No-IMG

مهم ترین های امروز یکشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏پخواني ولسمشر محمد اشرف غني ته نېږدې سرچینې او کسان وايي چې نوموړی دا اجازه نه لري چې رسنيو سره مرکې او خبرې وکړي.

د مالوماتو پر بنسټ، غني له حمد الله محب او ۳۰ نورو خپلو نېږدې کسانو سره، چې تېر حکومت کې يې مهمې دندې ورکړې وې، عربي متحده اماراتو يوځای اوسي.

: ‏د نړۍ شلو هېوادونو؛ د امريکا متحده ايالاتو، اسټرالیا، بلجیم، بلغاریا، کاناډا، ډنمارک، اروپايي ټولنې، فنلنډ، فرانسې، آلمان، جاپان، هالنډ، نیوزیلنډ، شمالي مقدونيې، پولنډ، پرتګال، رومانیا، اسپانیايې، سویډن، سویس، بریتانیا او اوکراین په يوې ګډې اعلاميې ‏کې افغانستان کې د صحرايي محکمو او د تېر حکومت د يو شمېر پوځيانو د ورکېدو ويلي.

د ا.ا مرستیال ویاند دغه ادعا بې بنسټه بللې خو ويلي دي چې د سپيناوي په پار يې د پلټنو برخه کې همکاري کوي.

: ‏د لوړو زدکړو چارسمبال وزير په مشرۍ يو پلاوی نن اسلام اباد ته په رسمي سفر روان شوی.

د لوړو زدکړو وزارت د مالوماتو پر بنسټ، د سفر کې پاکستان کې د افغان محصلینو او لوړو زده کړو برخه کې پر نورو مسايلو خبرې کېږي.

: ‏بلخ ولايت کې د ا.ا قول اردو قوماندان وايي چې يو شمېر هغه چورلکې او الوتکې چې د تېر حکومت د چپه کېدو پرمهال له هېواد الوځول شوې او ګاونډ هېوادونو ته وړل شوې وې، بېرته يې افغانستان ته راوړې ‏نوموړي دا هم ويلي دي چې تخنيکي ټيم يې پر دې توانېدلی دی، چې د يوې ویجاړې شوې الوتکې ترمیم وکړي په داسې حال کې چې له هېواد بهر رغونې يې لوړ لګښت درلود.

: ‏د ا.ا.ا مرستیال ویاند وايي چې د افغانستان په تير څلويښت کلن تاريخ کې په لومړي ځل د مرګ ژوبلې کچې صفر ته را ټيټه شوې.

د اسلامي نظام بقاء مو سر مال او د هرڅه د خونديتوب ضمانت کوي. د نظام ملاتړ او حمایت د هر افغان مکلفیت جوړيږي.

: ‏د سالنګونو د ساتنې ریاست چارواکو وايي، چې د سالنګ لویه لار د واورې او ورښتونو له کبله د لویو موټرو پرمخ تړل شوې ده.

چارواکو له خلکو او موټر چلوونکو غوښتي، چې له سالنګ څخه د تېرېدو پرمهال باید ټرافیکي مقررات په نظر کې ونیسي او له ځانه سره ژمني توکي ولري.

: ‏د پنجشېر ولايت امنيت امر حمید خراساني په يوې تلويزيوني مرکې کې ويلي دي چې هر هغه څوک چې بغاوت کوي، د حق پر ځای باطل لوړوالی ورکوي، دی يې پر وړاندې دریږي ‏خراساني کابل کې د کورنيو جګړو پرمهال د پخواني قوماندان احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود په اړه ويلي چې دی (احمد مسعود) پر ناحقه او غلطه لار روان دی، چې د مخامخ کېدو په صورت کې به ډز ترې پورته کړي.

: ‏د مالیې وزارت د ویاند په وینا په اوسني حکومت کې تر ټولو لوړ معاش د ا.ا د مشر  دی، چې ۲۲۸۷۵۰ افغانۍ کېږي. او تر ټولو ټيټ معاش د اتم بست د مامورینو دی چې ۵۰۰۰ افغانۍ کېږي، د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل وايي، چې د معاشاتو سېسټم چې د مخکینۍ ادارې پاتې وو، پر بې عدالتۍ او بې انصافۍ ولاړ و چې اوس په کې بدلون راغلی.

: ‏د صلاح الدين رباني په مشرۍ جمعیت ډلې په يوې خبرپاڼې کې ويلي دي چې اسلام اباد کې د اسلامي هېوادونو د همکاريو سرمشريزه کې دې اسلامي هیوادونه پر طا_لبانو فشار راوړي، چې  ملي حاکمیت،  بنسټیزو اصولو، ټولنیزو اصولو لکه د ښځو حقونه، د راتلونکي سیاسي نظام جوړښت ‏او نور مسايلو په اړه موږ سره خبرو ته کېني.

د يادونې ده، چې د جمعيت ګوند ډېری مخکښ غړي چې تېر  نظام يې ګواښلو، اوس له هېواد وتلي او د نړۍ په هېوادونو کې مېشت دي.

: ‏د جمعيت ګوند د يوې ډلې مخکښ احمد ضياء مسعود ادعا کوي چې اشرف غني معامله وکړه، ټول شموله حکومت يې جوړ نه کړ، طا_لبانو ته يې واک پرېښود او موږ يې پرې وباسلو، نوموړي د لويې جرګې په اړه ويلي، چې د افغانستان په تاريخ کې لويه جرګه د يو قوم او د هغې د واک لرونکو په چوپړه کې وه؛ اوس هم لويه جرګه طاـلبانو ته مشروعيت نه شي ورکولی.

: ‏د کانونو او پټرولیم وزارت وایي چې ترکیې په افغانستان کې د کانونو برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده. د یاد وزارت په خبره، دا څرګندونې په کابل کې د ترکیې سفیر د دغه وزارت له سرپرست شهاب الدین دلاور سره په لیدنه کې کړې دي.

: ‏عالم گل حقانی رییس عمومی پاسپورت درجریان یک کنفرانس خبری درمرکز رسانه‌های حکومت می‌گوید که روند توزیع پاسپورت سر از فردا (دوشنبه، ۱۵ قوس) در ولایت‌های فراه، نیمروز، بادغیس، پکتیکا، لغمان، کونر، تخار، زابل، ارزگان، جوزجان، بغلان، بامیان، پنجشیر و سمنگان آغاز می‌شود.

‏به گفته رییس پاسپورت، روند توزیع پاسپورت در کابل بزودی آغاز می‌شود وی از مردم خواست که با سندهای جعلی برای دریافت پاسپورت اقدام نکنند و به کمیشن‌کاران پول ندهند.

حقانی از باشندگان ولایت‌ها نیز خواست که برای دریافت پاسپورت به مرکز مراجعه نکنند و پاسپورت را از ولایت‌های خود بگیرند.

: ‏ملا عبدالغني برادر د خصوصي سکتور له استازو سره لیدنه کې په جدي توګه د افغان سوداګرو ستونزو پر حل ټینګار کړی.

اسلامي امارت وایي، په دې لیدنه کې چې د ریاست الوزراء لومړي مرستیال اړوندو جهتونو ته هدایت وکړ چې د افغان سوداګرو د ستونزو په حل کولو کې جدي اقدامات تر سره کړي.

‏په ورته مهال افغان سوداګرو بانکي سیسټم، د پیسو په لېږد او تجارت برخې کې خپلې ستونزې شریکې کړې دي.

: ۴۵۰ تن از نیروهای امارت اسلامی پس از فراگیری تعلیمات نظامی و مسلکی از قول اردوی ۲۱۷ عمری در کندز فارغ شدند.

: آژانس فدرال حمل و نقل هوایی روسیه با انتشار بیانیه ای، مدعی استفاده هواپیماهای شناسایی ناتو از «مسیر‌های ویژه پروازی هواپیماهای مسافربری» در دریای سیاه شد.

در این بیانیه آمده است: هواپیمای شناسایی CL-600 ناتو در سوم دسامبر با پرواز در ارتفاع 9200 متری بر فراز آب‌های آزاد دریای سیاه، از مسیر ویژه تعیین شده برای پرواز هواپیماهای غیرنظامی استفاده کرده است.

آژانس فدرال حمل و نقل هوایی روسیه با بیان اینکه هواپیمای مذکور به هشدارهای صادر شده پاسخ نداده است، افزود: افزایش پرواز هواپیماهای ناتو در نزدیکی مرزهای روسیه از جمله دریای سیاه، خطرات مربوط به هواپیماهای غیرنظامی را افزایش داده است.

: ‏اردوغان: زنان ترکیه پیشتر از بسیاری از کشورهای اروپایی حق شرکت در انتخابات را کسب کرده‌اند.

: ‏د امریکا ولسمشر جو بایډن له مصري الشرق ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي چې له افغانستان د امریکايي ځواکونو ایستل غوره اقدام و. هغه ویلي چې دوی په سم وخت کې له افغانستان ووتل او په دې توګه یې د لسګونه امریکایي ځوانانو ژوند ژغورلی دی.

: امریکا وایي له مرستندویه بنسټونو سره افغانستان ته د مرستې رسولو پر لارو چارو کار کوي. د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، دوی په دې لټه کې دي چې له ملګرو ملتونو او نورو مرستندویه بنسټونو سره په ګډه افغانستان ته د مرستې رسونې پر غوره لارو چارو غور وکړي.

ساکي وایي دوی افغانستان ته د بشردوستانه مرستو د رسولو په برخه کې هر ډول همکاري کوي خو په سیاسي برخه کې به یې محدودیتونه پر خپل ځای وي. د ساکي په خبره د بندیزونو او محدودیتونو په تړاو د امریکا دریځ تر دې دمه پر خپل ځای دی.

: ‏امریکا په افغانستان کې پر هدفي بریدونو اندېښنه ښوودلې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې دوی او ملګري هېوادونه یې په افغانستان کې پر وروستیو هدفي بریدونو اندېښنه ښيي.

: ‏جنرال لویډ آسټین په یوه امریکایي رسنۍ کې د امریکا د دفاعي وضعیت په اړه له سخته پوښتنو سره مخ شوی دی. هغه د افغانستان په اړه د یوې پوښتنې په مقابل کې، چې له افغانستان په وتلو پښېمانه یاست کنه، بې ځوابه پاتې شوی دی.

: ‏امریکا د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې ټاکل شوې چې راتلونکې سه شنبه د امریکا او روسیې ولسمشران په سیمه کې پر روان وضعیت خبرې اترې ولري. ددې خبرو مهمه موضوع اوکراین او ددې هېواد په شاوخوا کې د روسیې له لوري د جوړو شوو ګواښونو لرې کول دي.

: ‏د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي په تازه څرګندونو کې ویلي، دوی په دې ښه پوهېږي چې ایران غواړي یوازې د مذاکراتو وخت ضایع کړي او ځان اټومي وسلو ته ورسوي.

: ‏د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال سید عباس عراقچي ویلي، امریکا چې هر ځای ته تللې پرته له ستونزو او خنډونو یې هیڅ هم په میراث  نه دي پرېښي.

: ‏د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد عبدالرحمن الثاني ویلي چې که چېرته د ا.ا.ا چمتو وي نو هېواد یې د کابل هوایي ډګر د پاتې برخو رغولو او فعالولو ته تیار دی.

: ‏نن د عراق د شمالي سیمې التنف په حمص ولایت کې د امریکایي پوځیانو په نظامي اډه کې دننه څو چاودنې شوې دي. راپور کاږي چې تر اوسه د چاودنو د څرنګوالي او له امله یې د تلفاتو اوښتو په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.

: ‏د هند دولتي چارواکو راپور ورکړی دی چې د یو هندي پوځي په خطایي ډزو ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي دي. راپورونه وایي چې دا پېښه تېره ورځ ناوخته د دغه هېواد په ناګلنډ ایالت کې د میانمار پولې ته څېرمه رامنځته شوې ده.

: ‏ټرمپ ویلي چې مارک میلي احمق و ځکه چې هغه د میلیاردونه ډالرو په ارزښت خورا ګران بیه او حساس پوځي وسایل په افغانستان کې پرېښي دي. هغه څرګنده کړې ده چې په دې وسایلو کې داسې الوتکې هم وې چې پنځوس میلیونه ډالر ارزښت یې لاره.

: ‏اروپایي ټولنې په پاکستان کې د بشري حقونو پر وضعیت ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده او ویلي یې دي چې که چېرته د پاکستان حکومت د سختدریځۍ پر ضد کوم اقدامات کړي وي نو مهرباني دې وکړي خپل شواهد دې وړاندې کړي.

: ‏د پاکستان اقتصاد وزیر وايي چې د سعودي عربستان د اقتصادي کڅوړې څخه دغه هېواد پاکستان ته درې میلیارده امریکايي ډالر پور ورکړ.

واک ته د عمران خان په رسېدو سره پاکستان کې اقتصادي کړکېچتيا رامنځته شوې چې د عمران خان مخالف ایتلاف يې د حکومت پر وړاندې راپورته کړی.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک