند که نشان میدهند محدویتهای بیشتری در برابر بانوان در افغانستان وضع شدهاند.
✒: جو بایډن ویلي دوی له افغانستان څخه بهر د ترهګرۍ ضد ټول امکانات ځای پر ځای کړي دي او له افغانستان څخه د امریکا ګټو ته متوجه ګواښ ته به په لومړیو شیبو کې رسېدګي وکړي.
بایډن د دې موضوع په اړه د امریکا سنا مجلس ته د جنګي اختیاراتو په نوم خپل لیک هم استولی دی.
✒: د امریکا ځانګړی استازی وایي افغانستان کې د خلکو له ناوړه اقتصادي وضعیت، د ماشومانو له خوارځواکۍ، د معاشونو له ځنډېدو، ښوونځيو او دندو ته د نجونو له نه تګ خبر دي، خو تر هغه چې په افغانستان کې له هر څه ډاډه نه شي د کنګل شویو شتمنیو ازادولو او رسمیت پېژندلو پروسه به پيل نه شي.
✒: د پاکستاني طالبانو تحریک يا ټي ټي پي وايي دوی د د افغانستان د اسلامي امارت یوه برخه دي او پاکستان کې به د کفري نظام تر راچپه کولو او اسلامي نظام راوستلو پورې به مبارزه کوي.
ټولنیزو رسنیو کې د پاکستاني طالبانو مشر نورولي مسید ته منسوبه نشر شوې ویډیو کې د پاکستاني طالبانو مشر ویلي دوی د افغانستان اسلامي امارت یوه برخه دي او پاکستان کې به د کفري نظام چې دوی ورته د جمهوریت نوم ورکړی تر راچپه کولو او اسلامي نظام تر راوستلو مبارزه کوي.
✒: د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کامیلوف تېره ورځ تاشکند کې د ایټالیا او مرکزي اسیا د وزیرانو په غونډه کې له امريکا غوښتي، چې پر افغانستان لګول شوي بندیزونه لیرې کړي او کنګل شوې شتمنۍ يې ورخلاصې کړي له ازبکستان وړاندې پاکستان، چین او روسیې له نړۍ غوښتي وو چې د افغانستان شتمنۍ ازاد کړي او پر امريکا يې نيوکې کړې وي چې افغانستان کې له خپلې ماتې وروسته پر افغانانو نامشروع فشارونه راوړي.
✒: د کاناډا د کډوالو وزیر وايي، چې د دغه هېواد د لومړي وزیر د شوي ژمنې اړوند چې ۴۰زره افغان کډوال مني، دوه کاله وخت ته اړتيا ده.
د کاناډا د کډوالو چارو وزیر شان فریزر وړاندوینه کوي چې په راتلونکو دوو کلونو کې به په تدريجي ډول ۴۰زره افغانانو ته د کاناډا ويزې ورکړي.
✒: کابل کې د پاکستان سفير منصور احمد خان پر خپلې ټوېټر پاڼې ليکلي، چې د لاهور د مدیریت ا ټېکنالوژۍ ټکنالوژۍ پوهنتون د افغانستان د لوړو زدکړو وزیر ته د افغان محصلینو لپاره ۱۰۰، استادانو او څېړونکو ته د دوکتورا برخه کې ۱۰ وړيا بوسونه ورکړي.
