مهم ترین های امروز چهارشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: چين افغانستان سره د کرونا ويروس 80زره ډوز واکسين مرسته وکړه.
د چين له خوا افغانستان سره د کرونا ويروس او روغتيا برخه کې د مرستو په لړ کې ۸۰زره ډوز واکسين مرسته وشوه، چې کابل کې د چین د سفیر له خوا د عامې روغتیا چارواکو ته وسپارل شوه.
✒: تېره شپه د کابل ښار د ۱۱مې ناحیې اړوند پنجصد فامیلي سیمه کې یوه ښځه او یو ماشوم په بې رحمانه او ناڅرګند ډول وژل شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت چارواکي وايي، چې د يادې قضيې په تړاو يې دوه تنه نيولي دي.
✒: د شهزاده سرای د صرافانو اتحادیه وايي، په بازار کې د ډالر د راټیټېدو له امله د یو ډالر بیه له سلو افغانیو پورته شوې او د افغانستان بانک باید ژر تر ژره د بهرنیو اسعارو په بازار کې مداخله وکړي.
د پیسو د بدلوونکو په وینا، افغانۍ نه یوازې د ډالر پر وړاندې بلکې د پاکستانۍ کلدارې په ګډون د نورو بهرنیو اسعارو پر وړاندې هم رالوېدلې ده.
د شهزاده سرای د صرافانو د اتحادیې ویاند حاجي ځیرک رسنیو ته ويلي، چې دا لومړی ځل دی چې افغانۍ دومره ټیټه شوې او دا لومړی ځل دی چې افغانستان بانک دومره بې تفاوته دی د نوموړي په وينا چې د افغانستان بانک ته په کار ده چې داسې حالاتو کې مداخله کوله.
✒: افغانستان کې سوړ ژمی او لوږه؛ پخوانيو چارواکو ته اوس هم د تېر په څېر د ګرم او سوړ ژوند اسانتياوې برابرې دي.
خو افغانستان کې د بد اقتصادي وضعيت په راتګ سره خلک اړ شوي چې خپل ماشومان او د وجود غړي (پښتورګي او نور) څرخ کړي.
✒: د ولسي جرګې پخوانی غړی جعفر مهدوي وايي چې اوس وخت کې افغانان لوږې او ساړه تر غاړې نېولي دي؛ خو بهر کې مېشت ځينې پخوانۍ سیاسي څېرې د افغانانو د وژنې لپاره له بهرنيانو پيسې او وسلې غواړي، نوموړي پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي چې تاريخ او د افغانستان راتلونکي نسلونه به دغه رټل شوې سياسي څېرې هېرې نه کړي.
✒: مولوی عبدالکبیر معاون رئیس الوزراء ا.ا.ا در دیدار با خانم روزمری دیکارلو معاون سرمنشی سازمان ملل متحد در امور سیاسی و اعمار صلح، گفت:
امارت اسلامی شفافیت لازم را در بخش های مختلف حکومتداری به وجود آورده است و امنیت کامل در سراسر کشور تامین می باشد.
✒: یوسف جهانگیر، ملی پوش کشور امروز در رقابتهای جهانی مویتای در تایلند، حریفاش از افریقایی جنوبی را شکست داد. این دومین پیروزی جهانگیر در این رقابتها میباشد و با این پیروزی او به مرحله بعدی رقابتها راه یافته است.
✒: د ریاسة الوزراء مرستیال مولوي عبدالکبیر د روغتیا نړیوال سازمان له استازي لیو ډیپني سره په لیدنه کې راغلي هیئت ته وویل: د ملګرو ملتونو سازمان د ټولو ادارو له فعالیتونو مننه کوو، د روغتیا، خوړو، پاکو اوبو په برخو کې مو هڅې او کار د ستایلو دی او ستاسو د امنیت تامین ته بشپړ ژمن یوو.
✒: د راپورونو له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په بروکسل کې د ناټو له عمومي منشي ینس سټولټنبرګ سره کتلي دي او پر روان وضعیت یې خبرې لرلې دي. قریشي ویلي چې افغانستان بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري او د ناټو غړي هېوادونه باید په دې برخه کې همکاري وکړي.
✒: د امریکا ددفاع وزارت سرچینو رسنیو ته ویلي چې دغه وزارت یو بې طرفه پلاوی ګومارلی دی څو د دوحې له هوکړې وروسته بیا د تخلیې تر وروستۍ ورځې په افغانستان کې د پنټاګون ماموریت وارزوي.
✒: د سوریې دولتي اژانس راپور ورکړی دی چې اسراییلي پوځ د دغه هېواد پر لاتاکیا بندر برید کړی دی. په یاد برید کې خلکو ته د مرګ ژوبلې اوښتو په تړاو تر اوسه راپور نه دی ورکړل شوی.
✒: بریټانوي ځواکونو د تخلیې ماموریت پرمهال د انسانانو پرځای ۲۰۰ سپیان او پیشوګانې لندن ته انتقال کړي.
د بريټانیا یوه پخواني ديپلومات رافایل مارشال ویلي، چې برېټانوي ځواکونو په کابل کې خپل افغان همکاران پرېښودل او پر ځای یې ۲۰۰ پیشوګانې او سپیان لندن ته انتقال کړل.
✒: خبرگزاری رویترز گزارش کرده است که به دنبال امریکا، اکنون استرالیا نیز گفته است که بازیهای زمستانی المپیک در چین را تحریم دیپلماتیک میکند. امریکا در واکنش به نقض حقوق بشر از سوی چین، این بازیها را تحریم دیپلماتیک کرده است و گفته است که مقامهای امریکایی در المپیک شرکت نمیکنند.
✒: جوبایدن در یک دیدار مجازی با ولادیمیر پوتین از واکنش اقتصادی غرب در برابر حمله احتمالی روسیه بر اوکراین هشدار داد. براساس گزارش رویترز، کاخ سفید در بیانیهیی میگوید که جوبایدن بر حاکمیت ملی و تمامیت ارضی اوکراین تاکید ورزیده و خواهان کاهش تنشها میان روسیه و اوکراین است.
✒: امارات متحده عربی در سال جدید میلادی ۴ونیم روز در هفته «روز کاری» خواهد داشت و روزهای رخصتی آخر هفته به شنبه و یکشنبه تغییر خواهد کرد. مقامهای این کشور گفتهاند این کار به منظور هماهنگی بهتر با بازارهای جهانی انجام میشود، اما شرکتهای خصوصی در انتخاب روزهای کاری آزاد خواهند بود.
✒: اولاف شولتز د انګلا میرکل پر ځای نن د آلمان د نوي لومړي وزیر په توګه لوړه وکړه.
✒: یونیسف: میلیونونه افغان ماشومان د لوږې او مرګ له ګواښ سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په افغانستان کې د ماشومانو د ستونزو د هواري لپاره د دوه میلیارد ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده. د یونیسف په وینا، دا پیسې به په افغانستان کې د ۲۴ میلیونو خلکو بیړنۍ اړتیاوې پوره کړي، چې نیمایي یې ماشومان دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق وايي، په افغانستان کې به تر ۲۰۲۲ کال پورې د پنځو کلونو د کم عمر نیمايي ماشومان د خوړو د بحران او د روغتیايي خدمتونو د نشتوالي له امله له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ شي.
✒: د هندوستان په تاميل نادو ايالت کې يوه پوځي چورلکه لوېدلې، چې د پوځ د لوی درستيز په شمول ۱۲ کسان په کې وو.
پېښه کې څلور کسان وژل شوي دي خو تر اوسه مالومه نه ده چې د پوځ لوی درستيز جنرال بپین راوت ترې روغ وتلی او که مړ شوی.
