جاپانی انجنیر تیتسو ناکامورا
یونه هیریدونکی داستان چې په خاموشه ژبه یې پرزړونوحکومت کاوه ،ځکه دې سړي د ځینو افغان مشرانوپه شان چې رواني تکلیف یې لاره ټرټې اواپلتې نه ویشتې دعمل کار او همدردۍ سړی وه.
ده بیانونه نه ورکول شپه ورځ یې د بل د ښېګڼې لپاره زیارویسته اوپرچایې احسان هم نه کاوه.
دده ددعوت اوتربیت طریقه عملي خاموشانه وه،ده خپل اقوال یې په عمل کې ښودل اوپیاده
کول پخپله یې له کارګرانوسره اوګه په اوګه کارکاوه.
سره له دې چې دیوې خیریه انجیوستربنسټګرمنیجر اورئیس وه مګرله کارګرې طبقې سره یې برخورد دیوه عاجز اومهربانه انسان په شکل وه.
دنوي دولت داهڅه چې ګویا د(ناکامورا) قاتلان په پیداکړي یوه لوړه انسانی،افغاني،ملي،حقوقي هڅه اودافغان هیواد د سرلوړې پيلامه ده.
داچې نا کامورا د یوه انساني پیغام سره جاپان نه راغلی وه اودیوې عملي اوانساني رغنیزې پروژې بیناد یې عملاً افغانستان کې کیښود له نوی دولت موخواهش دی چې د ناکامورا بنسټ ته وده ورکړی اود جاپان ورته خپلواکومؤسسوته رسمي بلنه ورکړي چې په نفس شکل اونمط کارپرمخ بوځي اودافغانستان اوجاپان دخلکو ترمنځ ددوستۍ تار نورهم وغځوي اوکلک یې کړی ځکه دواړوهیوادونو په یوه ورځ له استعارنه ازادي اخستي.
هیره دې نه وي دناکامورا له مرکه دوه کلونه تیرشول که ژوندی وای نونن به ټول مشرقي په یوه مثالي ځای بدل شوی وای اوټول وچه ځمکه په اوبوخړوبه شوې وای.
