مهم ترین های امروز شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د پنجشېر والي په کابل کې له یوې چاودنې روغ وتلی دی.
د پنجشیر د امنیت امر عبدالحمید خراساني ویلي، مولوي قدرت الله نن په کابل کې له یوې چاودنې روغ وتلی.
اسلامي امارت وایي چاودنه د کابل ښار څلورمې حوزې اړوند د تایمني په پنځم سړک کې شوې ده خو تلفات نه لري.
✒: د حزب اسلامي افغانستان رهبر انجنیر ګلبدين حکمتيار تېره ورځ د جمعې لمانځه خطبه کې ويلي چې نړۍ کې ظالمانه او مستبد حکومتونه دوام نه کوي.
نوموړي د افغانستان د تېر تاريخ په اړه ويلي چې افغانستان کې د قدرت لپاره زوی پلار، ورور ورور او شاګرد استاد وژلی، خو داسې حکومتونه پاتې شوي هم نه دي.
✒: پخواني ولسمشر حامد کرزي د پوهنتونونو له ځینو استادانو سره کتلي او د پوهنتونونو د بیا پیل او د لوړو زدکړو تقویې په اړه یې خبرې کړي.
دې لیدنه کې کرزي هیواد کې د استادانو له پاتې کېدو هرکلی کړی او هیله یې ښودلې چې ډېر ژر پوهنتونونه د ټولو محصلینو (نجونو او هلکانو) پرمخ پرانیستل شي.
✒: د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي کابل کې د چین له سفیر وانګ یو سره کتلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي، چې په دې ناسته کې دواړو لوریو د افغانستان او چین ترمنځ پر سیاسي اړیکو، سوداګرۍ، بشري مرستو، پراختیا، او افغان محصلینو ته د تخنیکي زدهکړو چمتو کولو په اړه خبرې شوي.
مسوولان وایي دې ناسته کې همداراز له افغانستان څخه چین ته د جلغوزو د صادراتو پر زیاتوالي او همدارنګه چین ته له نورو لارو د افغان تولیداتو پر رسولو هم خبرې وشوې.
✒: پښتانه د افغانستان اکثريت قوم؛ رحمت الله نبیل دغه خبرو ته په غبرګون کې ليکلي چې افغانستان کې دغه موضوع مهه نه ده چې اکثریت څوک او اقليت څوګ دي.
دغه څرګندونې چې پښتانه افغانستان کې اکثریت قوم دی، تېره ورځ جنرال خوشحال سادات يوې ناستې کې کړې وې، چې غبرګونونه يې راپورته کړي.
✒: د ټاکنيز شکايتونو کمېسيون پخوانی مشر عبدالستار سادات د کورنيو چارو وزارت پخواني ستر امنیتي معین خوشحال سادات وروستيو څرګندونو ته غبرګون ښوودلی.
ستار سادات ليکلي، "خوشحال سعادت به په ویاړ ویل: هره اونۍ د ۵۰۰ طا_لبانو مړي شمارم.
✒: کورنیو چارو وزارت وايي چې کابل ښار له بېلابېلو سيمو يې پنځلس کسان د جنايي کړنو په تړاو نېولي دي؛ دغه کسانو وژنې کولې، په زور يې له خلکو موبايلونه اخېستل، د وسلو په زور يې د خلکو کورونه لوټل، اخلاقي فساد او نورې جنايي چارې يې سره کولې.
✒: دو ملی پوش موی تای افغانستان در رقابتهای قهرمانی جهان به نمایندهگی از کشور اشتراک کردهاند. مسوولان فدراسیون موی تای کشور میگویند که رقابتهای قهرمانی جهان به میزبانی تایلند با اشتراک بیش از ۹۰ کشور برگزار شده است که افغانستان نیز در این رقابتها دو نماینده دارد.
✒: آریانا افغان هوایي شرکت سر له را روانې سه شنبې څخه د کابل دوبۍ تر منځ خپل پروازونه دوه برابره کوي او هره ورځ به دوه الوتنې تر سره کیږي،بل خوا اماراتو کې د افغان سفارت سرچینو ویلي چې د اماراتو حکومت ډاډ ورکړی چې ژر به افغان وګړو ته د سیاحتي ویزو د ورکړې پروسه له سره پیل کړي.
✒: د هلمند د مستوفیت مسوولین وايي چې د لښکرګاه ښار له یو شمېر دولتي ادارو او هټیو څخه یې د تېرو شپږو ورځو په موده کې پنځه سوه پنځه شپېته لکه شپږ دېرش زره ۶۵۸ پنځوس افغانۍ عواید راټول کړي او د دولت حساب ته یې جمع کړي دي.
✒: ابراهیم کالین، سخنگوی ریاست جمهوری ترکیه در نشست «موازنه قدرت و آینده حضور آمریکا در خاورمیانه و شمال آفریقا» هفتمین نشست گفتوگوهای مدیترانهای که از سوی وزارت امور خارجه و موسسه مطالعات سیاسی بینالمللی ایتالیا (ISPI) در رم، پایتخت این کشور برگزار شد؛ شرکت کرد.
وی با بیان اینکه کشورهای غربی از دو یا سه منظر به مسائل خاورمیانه، شمال آفریقا، افغانستان، لیبی و سوریه نگاه می کنند، گفت: بخش اول تروریسم مبارزه با تروریسم، بخش دوم مهاجرت و بخش سوم نیز انرژی برای نقاطی که که گاز و نفت وجود دارد.
✒: رجب طیب اردوغان، رئیس جمهور ترکیه: ما اکنون به خودکفایی رسیدهایم. ذخایر بانک مرکزی ترکیه 27.5 میلیارد دلار بوده که اکنون به 126 میلیارد دلار رسیده است.
✒: شاه محمود قریشی، وزیر خارجه پاکستان در کنفرانس خبری در مورد نشست فوقالعاده سازمان همکاریهای اسلامی که با محوریت تحولات افغانستان ۲۸ قوس در اسلامآباد برگزار میشود، گفت: افغانستان برای کشورهای منطقه به ویژه جهان اسلام مهم تلقی میشود وهمه ما باید به کمک مردم این کشور بشتابیم.
✒: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پخواني استازي کای ایډه په تازه مرکه کې پر نړیواله ټولنه غږ کړی چې د افغانستان له نوي حکومت سره تعامل ته ادامه ورکړي. د ده په خبره که نړیوال دا چاره ترسره نه کړي، نو د طا لبانو پر ځای به یې عامو افغانانو ته جزا ورکړي وي.
✒: بايډن له افغان کډوالو سره د مرستو لپاره نوې بودیجه لاسلیک کړې ده. د سپینې ماڼۍ د معلوماتو له مخې بایډن تازه هغه بودیجه منظوره کړه، چې د افغان کډوالو د ځای پر ځای کولو او ملاتړ لپاره ځانګړې شوې ده.
په دې بودیجه کې اووه میلیارده ډالر شامل دي او ټاکل شوې چې ژر له یادو پیسو د افغان کډوالو لپاره د کورونو د ځانګړي کولو او نورو مواردو لپاره کار واخیستل شي. یاده بودیجه تر دې وړاندې د امریکا سنا او استازو مجلس تایید کړې ده.
✒: کریملین وايي، ولسمشر ولادیمیر پوتین به د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره په را روانه غونډه کې پر نورو مسایلو سربېره پر افغانستان هم خبرې وکړي. د کریملین یوه سلاکار یوري اوشاکوف ویلي چې د دې انلاین سرمشریزې لپاره په راتلونکو ورځو کې یوه احتمالي نېټه په پام کې نیول شوې، خو مسکو ګوري چې واشنګټن به یې کله تایید کړي.
✒: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وایي، له ایران سره وروستیو خبرو اترو کې ورته دا جوته شوې ده چې تهران خبرو ته جدي نه دي او نه غواړي چې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل شي نو ځکه یې له دغه هېواد سره پیل کړې خبرې پای ته رسولې دي.
✒: د ازبیکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د افغانستان جغرافیایي موقعیت ته په اشارې ویلي چې په دغه هېواد کې سوله او ثبات د ټولې سیمې له ثبات سره مرسته کوي نو نړۍ ته په کار ده چې هر څه ژر له ا.ا سره د تعامل په موخه خبرې اترې پیل کړي.
✒: بانک جهانی میگوید که تمویل کنندگان صندوق بازسازی افغانستان توافق کردهاند که درباره پیشنهاد انتقال ۲۸۰ میلیون دالر از این صندوق به افغانستان، طی یک هفته تصمیم بگیرند. این پیشنهاد از سوی بانک جهانی برای رسیدگی به وضعیت بشری افغانستان، به تمویل کنندگان این صندوق ارائه شده است.
✒: خبرگزاری رویترز به نقل از امانوئل مکرون، رییس جمهور فرانسه گزارش کرده است که فرانسه و شماری از کشورهای اروپایی تلاش دارند یک نمایندهگی مشترک در افغانستان ایجاد کنند تا سفیران این کشورها به کابل برگردند.
✒: افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ټامس وېسټ د افغان ښځو په اړه د طا_لبانو د مشر د ځانګړي فرمان ستاينه او هرکلی کړی.
نوموړي ليکلي چې ښځې ته د واده د انتخاب حق ورکول غوره خبره ده خو دا هم مهمه ده چې د کار او زده کړو حقوق هم ورکړل شي.
