مهم ترین های امروز سه شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د کورنيو چارو وزارت وياند ويلي، چې څو شېبې وړاندې د کابل ښار د دويمې امنيتي حوزې اړوند د جوشير په سيمه کې چاودنه شوې ده. د نوموړي په وينا چې، چاودنه د ځای پر ځای شوي ماین له امله رامنځ ته شوې، چې مرګ ژوبله نه لري.
✒: مجمع عمومی سازمان ملل متحد در قطعنامهیی از به تعویق افتادن تصمیمگیری در مورد سرنوشت کرسی افغانستان در این سازمان حمایت کرده است. براساس این تصمیم، غلام اسحاقزی، فرستاده حکومت پیشین در سازمان ملل، در سمتاش باقی میماند.
✒: د لوګر ولايت مرکز اړوند خضر بازار کې د دوه موټرو د ټکر له امله دوه کسان مړه او اته نور ټپيان شوي دي. له سيمې څخه عيني شاهدان وايي چې دواړه ټکر شوي موټر د همدې ولايت د آبچکان د سيمې اوسيدونکيو دي.
✒: د ا.ا مرستيال وياند د ملګرو ملتونو له خوا د تېر جمهوریت استازي غلام محمد اسحاقزي ته په عمومي اسمبلۍ کې د افغانستان څوکۍ د ورکړې په غبرګون کې ليکلي چې دا يوه ناعادلانه پرېکړه ده.
د سمنګاني په وينا، چې د افغانستان څوکۍ داسې چاته ورکول چې د افغانستان د خلکو او دولت استازیتوب نهکوي، غیر عادلانه ده.
نوموړي زياته کړې، "دا څوکۍ د افغانستان د خلکو او دولت حق دی او حق باید حقدار ته وسپارل شي. ملګري ملتونه باید له معقولیت څخه کار واخلي او په دې اړه په جدیت سره له سره غور وکړي."
✒: د ا.ا.ا د وزيرانو شورا په ناسته کې د اوبو او انرژۍ وزارت ته دنده سپارل شوې، چې کابل شکر درې ولسوالۍ کې د شاه او عروس اوبو بند چارې ژر بشپړې کړې ترڅو د اوبو په مهار او برېښنا په توليد کې ورڅخه بېړنۍ ګټه واخېستل شي.
✒: نن درې نۍ، د لېندنۍ شپاړسمه کابل کې يو امريکايي ډالر پوره سل او دوه افغانیو ته ورسید.
دا په تېرو نېږدې شلو کالونو کې د امریکايي ډالر پر وړاندې د افغانۍ تر ټولو ټيټ ارزښت دی.
✒: د ا.ا مرستيال وياند وايي چې د کابل د نېونې په لومړيو ورځو کې يوې بهرنۍ رسنۍ راته وويل چې تاسې به افغانستان کې د موسيقۍ په اړه څه کوی؟
نوموړي ليکلي چې زموږ لومړيتوب د افغانانو امنيت او اقتصاد دی؛ خو بهرنۍ رسنۍ دا پوښتنې کوي چې افغانستان کې د موسيقۍ په اړه څه کوی؟
✒: د افغانستان بانک وایي د بشري مرستو په لړ کې نن سه شنبه د بشري مرستو دویمه کڅوړه، چې نغدې پیسې دي افغانستان ته را ورسیده او له هوايي ډګره تر د افغانستان بانک د هغي د لېږد زمینه د افغانستان بانک لخوا برابره شوې وه.
✒: د لوړو زدکړو سرپرست وزير عبدالباقي حقاني پاکستان ته په سفر کې ددې هيواد له چارواکو سره د بورسونو, علمي څيړنو او ددواړو هيوادونو د پوهنتونونو تر منځ د همکاريو په اړه خبرې کړې دي.
✒: د کابینې غونډه د ریاست الوزراء مرستیالانو، د وزارتونو سرپرستانو او عمومي رئیسانو په ګډون جوړه شوې.
په دې غونډه کې د اوبو او برښنا وزارت ته دنده سپارل شوې څو د شاه او عروس بند چارو د تکمیل لپاره دې عاجل اقدامات ترسره کړي.
اسلامي امارت وایي د کابینې په غونډه کې پریکړه شوې، چې د محافظت عامه تصدي دې د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې فعالیت پیل کړي او د وزارتونو، ریاستونو، عامه تاسیساتو او په ولایتونو کې د حکومتي ادارو د ساتنې مسوولیت دې د همدې ادارې له خوا ترسره کیږي.
✒: ننگرهار کې د شاتو مچیو له فارمونو روان کال ۳۵۰ ټنه شات راټول شوي دي. په دغه ولایت کې د کرنې ریاست ځایي چارواکي وايي چې هلته د مچیو شاوخوا ۳۰۰ فارمونو موجود دي او له دې فارمونو روان کال ۳۵۰ ټنه شات راټول شوي دي.
✒: د لوګر په مرکز پل علم کې د پنځو میلیونو افغانیو په لګښت د څښاک اوبو د یوې زېرمې چارې بشپړې شوې چې ۳۵۰ کورنۍ به ترې ګټه واخلي.
✒: په لغمان کې د سعد ابن ابي وقاص د لومړۍ پلې لوا له روزنیز مرکز څخه ۷۵ سرتېرو فراغت لیکونه ترلاسه کړل.د ښوونیز مرکز مسوول سعد حقاني وايي چې فارغو شویو سرتېرو د وسلې ترمیم او کارونې، پلټن ځایونو، د مخابرو ترمیم او استعمال او نورو برخو کې زده کړې بشپړې کړې.
✒: مولوی عبدالسلام حنفی معاون ریاست الوزراء ا.ا.ا. با دیبورا لاینس نماینده خاص سازمان ملل متحد در افغانستان، در ارگ دیدار کرد.
نماینده خاص ملل متحد در مورد سفر اخیرش به ایالات متحدۀ امریکا و دیدارهایش با مسوولان بانک جهانی معلومات ارائه کرد.
دیبورا لاینس با تاکید بر ضرورت تامین امنیت نهادهای کمکرسان، گفت: ما معاش معلمان و کارکنان صحی را میپردازیم و تلاش داریم تا موادخوراکی را از داخل افغانستان خریداری وبرای مردم توزیع کنیم.
در این دیدار عبدالسلام حنفی گفت: امارت اسلامی به تامین امنیت نهادهای کمک کننده متعهد است و امنیت سراسری در داخل افغانستان تامین شده است، همه در برابر قانون یکسان اند و تعلیم برای همه، پالیسی ماست.
حنفی افزود: ما از جامعه بینالمللی میخواهیم که در زمینه تکمیل کردن پروژههای نیمه تمام، ا.ا. را یاری برساند تا برعلاوۀ کاریابی، از فرار استعدادهای جوان جلوگیری صورت بگیرد.
✒: سازمان بینالملل مهاجرت وکمیشنری عالی سازمان ملل در امور پناهندگان برای ۱۰۴۹ خانوادههای آسیبپذیر از جنگ، بیجا شده ونادار در پروان پول نقد والبسه زمستانی کمک کرد.
به گفته مسوولان این کمکها در سه بخش به فامیلها توزیع شد که ۲۲۵ -۴۰۰ دالر و ۲۱ قلم البسته با ۲۰۰ دالر شامل میشود.
✒: د کډوالو په چارو کې دملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په مالي ملاتړ په سمنګانو کې پر نږدې دوه زرو بې ځایه شویو کورنیو نغده مرسته وېشل کېږي، مسوولین وايي چې په مرسته کې پر ۲۸۱ زیانمنو شویو کورنیو ۵۰۰- ۵۰۰ ډالر او پر ۱۶۳۰ اړمنو کورنیو ۲۶۵ -۲۶۵ ډالر وېشل کېږي چې د وېش لړۍ یې نن پیل شوې ده.
✒: رجب طیب اردوغان، رئیسجمهور ترکیه پس از مراسم استقبال رسمی و معرفی هیئتها در دوحه، با شیخ تمیم بن حمد آل ثانی امیر قطر دیدار و گفتوگو کرد.
این دیدار که بدون حضور خبرنگاران صورت گرفتهاست، حدود 2 ساعت به طول انجامید.
✒: پس از دیدار رجب طیب اردوغان، رئیس جمهور ترکیه و شیخ تمیم بن حمد آل ثانی، امیر قطر 15 توافقنامه همکاری میان دو کشور به امضا رسید.
بر این اساس، 12 توافقنامه همکاری در حضور سران دو کشور و در مجموع 15 توافقنامه توسط وزرا و مسئولان دو کشور امضا شد.
این توافقنامههای همکاری در زمینههای بانکی، فرهنگی و گردشگری، بلایای طبیعی، دانشگاهی، بهداشت و پزشکی، استانداردسازی، دیپلماسی و اوقاف و امور اسلامی بوده است.
همچنین خبرگزاری آناتولی ترکیه و خبرگزاری قطر نیز در خصوص افزایش همکاریهای دوجانبه توافقنامه امضا کردند.
✒: امریکا دې د افغانستان کنګل شوې شتمني په تدریجي توګه ازاده کړي. د بحران نړیوالې ډلې په تازه خپاره کړي راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د روان اقتصادي وضعیت تر ټولو ستر لامل د دغه هېواد د شتمني کنګل کول دي.
✒: امریکايي سناتوران وایي د دوی یوه ځانګړې او ستره کمېټه به په افغانستان کې د خپل شل کلن حضور او ماتې په اړه پلټنې پیلوي او په خبره یې په دې ماموریت کې ډېر درسونه دي چې باید واخیستل شي او د امریکا راتلونکې پالیسي تشکیل کړي.
✒: د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د منځني ختیځ هېوادونو ته د سفر په لړ کې د عمان پلازمینې ته رسېدلی دی. نوموړی په دې سفرونو کې د عربي هېوادونو د اتحاد او یووالي لپاره هڅه کوي.
✒: د امریکا او اروپا استخباراتي ادارو د روسیې د اقداماتو په اړه پراخ معلومات راټول کړي او سل سلنه ډاډه دي چې مسکو پر اوکراین د برید پلان لري.
✒: د اماراتو حکومت د تازه پریکړې له مخې د راتلونکي میلادي کال له پیل څخه به حکومتي ادارې د شنبې او یکشنبې په ورځو رخصت او نور به د جمعې په مبارکه ورځ حکومتي ادارو کې عمومي رخصتي نه وي.
✒: د خیبرپښتونخوا په قبایلي سیمه شمالي وزیرستان کې د پولیسو پر موټر باندې چاودنه شوې ده چې په پایله کې یې پنځه پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. راپورونه وایي چې په دې پېښه کې دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
✒: د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې انکین هویتفلډ له تمیلوونکو هېوادونو غوښتنه کړې ده چې هغه ۲۸۰ میلیونه ډالر له افغانستان سره د مرستې لپاره د خوړو نړیوال سازمان او یونیسف په واک کې ورکړي چې مخکې ورباندې هوکړه شوې ده.
✒: په عراق کې تر نسبي ارامي وروسته یوه درنه چاودنه شوې ده چې په پایله کې یې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. راپورونه وایي چې دا چاودنه د دغه هېواد په بصره ښار کې یو روغتون ته څېرمه شوې ده چې په نتیجه کې یې اووه کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.
✒: بیبیسی فهرست ۱۰۰ زن تاثیرگذار و الهام بخش سال ۲۰۲۱ را اعلام کرد. در این فهرست که زنان تاثیر گذار از سراسر جهان از سوی بیبیسی فهرست شده اند، نیمی این زنان (۵۰ زن) از افغانستان میباشند. این زنان در بخشهای گونهگون در افغانستان فعالیت داشتهاند.
✒: به ادامه کمکهای بشردوستانه به افغانستان، فرانسه و قطر به گونه مشترک نزدیک به ۴۰ تُن کمک بشردوستانه که شامل غذا، وسایل زمستانی و تجهیزات طبی میشود را به سازمان های بین المللی در افغانستان کمک کرده اند.
✒: د ترکيې او قطر بهرنيو چارو وزيرانو په ويلي چې په ګډه به د کابل نړيوال هوايي ډګر چارې سمبالوي.
د ترکيې بهرنيو چارو وزير په همدې موخې قطر ته تللی د کابل نړيوال هوايي ډګر د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته ويجاړ پاتې شوی او ګڼ شمېر چورلکې، وسايل او سېسټمونه يې امريکايي ځواکونو او د دوی ملګرو افغانانو په قصدي توګه خراب او ويجاړ کړل.
✒: يو شمېر اندونېزيايي رسنيو د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت د مالوماتو پر بنسټ ليکلي دي چې ژر به اندونېزيا افغانستان کې خپل سفارت پرانېزي او طاـلبانو سره به ښې او رغنيزې اړيکې پيل کړي.
له اندونېزيا وړاندې سعودي عربستان او هندوستان هم افغانستان کې د خپلو سفاراتونو د پرانېستو ويلي.
